افغانستان

د زابل په ٣ ولسواليو کې روغتیایي کلینیکونه فعالېږي

د زابل د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په شاجوی، نوبهار او مېزانې ولسوالیو کې د (يو.ان.پي) موسسې په مالي لګښت روغتيايي کلينيکونو فعالېږي، چې خلکو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د زابل د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په شاجوی، نوبهار او مېزانې ولسوالیو کې د (يو.ان.پي) موسسې په مالي لګښت روغتيايي کلينيکونو فعالېږي، چې خلکو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د ياد ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د زابل په ۳ ولسوالیو کې د (يو.ان.پي) موسسې په همکارۍ روغتیايي مرکزونه فعالوي چې په دې سره به د سیمې د اوسېدونکو شته ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده، چې د (يو.ان.پي) موسسه په دغه ولایت کې ٣ فعال کلينيکونه لري، چې خلکو ته روغتيایي خدمتونه وړاندې کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن