اخبارافغانستان

بدخشان‌کې تیره میاشت ترافیکی پېښې زیاتی وی

 

د بدخشان امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په تېره یوه میاشت کې د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د روان کال په تېره میاشت کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوي، چې له امله یې د ښځو، ماشومانو او نارینه وو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي. نوموړي په یاد ولایت کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي بللې ده. هغه له موټر چلوونکو څخه غوښتي چې ترافیکي اصولو مراعات کړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *