اخبارافغانستان

د “قرآن عظیم الشأن  د نزول جشن” تر نامه لاندې مراسم ترسره شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خلکو فرهنګ رياست، د خپلو سمینارونو او برنامو په دوام، پرون  د روژې مبارکې میاشتې د ۲۷مې په درناوي د “قرآن عظیم الشأن  د نزول جشن” تر نامه لاندې مراسم ترسره کړل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د کابل په بابر بڼ کې جوړه شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل چې، که رمضان المبارک دی او که عظيم الشأن  قرآن؛ دا د اسلامي امت د وحدت، د مسلمانانو د انسجام او د هغوی ترمنځ د اخوت او ورورولۍ او همدارنګه د الهي عبادتونو پيغام له ځان سره لري او مسلمانان بايد سره متحد واوسي او له اختلافاتو څخه ډډه وکړي.

هغه زياته کړه چې قرآن عظيم الشأن  نه يوازې د نړۍ د مسلمانانو لپاره، بلکې د ټول بشریت لپاره واضح پيغام لري چې هغه د وحدت او يووالي پيغام دی.

د چارو ادارې عمومي رئيس شيخ الحديث نورالحق انور هم په خپلو خبرو کې، قرآن‌کريم د انسان لپاره يو معتبر قانون او دستور    وباله او ويې ويل چې قرآن عظيم الشأن  د بشريت لپاره د الله (ج) هغه جامع قانون دی چې د انسان د ژوندانه په ټولو برخو کې بېلابېلې برنامې او حل لارې لري.

هغه زياته کړه چې قرآن‌کريم د الله تعالی (ج) هدایت دی چې مسلمه امت مستقيمې لارې ته لارښوونه کوي او د قرآن عظیم الشأن  تر نازلېدو مخکې چې ظلم، بربريت او بې حيايي اوج ته رسېدلې وه؛ دا ټول د دغه سپېڅلي کتاب په نازلېدو سره ختم شول او د اخوت او ورورولۍ فضا رامنځته شوه.

همدا رنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معين شیخ عزيزالرحمن منصور، د قرآن کریم پر مقام او فضيلت خبرې وکړې او قرآن يې هغه رڼا وبلله چې په نړۍ کې تر هغه ښه رڼا نشته.

هغه زياته کړه چې د قرآن عظيم الشأن  درناوی د ټولو ديني وجيبه ده او که څوک له الله (ج) عزت غواړي؛ نو باید له قرآن‌کريم سره خپل تعلقات ټينګ وساتي او د دغه سپېڅلي آسماني کتاب د حفظ ترڅنګ، ترجمه او تفسیر يې هم زده کړي.

د مراسمو په دوام، د يو شمېر حافظانو او قاريانو له خوا د قرآن عظيم الشأن  د «حسن قرائت» برنامه ترسره شوه.

د مراسمو په پای کې، د مسئولينو له لوري، د خطاطۍ او انځورګرۍ نندارتون پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د هېواد د يو شمېر هنرمندانو بېلابېل هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *