افغانستان

پروېز مشرف له يوې اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ

د پاکستان پخوانی پوځي مشر، پروېز مشرف په دوبۍ کې له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو.

د پاکستان پخوانی پوځي مشر، پروېز مشرف په دوبۍ کې له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو.

د پاکستان پوځ پرون یکشنبه په اعلامیه کې د مشرف مړینه خواشینوونکې بللې او په دې اړه یې خواخوږي ښوولې ده.

مشرف په ۱۹۹۹م کال کې د سپینې کودتا په نتیجه کې قدرت په لاس کې واخیست او له ۲۰۰۱ څخه یې تر ۲۰۰۸م کاله پورې د پاکستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

جیو تلویزیون وايي هغه وروسته له دې روغتون ته یووړل شو چې حال یې نازک شو. مشرف په نوي ډیلي کې زېږېدلی او کورنۍ یې له ملیونونو نورو هندي مسلمانانو سره د هند د جلا کېدو په مهال نوي جوړېدونکي هیواد پاکستان ته مهاجره او په کراچۍ  کې مېشته شوه. ده د کراچۍ په سنټ پاتریک ښوونځي کې له لومړنیو زده کړو وروسته په کراچۍ کې د پاکستان په پوځي اکاډیمي کې زده کړې وکړې. په ۱۹۶۴ کې له اکاډیمۍ تر فراغت وروسته په پوځ کې شامل شو.

پر امریکا د سپټمر د یوولسمې حمله داسې وخت وشوه، چې مشرف په واک کې و. مشرف په ۲۰۰۱ کې په نیویارک او واشنګټن کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې له بریدونو وروسته د امریکا متحد شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *