سیاسی

لويو قدرتونو لا د ماينونو د ممانعت تړون نه دی لاسليک کړی

پنځه ويشت کاله وړاندې د کاناډا په اوټاوا کې د ماينونو جوړولو، پلورلو، زېرمه کولو او د ماينونو د کارولو د ممانعت نړيوال تړون لاسلیک شو، خو بيا هم له دې سره سره د همدغو قدرتونو او هېوادونو له خوا د انسانانو د ژوبلو او وژلو لپاره ماینونه جوړيږي. هر کال د ماينونو د چاودنو ګڼ شمېر قربانيان ملکي وګړي او په تېره بيا ماشومان دي.

پنځه ويشت کاله وړاندې د کاناډا په اوټاوا کې د ماينونو جوړولو، پلورلو، زېرمه کولو او د ماينونو د کارولو د ممانعت نړيوال تړون لاسلیک شو، خو بيا هم له دې سره سره د همدغو قدرتونو او هېوادونو له خوا د انسانانو د ژوبلو او وژلو لپاره ماینونه جوړيږي. هر کال د ماينونو د چاودنو ګڼ شمېر قربانيان ملکي وګړي او په تېره بيا ماشومان دي.

د ماينونو د ممانعت نړيوال تړون د ۱۹۹۷ کال د دسمبر په ۳يمه او ۴مه نېټه د کاناډا په اوټاوا کې لاسليک شو. هغه وخت په دغه تړون باندې ۱۲۱ هېوادونو لاسليک وکړ چې د دغه لاسليک اوس ۲۵ کاله پوره شول. دغه تړون ته «د اوټاوا تړون» په نامه يادېږي.

د معلولينو د نړيوال سازمان «هېنډي کېپ» د سياسي څانګي رييسه ايفا ماريه فيشر وايي چې تر اوسه د نړۍ  ۱۶۴ هېوادونو چې تقريباٌ د ټولو هېوادونو ۸۰ سلنه کېږي، د اوټاوا پر تړون لاسليک کړی دی. خو د هغه باوجود دمګړۍ بيا هم د نړۍ په زياتو جګړو کې ماينونه ډېر استعمالېږي.

د ماينونو د بنديز لپاره مبارزه کوونکي، د ماينونو د څار نړيوال سازمان چې هېنډي کېپ يې هم غړی دی وايې چې په ۲۰۲۱ کال ۵۵۴۰ انسانان د ماين چاودنې په پېښو کې ژوبل شول چې ورڅخه ۲۱۸۰ د زخمونو له کبله مړه شول. خو کارپوهان اټکل کوي چې هر کال د ماينونو د چاودنو په پېښو کې د قرباني انسانان شمېر ښايي تر هغه ډېر زيات وي چې ثبت شوی وی. په يادو قربانيانو کې نيمايي يې ماشومان وو. د ياد سازمان د راپور له مخي په ۲۰۲۱ کال د ماين چاودنې تر ټولو زيات قربانيان په سوريه کي وو چې شمېر يې ۱۲۳۰ ؤ. پر دويم نمبر تر ټولو زيات قربانيان په افغانستان کې وو چې شمېر يې ۱۰۷۰ ثبت شوی دی.

تر اوسه لا ډېر داسي هېوادونه شته چې د ماينونو د ممانعت پر تړون يې لاسليک نه دی کړی. د فيشر په وینا په دغو کې د نړۍ لوی قدرتونه لکه د امريکا متحد ايالتونه، روسيه او چين هم شامل دي. دا هغه هېوادونه هم دي چې تر ټولو زيات ماينونه توليدوي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د مارچ په مياشت کې پر روسيې نيوکه وکړه، چي په اوکراين کي يې انسان ضد ماينونه کارولي دي. د ماين ضد سازمان په وينا په دې ترڅ کې د ماينونو ۷ بېل ډولونه کارول کېږي. د دغه سازمان په وينا د ۲۰۲۲ کال په لومړيو ۹ مياشتو کې د ماين د قربانيانو شمېر ۲۷۷ و.

د فيشر په وينا د هغو هېوادونو تر څنګ چې لا تر اوسه يې د ماينونو د ممانعت تړون نه دی لاسليک کړی، داسې غير دولتي ډلې هم شته چې په پراخه اندازه ماينونه کاروي. د هغې په وينا دغه وسله والې ډلې د غيردولتي ډلو په حيث په هېڅ نړيوالو تړونونو نه وي مکلف شوي. فيشر زياته کړې چې په ۲۰۲۰ کال په ټوليزه توګه تر ۷۰۰۰ څخه زيات تنه د ماينونو قربانيان شول. د هغې په وينا د دغه په پرتليزه توګه جګ شمېر يوه وجه د کرونا ضد محدوديتونه هم وو. د هغې په وينا د کرونا د محدوديتونو له کبله د ماين پاکولو او د قربانيانو د درملنې په برخو کې فعاليت محدود شو.

په افغانستان کې هم هر کال گڼ شمېر انسانان د ماينونو قرباني کېږي.

له دې مخکي چي د ۱۹۹۹ عيسوي کال د مارچ په لومړۍ نېټه د اوټاوا تړون پلی شي، د دغه تړون د رامنځته کېدو لپاره پراخه مبارزه وشوه. د دغه تړون تر لاسليک وروسته بعضې لاسليک کوونکو هېوادونو د ماينونو خپلي زېرمي له منځه يووړې.

فيشر وايي چې د سړي ضد ماينونه په زياترو مواردو کې انسانان وژني نه، بلکې هغوی ژوبلوي. د هغې په وينا ماينونه د دې لپاره جوړېږي چي عسکر ژوبل کړي او په دې توګه د هغوی تر وژلو زيات قوتونه په مصروف او په دې توګه زيات تاوان رامنځته کړي. ماينونه زياتره وختونه تر جګړو وروسته ځکه يوه لويه ستونزه وي، چې ولسي خلکو ته لوی ګواښ جوړوي. د فیشر په وينا له همدې کبله دا لا زياته مهمه ده چې د ماينونو د پاکولو لپاره په چټکۍ سره اقدام وشي. د هغې په وينا البته هغه ډول ماينونه چې اشخاصو پخپله جوړ کړي وي، د هغوی پاکول ډېر سخت کار دی. هغه وايي: «پخپله جوړ کړل شوي ماينونه هر وخت او هر چېرې چاودنه رامنځته کولای شي. د دا ډول ماينونو د جوړولو لپاره کومه معلومه نقشه او پلان نه وي.»

فيشر وايي چې د ماينونو او چاودېدونکو وسلو پر ضد مبارزه نه يوازي د هغوی د پاکولو يا د قربانيانو د بدن لپاره د بدن د مصنوعي غړو د جوړولو فعاليت نه دی، بلکې د هغې په وينا له ماينونو څخه مځکه بايد پاکه کړل شي او دغه پاکه مځکه بايد ولس ته وسپارل شي چې دا هم د ماين ضد مبارزې يوه مهمه برخه ده. د اوټاوا د تړون لاسليک کوونکي هېوادونه نه يوازي دا چې د ماين نه جوړولو، نه خرڅولو، نه زېرمه کولو، د ماينونو د له منځه وړلو او په نه لېږد مکلف دي، بلکې هغوی بايد چې د ماينونو د پاکولو او د قربانيانو سره د مرستو لپاره هم هلي ځلي وکړي. د اوټاوا د تړون د لاسليک کېدو څخه ۲۵کاله وروسته لا هم ماينونه جوړېږي او په بحراني سيمو کې ورڅخه کار اخيستل کېږي.

ځمکني ماينونه يو ناوړه ميراث پر ماينونو د بندیز پر هڅو سربېره د نړۍ تر۵۰ په زياتو هېوادونو کې اوس هم په میليونونو ماينونه ښخ دي. دا ماينونه هره ورځ د انسانانو ژوند ګواښي. په ټوله نړۍ کې تر لس ميليونه زيات ماينونه، په دې اړه دقيق معلومات نه شته چې په ټوله نړۍ کې څومره ماينونو لا ښخ دي. خو اټکل کېږي چې دا به يو ميليون وي. د جنګونو دا پاتې شونو له لاسه د انسانانو ژوند ګواښل کېږي. د «اوتاوا تړون» يا په اصطلاح د اوتاوا کنوانسيون چې د ماينونو پر کارولو، ساتلو، توليد او تجارت بنديز لګول غواړي، ۱۶۲غړي لري.

«ماين چاودونکی» په راتلونکې کي د ماين پاکۍ آله

ګل ته ورته د ماين پاکۍ دا آله د باد په زور چلېږي: د «ماين چاودني» په نوم دا آله يوه افغان مسعود حسيني، چې په هالند کې ژوند کوي، جوړه کړې ده. دا ګردي شکل لرونکي ۱۷۵ پلاستيکي غابونه لري چې د باڼس په اوږدو لرګو پورې تړل شوي دي. دا آله په ساحو کې د باد په زور چليږي او ماينونو چوي.

ماين چاودنونکی: «د باد په زور د ماينونو شنډول»

حسيني ته د «ماين چاودونکی» جوړولو فکر د لوبو د هغه شي ور پيدا شو چې ده ورسره په ماشوماتوب کې لوبې کړي وې او دا هم په باد چليده. د هالند د دفاع وزارت په برکت دا آله اوس په آزمايښتي پړاو کې ده او لا پراختيا ورکوله کيږی. د څيړونکو يوه ډله دمګړۍ د دې ډيزاين په ښه کولو بوخته ده څو دا آله نه يوازې لا پسې خوندي شي، بلکې په هر ډول ساحو کې ښه کار ورکړي.

ماين شنډوونکی ډرون

حسيني (ښي اړخ ته) د يوه «ماين چاودني بې پيلوټه الوتکې» په جوړولو هم بوخت دی چې ماينونه به د يوه سنسور په مرسته کشفوي او د يوه بازو په واسطه به يې يوه خوندي ځای ته انتقالوي او هلته چاودنه ورکوي. د حسيني په حواله دا اختراع چې لا اوس په آزمايښتي مرحله کې ده د اوسنيوو تخنيکونو په پرتله ډېره چټکه او ارزان بیه ده.

ماين موندونکي مږي

د بيلجيم يوه غیر دولتي موسسه ماين موندونکې مږي روزي چې په ډېرو هېوادونو کې به ترې د ماين پاکۍ په برخه کې کار واخيستل شي. مږې چې ډېر ښه شامه حس لري، د ټي اين ټي د چاودېدونکې مادې د موندلو روزنه ورته ورکول کېږي. دا کار به ماين موندنه چټکه کړي. د «اپودو» په نامه دې اين جي او وېيلي چې د ماين موندلو په ترڅ کې تر اوسه يوه مږه هم نه ده تلف شوې.

ماين موندونکی د خپل کار په جريان کې

نه يوازې مږې د ماينونو له پاره ښه پوزه لري، بلکې سپي هم دا کار په ډېر ښه شان سره کولای شي. تر څو مياشتنۍ روزنې وروسته سپي چاودېدونکي مواد کشفولای شي. «مارشل ليګيسي انستيتوت» په لومړي ځل په ۱۹۹۹م کال کې د سپیوو دا پروګرام رامنځته کړ. له هغه راهيسې د سپیوو په مرسته کابو ۴۵ مربع کيلومتره مځکه خوندي شوې ده. دمګړۍ په ټوله نړۍ کې تر۹۰۰ زياتو سپیوو څخه د ماين پاکۍ په برخه کې کار اخيستل کېږي.

د ماينونو پر ضد جنګي آلاتو استعمال

دا ماشين داسې ښکاري لکه يو ټانک او تريشل چې سره يو ځای کړل شوي وي او دا کار هم همداسې کوي. د «آردوارک» په نوم د ماينونو شنډولو دا ماشين له ۷۲ زنځيرونو سره په مځکه کې ښخو ماينونو ته چادونه ورکوي، بې له دې چې ماشين ته زيان ورسي.

ماينونه تر ډېرې مودې فعال وي

ماينونه چې يو ځل په مځکه کې ښخ کړل شي، تر۵۰ کالو هم زياته موده فعال پاتې وي. په دې ترتيب ماينونه د مهاجرو او بې ځايه شويو بېرته ستنېدو پروسه هم ورو کوي او تر جنګونو وروسته د بيارغونې او پراختيا مخه هم نيسي.

د ټول عمر ټپونه

اوس يوازي په ۱۱ هېوادونو کې چې چين او روسيه هم پکې شامل دي، ماينونه توليدېږي. د ماينونو پر ضد مبارزه کې يو ستر ګام د اوتاوا کنوانسيون له عملي کېدو سره پورته کړل شو. خو تر څو چې ماينونه په مځکو کې پراته وي او انسانان وژني او معلولوي یې، زموږ په مخکې لا ډېرې ستونزې پرتې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *