افغانستان

بلخ کې د لاسي صنايعو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنۍ نندراتون جوړ شو

د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف کې د کار نړۍوال سازمان په مرسته د ام‌البلاد په نوم د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو، چې ددغه نندارتون مراسمو په پرانیستلو کې د بلخ مرستیال والي حاجي مولوي نورالهادي ابوادریس، د بلخ د صنايعو او معدن رئیس امام الدین سنایع زاده، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس اسدالله اسدي، د ترکیې او ایران هېوادونو قونسلګرانو او ګڼ شمېر مسؤلینو او صنعتکارانو ګډون درلود.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف کې د کار نړۍوال سازمان په مرسته د ام‌البلاد په نوم د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو، چې ددغه نندارتون مراسمو په پرانیستلو کې د بلخ مرستیال والي حاجي مولوي نورالهادي ابوادریس، د بلخ د صنايعو او معدن رئیس امام الدین سنایع زاده، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس اسدالله اسدي، د ترکیې او ایران هېوادونو قونسلګرانو او ګڼ شمېر مسؤلینو او صنعتکارانو ګډون درلود.
یاد نندراتون چې د کار نړۍوال سازمان په مرسته او د صنايعو او معدن ریاست په همغږۍ د کورنیو تولیداتو او په هېواد کې له پانګونې څخه د ملاتړ په موخه جوړ شوی، پکې نږدې ۹۰ لویو او وړو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړ، چې په دغه نندارتون کې ډېری غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې، یو شمېر ښځو پکې په خپل لاس جوړ کړي توکي نندارې ته وړاندې کړل.
ددغه مراسمو په پیل کې د بلخ مرستیال والي حاجي نورالهادي ابو ادریس په داسې حال کې چې ټولو ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ویلو سربیره وویل: چې د افغانستان اسلامي امارت په راتک سره ټولو صنعتکارانو او سوداګرو ته د کار کولو او پانګونې ښه زمينه برابره شوې، دمګړۍ په ټول هېواد کې بشپړ امنيت ټينګ دي نو هغه سوداګرو چې د هېواد څخه بهر دي راشي خپل دننه هېواد کې پانګونه اچونه وکړي، ابودریس په دغه نندارتون کې د ښځو د ګډون هرکلی وکړ او د ښځو څخه یې وغوښتل چې په ټولو برخو کې شرعي او اسلامي حجاب مراعت کړي، نوموړی زیاته کړه چې ښځې تل په دغه شان نندارتونونو کې ګډون کولاى شي، تر څو زمونږ د هيواد سوداګري يې وده وکړي او خود کفايي ته ورسيږي.
همدارنګه د افغانستان په شمال کې د کار نړۍوال سازمان (ILO) مشره زواتي صورتي په یاد نندارتون کې د سوداګرو ښځو ګډون لویه بریا وبلله او ويې ويل چې د کار نړۍوال سازمان په افغانستان کې د کوچنیو سوداګریو د بقا په ځانګړې توګه د ښځینه سوداګرو ملاتړ کوي او ډاډ ورکوي چې دغه سازمان به د افغانستان تر څنګ ودرېږي.
په همدې حال د بلخ د صنایعو او معدن خونې رییس امام‌الدین سنایي‌زاده وويل: چې دغه نندارتون د افغاني تولیداتو د پېژندنې په موخه جوړ شوی او څلور ورځې به دوام ولري، سنایي‌زاده همداراز زیاته کړه چې د اسلامي امارت تر واکمنیدو وروسته د سوداګرو ډېری ستونزې حل شوي، د صنعت د مالياتو په برخه کې د پام وړ کموالي رامنځته شوې او افغانستان ته د خامو موادو د قاچاق مخه هم نیول شوې ده.
بلخوا، د بلخ د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې ريیس اسدالله اسدي هم د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د صنعت او سوداګرۍ د ودې لپاره مهم ګڼي او وایي، هڅه کوي چې د ورته نندارتونونو په جوړولو سره د ځینو نړۍوالو سازمانونو پام افغاني توليداتو ته را واړوي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو ١١ میاشتو کې په بلخ ولايت کې دویم لوی نندارتون دی چې د ښځو په ګډون یو شمېر سوداګر او پانګه‌وال پکې خپل لاسي توکي او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *