اخبارافغانستان

د هېواد د علماوو یو لوړ‌رتبه پلاوی ازبیکستان ته ولاړ

 

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي نورمحمد ثاقب په مشرۍ د هېواد د علماوو لس کسیز عالي رتبه پلاوی د ازبیکستان مسلمانانو د ادارې د مشر مفتي شیخ نورالدین خالق نظر په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

ټاکل شوې د دغه سفر په لړ کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او په دیني او ښوونیزو برخو کې د دواړو هېوادونو د فعالیتونو د همغږۍ په موخه خبرې اترې ترسره شي.

همدارنګه به د هېواد د لوړ رتبه جیدو علماوو پلاوی د ازبیکستان هېواد د تاشکند، بخارا او سمرقند ښارونو له دیني او اسلامي مرکزونو څخه د لیدنې سربېره د دغه هېواد د اسلامي بنسټونو له مسوولینو سره له اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د اړیکو ټینګښت، پراختیا او همکاري، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پرمختګ، د جوماتونو او مدرسو په برخو کې یو له بل سره همکاري، د اسلامي میناتوری او سبک په برخه کې د معلوماتو ترڅنګ په یو لړ نورو برخو کې تجربو په شریکولو خبر اترې وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *