اخبارافغانستان

د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون د نور او بریا ټلویزیونو دوسیې محکمې ته وړاندې کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون په خپله نوبتي ناسته کې پرېکړه کړې چې د (نور او بریا) ټلویزیونو دوسیې محکمې ته وړاندې کړي او د محکمې تر پرېکړې یې د دغو ټلویزیونو د خپرونو د ځنډېدو پرېکړه کړې ده.

یاد کمېسیون ویلي چې نور ټلویزیون له تکراري توصيو سره سره ژورناليستيکي اصول نه مراعت کول، ملي او اسلامي ارزښتونه یې په پام کې نه نیول، قومي، ژبنيز او سمتي تعصب ته یی لمن وهله چې په پایله کې یې د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون پرېکړه وکړه چې د یادو ټلویزیونو دوسیې محکمې ته واستوي.

د کمېسیون د څرګندونو له مخې؛د بریا او نور ټلویزیونو د امتیاز خاوندان په هېواد کې شتون نه لري او په مسلسل ډول د نظام پر تخریب سربېره پوچ تبلیغات کوي.

د رسنیو سرغړونو د ارزونې کمېسیون ویلي چې د ژورناليستيکي اصولو د نه مراعاتولو له امله یې پرېکړه کړې چې د نور او بریا ټلویزیونو دوسیې محکمې ته وړاندې کړي چې په وینا یې، د محکمې تر پرېکړې به د دغو ټلویزیونو خپرونې ځنډېدلې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت تل ټینګار کړی، چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره په هېواد کې د بیان ازادۍ او د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *