اجتماعیمقالات

د آسیا په څلور لارې د افغانستان بدلېدل د ولس ترټولو لوړه هیله ده

حیا ت الله حلیم

له رسنیو د صادراتو او وارداتو او د پراختیایی پروژو تطبیق د افغانستان له جغرافیا څخه د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد اوپه ضمن کې د ټاپي د پروژې د تطبیق پراړه خبرونه ولس ته هغه هیله بښوونکي او په زړه پورې زیگنال دی چې ددوی لپاره دښې نیک مرغه اقتصادي راتلونکي زیری پکې نغښتی دی ،همدا اوس د هرات ، بلخ په ولایتونو کې د (ریل پټلۍ ) تاسیسات ددې سبب شوي چې په اسانۍ سره په لسګونو زره ټنه صادرات او واردات وشي اوهیله ده په راتلونکې کې د افغانستان د لویو ښارونو ترمنځ (موتروې ) سړکونه جوړشي اودهوایي دهلیزونوکرښې وغځول شي چې دا به نه یوازې د افغانستان په ګټه وي بلکې د نړیوالواوگاونډیوهېوادونوپه گټه هم دي ځکه دوی به په آسانۍ سره وکولای شي د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې وپالي .

که نن وي یا سبا افغانستان به د آسیا او لیرې پرتوهېوادوپه سوداگریزڅلورلارې بدلېږي ځکه دا د ترانزیت هغه جغرافیا یی مجبوریت دی چې هېڅوک ترې سترګې نشي پټولای، نوپه پوره ډاډ سره ویلی شو چې داتصال دکرښو رغاونه به نه یوازې د افغانستان لپاره گټوره تمامه شي بلکې افغانستان به د آسیا په څلور لارې هم بدل شي

که د نړۍ اوپه تیره بیا گاونډي هېوادونه له افغانستان سره په صداقت او رېښتینولی ددوستی اوحسن همجوارۍ په چوکاټ کې په خپلوسوداگریزوآسانتیاوو له سره غوروکړي ، هم به ددوی همیانۍ له پیسوډکې وي اوهم به افغانستان په لنډ وخت کې د تمدن له کاروان سره ملگری شوی وي.

که تاریخ ته نظر وکړود وریښمو لاره هم له (چین ماچین)  څخه د عربي نړۍ او ارو پایی هېوادونوپه لورپه لومړنۍ اوکارواني بڼه له افغانستان څخه تیره شوی وه چې دچین له ختن څخه به یې دنورو سوداگریزوتوکوترڅنگ وریښمن هم اروپایی اواسیایی هېوادونو ته لیږدول یا په بل عبارت دوریښمو لاره له چین څخه را پیل کېده ترعربي نړۍ اواروپایی هېوادونو پورې د افغانستان له لارې رسېدله ، هغه وخت د نن په پرتله هرڅه لومړني و، دساه کښوراحلوستړي کاروانونه به د افغانستان له غرونو ، رغونواوسیندونو تېرېدل اوترمقصد ځای پورې به میاشتې اوکلونه په سفرکې پرې تېرېدل .

اوس چې نړۍ په هغه کچه عصري شوې چې اورگاډي په مځکه او الوتکې په فضا او نورنقلیه وسایط په (موټروې) او عادي سړکونو له یوه ځای نه بل ته دبریښنا په څیرمځکه را لنډوي اود بشر د اړتیا وړمحمولې نقلوي د پخوانیو راحلوي کاروانونو چې (فیل ، اوښ ، آس او کچر) یې په ترکیب وو څومره لوړتوپیرلري چې اصلا د مقایسې اوپرتلې وړنه دی ، ځکه اوسنۍ تکنالوژي د پخوانیوکاروانونوپه پرتله په زرگونو برابره امتعه په لږ وخت کې له یوه ځایه بل ته نقلوي .

خوکه له لویه سره د تېرو سلوکلونوپه اوږدوکې د افغانستان په وروسته پاته والي نظرسنجي وشي چې افغانستان ولې دنړۍ د نوروهېوادونوپه قطارکې د پرمختګ اوتمدن له کاروان څخه وروسته پاتې شوی، له مجبورې به د تېرو حکامو غفلت او خوش ګزرانۍ ته ګوته نیول کېږي سره له دې چې افغانستان اوجاپان په یوه ورځ له بریتانوي استعمارڅخه خپله آزادي ترلاسه کړې خوچاپان نن د پرمخ تللیو هېوادونو په قطارکې لومړی مقام لري او افغانستان د وروسته پاته هېوادونوپه قطارکې آخرنمره حسابېږي .

خو بیا هم د افغانستان د وروسته پاتې والي لوی علت دا هم کېدای شي چې دتېروسلو کالوپه ترڅ کې چې نړۍ د صنعتي انقلاب په درشل کې د پیشرفت په حال کې وه افغانستان د نړۍ د پراختیا غوښتونکوهېوادونو ترنظامي یرغلونو لاندې راغلی و اوددې مجال یې ونه موند چې په آرامۍ سره د خپل ملک د پرمختګ په اړه فکر وکړي.

په هرصورت ښه داده چې اوس هم سروخت وګڼواو د خپلو فزیکي امکاناتوپه لرلوسره لیچې را ونغاړواود خپل اسلامي امارت په خوا پورې د ملک د آبادۍ او ښېرازۍ لپاره ملاتړلي ودرېږو او د خپل توان په اندازه دملک په پیشرفت اوپرمختگ کې ونډه واخلو

یوې بلې موضوع ته هم چې زموږ د اوسنۍ داعیې سره څه مقایسوي تړاو لري اشاره کوو هغه داچې :

په ۱۳۵۸ کال کله چې روسانو د هند سمندر تودو اوبوته د رسېدو په تکل پرافغانستان یرغل را ووړچې په نتیجه کې  له بد نامۍ پرته نورڅه په لاس هم ورنغلل ؟ څومره به ښه وه چې روسانو د حسن همجوارۍ دیوه تړون له مخې د نړیوال قوانینو اوموازینو په رڼا کې دافغانستان او پاکستان سره د تفاهم په صورت کې د هند بحرته ځان رسولی وای دا به څومره انساني حرکت و ، او ولې به په افغانستان کې دناکامۍ له وجې د نړیوالوله پړتکونو سره مخ کېدل دا دلمرپه شان روښانه ده چې هرهېواد د بل هېواد امتعې ته اړتیا لري څومره به ښه وي چې هېوادونه په خپلو منځو کې د خپلو گټو په خاطر سره کښیني او ددوستۍ په فضا کې صادراتو او وارداتوته زمینه برابره کړي ، جنگونه کینې ، تاوتریخوالي او کینې د حل لاره نه او له بربادۍ پرته هېڅ کومه گټه نلري .

***

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن