سیاسی

خوارج د یهودو په خدمت کې

په دین اسلام کې د علماؤ په هکله زیات صفات او تاکیدات راغلي.

په دین اسلام کې د علماؤ په هکله زیات صفات او تاکیدات راغلي.

الله تعالی په قران کریم کې فرمایي:

قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الأَلْبَابِ (الزمر ۹ )

ژباړه: ووايه ای محمد ﷺ: آیا هغه کسان چې پوهيږي او هغه کسان چې نه پوهيږي سره برابر دي؟ بېشکه چې پوهان پند اخلي.

بل ځای الله تعالی فرمایي:

يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ ( المجادله ۱۱ )

ژباړه: هغه کسان چې ايمان يې راوړی دی او پوهه ورکړل شوې ده الله جل جلاله يې درجې لوړوي.

علماؤ ته خاتم الانبیاء حضرت محمد مصطفیﷺ د ټولو انبیاء کرامو علیهم السلام وارثان ویلي، رسول اللهﷺ فرمایي:

”العلماء ورثة الانبیاء“

ژباړه: علماء د انبیاؤ وارثان دي.

اسلام کې علماء لوی اهمیت لري، د علماؤ اهمیت د الله تعالی له پاک کلام او د رسول اکرمﷺ له پورتني حدیث مبارک څخه اندازه کیدلی شي، ځکه په قران کریم کې الله تعالی یعلمون او لایعلمون سره ندي برابر کړي. په حدیث مبارک کې علماؤ ته د وراثت نسبت د یو پیغمبر ندی شوی بلکې په حدیث مبارک کې د انبیاء ټکی راغلی چې دا د جمع صیغه ده یعنې عالم د یو پیغمبر وارث نه بلکې د یو لک څلورویشت زره کم و بیش انبیاء کرامو علیهم السلام وارث دی.

لکه څنګه چې په اسلام کې د علماؤ اهمیت لوړ دی همداسې بیا د علماؤ مخالفت هم په لوړ انداز د اسلام مخالفت دی.

یهود داسې خلک دي چې دوی به د الله تعالی د دین پیغمبران شهیدانول آن د رسول الله ﷺ د شهید کولو هڅه یې هم وکړه خو الله تعالی ذلیل او رسوا کړل.

کله چې د نبوت سلسله ختمه شوه او د انبیاء کرامو کار د دین علماؤ ته وسپارل شو نو یهودو او عیسویانو په ګډه د علماؤ په شهیدانولو شروع وکړه، دا سلسله د کفارو په ګډه همکارۍ او د یهودو په مشرۍ پراخیدله خو بیا یو وخت داسې راغی چې د یهودو ټغر له نړۍ نه په ټولیدو شو تر دې چې د ګوتو په شمیر یهود پاتې شول، لکه څنګه چې د یهودو تقدیر تغیر وخوړ، همداسې د یهودانو پلانونو هم تغیر وموند. دا وار یهودو نشول کولی چې په خپل کم تعداد خپل تیر شوم پلانونه عملي کړي، نو یهودو داسې یوه لاره وسنجوله چې په عملي کیدو سره به یې نه دوی ته ګوته نیول کیږي او نه به هم د یهودو زیات تاوان کیږي یعنې چې ”نه سیخ وسوزي او نه کباب“ یهودانو په مسلمانانو کې دننه خلک پیدا کړل، ترڅو د دوی هاغه پاتې شنډ پلانونه بیرته راژوندي کړي، یهودیانو په ډیرو نومونو د مسلمانانو له مینځه داسې خلک راوویستل چې د علماؤ شهیدانول ورته ثواب ښکارېده.

په اوس وخت کې دغو کفارو د داعش په نوم خپل استخباراتي کارمندان رامخې ته کړي ترڅو ددین اسلام هر راز ختمیدلو ته لاره هواره کړي خو لله الحمد چې د مخکې په څیر د کفارو ټولې دسیسې په شنډیدو دي.

داعش د کفارو نورو دسیسو پاللو ترڅنګ یوه بله مهمه پروژه هم په ډیر شوق او ذوق سره مخ ته وړي ترڅو دغه خوارج خپل اصلي باداران خوشحاله کړي.

د داعشي خوارجو له ظهور وروسته دغې فتنه ګرې ډلې زیات شمیر علماء شهیدان کړي، په پاکستان او افغانستان کې د داعشي خوارجو خاص تمرکز د علماؤ په ختمولو وي، دوی دا کار د کفارو په اشارو کوي ځکه همدا علماء دي چې تل یې امت ته د کفارو په خلاف د جهاد زرین داستان مخې ته کړی، مسلمانان یې جهاد ته هڅولي او خپله یې هم د جهاد پاک صف پاللی.

داعشي خوارجو د نورو مسلمانانو د وژلو ترڅنګ ډیر زیات علماء شهیدان کړي، داسې علماء یې شهیدان کړي چې د وخت په مشهوره حقاني دین پوهانو/عالمانو کې یې شمار کېده.

د شهید شوو علماؤ له جملې یو هم شهید شیخ صاحب رحیم الله حقاني وو چې دین اسلام ته یې کړی خدمت عربو او عجمو ته معلوم وو. شهید فقیه العصر الشیخ رحیم الله حقاني تقبله الله یو له هغو حق پرسته علماؤ څخه وو چې د ژوند ټولې شیبې یې ددین په خدمت کې مصرف کولې خو بغدادي خوارجو څخه دا برداشت نشوه چې یو څوک دې د الله تعالی د دین ښه خدمت وکړي او د دوی اصیلو بادارانو کفارو ته دې ضربه ورسوي نو هماغه وه چې د دین دښمنانو او د وخت خوارجو دا ستر عالم هم شهید کړ. د نوموړي شهادت مسلمانانو ته لویه ضربه ورسوله او کفارو ته یې زیاته روحیه ورکړه او د خوارجو له دې کار زیات خوشحاله شول، د خوارجو دا کار یې وستایلو او د لا ډیرو علماؤ د وژلو هیله یې وښودله. داعشي خوارجو هم د خپل بادار د خوشحالولو لپاره د حقاني رحمه الله نه وروسته د نورو سپیڅلو دیني عالمانو شهادت ته ملا وتړله او پدغه لړ کې یې حق پاله عالم شهید مولوی مجیب الرحمن انصاري رحمه الله په ډیر بې رحمانه ډول شهید کړ.

په دې ځای کې د سلفي عالم شیخ مولوی سردارولي یادونه هم ضروري بولم.

خو خوارج دې دا خبره د تل لپاره یاد وساتي؛ لکه څنګه چې د خوارجو باداران یهود او نصاری د علماؤ په شهیدانولو سره خپل اصلي مقصد ته ونه رسیدل همداسې به د کفارو استخباراتي کارمندان او د کفارو پټ مخي عسکر داعشي خوارج هم خپل اصلي منزل ته ونه رسيږي، دا دین د الله تعالی دی او الله تعالی به یې ساتنه کوي، ددې دین د حفاظت وعده الله عزوجل کړې نو نه به ستاسو او نه د کفارو بریدونه دا دین ختم کړای شي. زه درته نصیحت کوم چې نور د کفارو زړونه مه خوشحالوئ، د دین اسلام د خیرخواهانو له وژلو لاس واخلئ او الله تعالی ته توبه ګار شئ کنه دنیا او اخرت مو تباه او برباد دی.

واورئ!

رسول الله ﷺ فرمایي:

مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ وَاللَّهُ يُعْطِي، وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الأُمَّةُ قَائِمَةً عَلَى أَمْرِ اللَّهِ لا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ. (بخاري: ۳۱۱۶) .

ژباړه: چا ته چې الله تعالی د خير اراده وکړي نو په دين کې پوهه ور په برخه کړي، رښتيا ده چې زه يوازې ويشونکی يم یعنې (د علم شريعت) او الله تعالی اصلي ورکونکی دی، او دا امت به همداسې قايم او استوار وي او د مخالفانو مخالفت به دوی ته ضرر ونه رسوي تر هغه پورې تر څو قيامت راشي.

د مخالفانو مخالفت به دوی ته ضرر ونه رسوي …

وما علینا الاالبلاغ …

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *