افغانستان

يوه ماشومه له پلورلو وژغورل شوه

دوه ورځې وړاندې د ننگرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې يوه ماشومه د دوه لکه شــــــــل زره روپيو قرض په بدل کې د پلار له لوري پلورل کيدله چې د امر بالمعروف نهى عن المنكر اوشکايتونو اوريدلو وزارت له لوري يې مخه ونيول شوه .

دوه ورځې وړاندې د ننگرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې يوه ماشومه د دوه لکه شــــــــل زره روپيو قرض په بدل کې د پلار له لوري پلورل کيدله چې د امر بالمعروف نهى عن المنكر اوشکايتونو اوريدلو وزارت له لوري يې مخه ونيول شوه . ياده ماشومه د فوزيې په نوم د جاويدالله لور وه او د اچین ولســـــــوالۍ دبل اوسيدونكي رحمان ولي له لوري د ماشومې پر پلار دوه لکه شـل زره قرض و چې په بدل کې يې ماشومه ترې بيوله خو د امر بالمعروف نهى عن المنكر أو د شکايتونو اوريدلو وزارت د مسئولينو له لوري يې مخه ونيول شوه . دواړه لوري تيره ورځ کابل ته راوغوښتل شول او د یاد وزارت درهبري له لوري رحمان ولي ته خپلې روپۍ ورکړل شـوې ، ماشـومې ته جامې او نور د اړتيا ور توكي واخيستل شول او پلار ته يې څه خرچه د کور لپاره هم ورکړل شوه . سرپرست وزیر و ویل که راتلونکي کې څوک د پیسو په بدل کې اولاد پلوري اخيستونکي او خرڅوونکی به دواړه محکمې ته معرفي كيږي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *