اخبارگزارش

ایران په خپل هېواد کې د اسلامي امارت مخالفین سیاسي فعالیت ته نه پرېږدي

انيس: ایراني چارواکي وايي، هیڅکله به په خپل هېواد کې د افغانستان د اسلامي امارت مخالفینو ته د سیاسي فعالیت اجازه ور نه کړي.

دا څرګندونې په کابل کې د ایران مرستیال سفیر سید حسین مرتضوي د اسلامي امارت د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې وروسته له هغې وکړې، چې اسلامي امارت پر اسرائیل د ایران هوايي بریدونه د دوی روا حق وباله.

په دې لیدنه کې د ایران مرستیال سفیر په نړیوالو قضایاو کې د اسلامي امارت دریځ ستایلی او د کابل او تهران تر منځ یې د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړې، له افغانستان او بل هیڅ ګاونډي سره د خرابو اړیکو پلوی نه دی او په دې لټه کې دي، چې د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت لپاره د تعامل لار هواره کړي.

هغه زیاته کړې: «د اسلامي امارت مخالفین په ایران کې د عامو کډوالو په څېر ژوند کوي او د هیڅ ډول سیاسي فعالیت اجازه نه لري».

نوموړي دا هم ویلي، چې تهران په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره د کړو هوکړو پلي کولو لپاره د بستر هوارولو تر څنګ له اسلامي امارت سره د اقتصاد، سوداګرۍ او روغتیا په برخه کې مرستې ته چمتو دی.

د افغانستان د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال یو ځل بیا پر اسرائیل د ایران هوايي بریدونه له خپل ځان د ساتنې په موخه د دوی روا حق بللی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتلو ته ژمن دی.

که څه هم ځینې کارپوهان د اسرائیل او ایران تر منځ کړکېچ کې د اسلامي امارت له لوري د افغانستان ورښکېلول او په اړه یې دغسې دریځ اعلانول ښه نه بولي خو ډېری کارپوهان د اسلامي امارت دغه دریځ ستایي او معقول یې بولي.

د پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه احمد ناصر شفیق له انیس ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د ایران او اسرائیل تر منځ د راپورته شوي کړکېچ په اړه د افغان حکومت دریځ که د یو جهادي سابقه لرونکي او اسلام پال رژیم په څېر غوښن نه دی؛ خو بیا هم معقول او د ستاینې وړ دی.

د ښاغلي شفیق په وینا، د دې لپاره چې ایران پر غزې د اسرائیل د بریدونو په مقابل کې د فلسطین د ولس او حماس ملاتړی پاتې شوی نو پکار ده، چې په هماغې تله وتلل شي او اړیکې ورسره وپالي.

هغه دغه راز وویل، د سیاست په ژبه مطبوعاتي ډګر کې به دغه دریځ بسنه وکړي خو په ایماني برخه کې له حماس څخه باید خپلې مرستې «د افرادو په توګه» و نه سپمول شي.

هغه په فلسطین کې د اسرائیل د ظلمونو او پر وړاندې یې د حسام اسلامي غورځنګ جهادي ډلې ته په اشارې وویل، چې دواړه اسلامي امارت او حسام د اشغال پر وړاندې د مبارزې او جهاد ګډه مخینه لري نو پر اسرائیل د ایران بریدونه باید وستایل شي.

په دې اړه، چې ایران له افغانستا سره د اوسني بیانونکي سیاست په اړه څومره رېښتونی دی؟ سیاسي شنونکي ښاغلي شفیق وویل: «د ایران او افغانستان شریکې ګټې دا ايجابوي چې دغه سیاست یې ادامه ومومي. بل دواړه د نړیوالې ټولنې څخه تجرید شوي او دواړه د محاصرې لاندې دي نو دغه مشترکات اجابوي چې اړیکې لا ښې کړي چې له سببه یې خپل منځي باور نور هم پخېږي».

د نوموړي په باور له امریکا او متحدینو سره یې په یوه قطب کې تګ او غاړه وړل د افغانستان په ګټه نه دي خو په وینا یې، اسلامي امارت ته په کار دي چې په نړیوالو قضیو کې حالت ته په کتو بې پرې اوسي.

وروسته له هغې چې اسرائیلي حکومت په دمشق کې د ایران د سفارت قونسلګري په نښه کړه، ایران یې په ځواب کې شاوخوا د ۳۰۰ بالستیک توغندیو او ډرون بریدونو په وسیله د اسرائیل ځینې اهداف په نښه کړل، چې په رسمي ډول افغان حکومت او په غیر رسمي ډول ځینې افغان سیاستوالو د ایران دغه ګام د دوی روا حق وباله.

نذیر منیب

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *