په لغمان ولایت کېد ۲۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې بشپړې شوې
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د ۲۰ ښوونځیو ودانۍ چې د تېرو څو کلونو په جګړو کې ویجاړې شوې وې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته بیارغول شوې دي.
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د ۲۰ ښوونځیو ودانۍ چې د تېرو څو کلونو په جګړو کې ویجاړې شوې وې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته بیارغول شوې دي.
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوی شاه جهان وایی، چې د دغو ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې درې میاشتې وړاندې پیل شوې، چې د میزان میاشتې په ۲۹ مه نېټه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د شاه جهان په وينا، د يادو ښوونځيو پر ودانيو دوه ميليونه او اته سوه زره افغانۍ لګښت راغلى دى.
په همدې حال کې د لغمان ولايت يو شمېر زده کوونکي له دغه اقدام څخه خوښي څرګندوي او وايي چې نړيوالې مرستندويه ادارې بايد د هېواد د پوهنې له برخې سره خپلې مرستې زياتې کړي.
د يادونې ده، چې د تېرو څو کلونو په جګړو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د زرګونو ښوونځيو ودانۍ ويجاړې شوې دي.