اجتماعیمقالات

وروستیو اورښتنو چاپیریال پاک کړی

 

که څه هم اوس د زیاتو اورښتونوله کبله د ژوندچاپېریال اودتنفسي هوا ککړتیا ترلوړبریده کنترول شوې اوپسرلنۍ نرمه هوا له ملایم نسیم سره داسې په خوندچلېږي چې روح او روان دواړه تازه ساتي خوبیا هم د توان تربریده د هرچا لخوا هڅه باید وشي چې د عمدي مداخلوله لارې چاپېریال ککړنکړي ځکه یوشمېرکسان لیدل کېږي چې په ډېره بېباکۍ چاپېریال ککړوي او د خپل بد رفت نري لښتي د کوڅې ویالوته را شړي اوپه دې توګه ځان اونوروته ستونزې جوړوي .

 د چاپیریالي ککړتیا کولای شوپه لاندې ډول تعریف کړو .

 [دهوا ، اوبواوخاورې ، په کمیاوي فزیکي اوبیولوژیکي خواصوکې دانسانانوپه ذریعه نا مطلوب او ضرر، رسوونکي بدلون ته دچاپېریال ککړتیا وایي ، چې له امله یې دانسانانواوحیواناتو روغتیا ته زیان اوخطرترې متوجې کېږي]

نوله همدې امله عام ولس ته لازمه ده چې چاپېریال ککړونکوته اخلاقي یادونه وشي اوهمدارنګه د چارومسؤلین مسؤلیت لري چې وخت په وخت د چاپیریال له ککړتیا څخه په وقایوي ډول مخنیوی وکړي اوپری نږدي چې په عمدي یاسهوي توګه څوک چاپیریال ککړاویا ورته زیان واړوي ، د تبلیغاتواوعامه پوهاوي له لارې هم په ښه توګه کېدای شي چې د کابل ښاریانوله روغتیا سره مرسته وشي ، هغه چاپیریال چې موږپکې ژوند کووپاک ساتنه یې نه یوازې په حکومت بلکې لکه دمخه چې وویل شول په عام ولس پورې هم اړه لري ،لازمه ده چې ځانونه پرې وپوهوځکه هروګړی مکلف دی چې له خپل کوررانیولې بیا د ژوند ترکلیوالي یا ښاري چاپیریال پورې ضرررسونکي عوامل تشخیص اودخپل توان په اندازه یې کنترول اود ضررپه دفع کولوکې مرسته کړي ، اوس چې ژمي مخ په تېرېدو دی هوا هم د یخنۍ شدت کم کړی اوکولای شي تریوه بریده په موتروکې د بې کیفیته تیلود سون له امله مضرګازات لکه کاربن دای اکساید او همدارنګه د یوه یونیم کور له بخاریو څخه را وتلي دودونه له ځان سره حل کړي خو بیا هم لازمه ده چې د هوا دککړتیا په مخنیوي کې هروګړی د خپل توان په اندازه ونډه واخلي ، له نیکه مرغه چې اوس نه یوازې د کابل ښاروالۍ بلکې د نورم ستندرد ، دادارې مسؤلینوهم د چاپېریالي هوا په کنترول اوله ککړتیا یې په مخنیوي کې بریالي شوي هم دي ځکه هغه بی کیفیته وارداتي تیل چې چاپیریال ککړوي اود وژونکوناروغیوسبب کیږي په بندرونو کې کنترول او هره ورځ اوروو چې دې ادارې د لسګونووسایطوآلوده تیل بېرته دهغه اصلي مرجع ته ورمسترد کړي دي ککړتیل نه یوازې په ژمي بلکې په اړوي کې هم د چاپېریال د ککړتیا سبب کېږي ترڅنګ یې د وسایطو د ماشینونود عمرد کموالی سبب هم کیږي ، د چاپیریال ساتنې اوپه تیره بیا د ککړې هوا د اضرارو په اړه ، عامه پوهاوی بل په ځای اقدام دی چې باید د رسنیوله لارې وشي چې دغه نیک اقدام نه یوازې د خپرونو، بلکې لازمه ده چې د پوهنې وزارت یې د ښوونځیوپه نصاب کې هم د یوه درسي مضمون په توګه شامل اوتدریس کړای شي چې دا به د چاپیریال ساتنې سره لویه مرسته وي ، چاپېریالي ککړتیا نه یوازې د ژوند د چاپېریال الودګي ده ، بلکې (نوري او صوتي) ککړتیا هم د انسان روغتیا ګواښوي که چیرې له مصنوعي نور سره سم اوستندرد چلند ونشي څرګنده ده چې (نوري) ککړتیا به را منځ ته کیږي چې دا ککړتیا د لومړي ځل لپاره له نن څخه څه کم څلویښت کاله د مخه د ایتالیا ختیځې اروپا آمریکا او استرلیا دهېوادونو لخوا د څیړونکو لخوا داسې وپیژندل شو چې دشپې لخوا د رڼایی د ډیروالی په وجه هم انسانانو ته زیا ن رسونکې ستونزې جوړېدای شي دا څیړنه چې له امله یې په ۱۹۹۵ کال په ایتالیا کې دنوري ککړتیا د مخنیوي په اړه غونډه جوړه اودا موضوع پکې تصویب شوه چې موږ د ګروپونو رڼا ته دومره اړتیا لرو چې د مناسب ځلېدو په زاویه زموږ دناستي چاپیریال روښانه کړي نه داچې زموږ پرسرترآسمان پورې ولاړه فضا ټوله رڼا کړي ځکه ددې مصنوعي نوربد اثرات د ماورای بنفش له اشعې تیریږي چې په نتیجه کې نورزموږ سترګو ته لوړزیان رسوۍ همدارنګه له اړتیا ډیرنورد سترګود ځلېدو اوخسته کېدوسبب هم کیږي .

د ژوند دچاپیریال درېیمه ستونزه دغږیزچاپیریال ککړول دي ، چې څوک ورته پاملرنه نکوي ځکه یو شمیرچلوونکي پرته له دې چې ټولنیز نزاکت په پام کې ولري بې اړتیا اوبې وخته هارنډونه کوي او یا هم کله ناکله د ښارپه سړکونودومره ترافیکي اذ دهام جوړشي چې له خلکولاره ورکه کړي او یودبل غږ سم نه اوري لکه اوس چې د کابل ښار په مرکزي برخه پل باغ عمومي ، منډوي او شادو شمشیره کې په سړکونه دخلکواو وسایطو له لاسه دومره ګڼه ګوڼه را منځ ته شوې چې سړی خپل غږهم نه پکي اوري چې دا د غږیږ چاپیریال تر ټولو ناږړه ککړول دی او ددې مخنیوی هم لازم او ضروری دی . د انسان بدن ته دسترګو ، غوږونو، پزې ، لمس او لنده داچې د ټولو حواسو څخه ضرررسیږي او آسیب پذیرکیږي انسان هغه مخلوق دی چې د تنفس لپاره پاکې هوا ، دتغذیې لپاره پاکو خوړو د اوسېدلو لپاره پاک ماحول د ژوند لپاره چوپ او خوندي چاپیریال ته اړتیا لري اوهمدارنګه سترګې هم د یوه ناوړه شي په لیدو سره ذهن او مغز اغیزمن کولای شي او پزه د یوه نامطلوب بوی له امله دماغ ترمنفي اغیزلاندې را وستی شي چې زموږ په ملک کې هره شیبه له دغه ستونزو سره مخ کیږو ، نولازمه ده چې د پورته ټولو ستونزو کنترول د حکومت او ملت لخوا په همغږی سره تر سره شي څو چې انسان ته سرخوږی نه وي جوړشوي .

حیا ت الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *