اخبارگزارش

په ترکیه کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند

انیس: د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په ترکیه کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه خپاره شوي رپوټونه تاییدوي او وايي، چې دوی ته هم په دې اړه خبرونه رارسېدلي دي.

په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو په تړاو د شته اندېښنو سره سره، په دې وروستیو کې په ترکیه کې هم د افغان کډوالو پر وړاندې د وضعیت له سختېدو رپوټونه خپرېږي او په بېلابېلو ښارونو کې ترکي مامورین د دوی په لټه پسې راوځي، له پوښتنو ګروېږنو وروسته که د اوسېدو اسناد و نه لري، نیسي او له څو میاشتو زنداني کولو وروسته یې په اجباري ډول شړي.

د رپوټونو له مخې، ویل کېږي چې د ترکیې په دغو توقیف خونو او پنډغالو کې ساتونکي له افغان کډوالو او پناه غوښتونکو سره ناوړه چلند کوي او په داسې شرایطو کې یې ساتي، چې انساني اصول یې نه اجابوي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني انیس ورځپاڼې سره په خبرو کې دغه رپوټونه تابید کړل او ویې ویل، چې دوی ته هم په ترکیه کې له افغان کډوالو سره د پولیسو له لوري د کډوالو د بندي کولو او ناوړه چلند رپوټونه رسېږي.

هغه وویل: «مونږ خبرېږو چې هلته ډېری افغانان د ترکیي پولیسو له لوري نیول کېږي او په داسې زندان ډوله کمپونو کې ساتل کېږي، چې د ژوند هیڅ اسانتیا ور ته نه وي برابر شوي، ناوړه چلند هم ورسره کېږي او مونږ دا ستونزې له ترکي چارواکو سره شریکې کړي».

د ښاغلي حقاني په وینا، په دې تړاو یې په کابل کې وخت نا وخته د ترکيې سفیر په ګډون له نورو ډیپلوماټانو سره ناستې کړي او د کډوالو وزارت چارواکو هم دغه هېواد ته په خپل سفر کې له نژدې د افغان کډوالو ستونزې اورېدلي او د ترکيې له چارواکو سره یې شریکې کړي دي خو زیاته یې کړه، چې تر اوسه په دې اړه له مقابل لوري سره کوم تفاهم لیک نه لري.

نوموړي ټینګار وکړ، هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه ستونزې هوارې کړي او په خبره یې، مني چې وګړي یې له غیر قانوني لارو ورغلي خو د ترکیې له حکومته غواړي، چې د دوی د مجبوریتونو په اساس دې دغو افغانانو ته هلته د کار اجازه ورکړی شي.

افغان کډوالو سره په نورو هېوادنو او سرحدي لارو کې د زور زیاتي او ناوړه چلند موضوع که څه هم له مخکې راشروع ده خو شاوخوا له نیمې لسیزې راوروسته په دې اړه خپرېدونکي خبرونه بوږنونکي دي.

په دغې موده کې پر خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورنو کې د افغان کډوالو پر بدنونو د شکنجې او ربړونې نښې لیدل کېږي او ان ویل شوي، چې کله کله خو د هېوادونو د پوله ساتونکو له لوري په ډزو کې وژل شوي هم دي.

څه وخت مخکې، ها خوا اروپا ته د تلونکو کسانو له ډلې په ترکیه کې نیول شوي د صمیم په نوم افغان کډوال انیس ورځپاڼې ته د ترکي پولیسو له لوري او هلته په زندان ډوله پنډغالي کې د وخت تېرولو دردونکې کیسه وکړه او ویې ویل، چې نیول شویو کډوالو سره هیڅ ډول انساني چلند نه کېږي.

صمیم وویل: «کله چې مونږ ونیول شو، په ځمکه څملولي و، بیا په یو معمولي لباس کې یو کثیف زندان ته انتقال شو. په وینو ککړې کمپلې درکوي او د تعذیبولو لپاره ایسي چالان کړي، تر څو مجبور شې چې دغه کمپل واغوندې. او غالباً په کمپلو د خارښت لګېدو دوا وهي او بیا په بدن دانې راخېژوي. ډوډۍ او خواړه په هغه اندازه وي چې یوازې ژوندی دې وساتي اغه هم د خوړو وړ نه وي، له درد او ناروغۍ به مرې خو درمل نه درکوي، آن په لوی لاس د ناروغېدو درمل درباندې کاروي».

د ده په خبره، له نیول شویو کډوالو په ځانګړي ډول افغانانو سره داسې سلوک کوي، چې که خوښه یې هم نه وي؛ پخپله د ډیپوټ کېدو غوښتنه وکړي، «زه پخپله د دانو او خارښت له تکلیفه، شپږ ورځې د دې عرض لپاره ورتلم چې ډیپوټ مې کړي».

صمیم وویل، چې په توقیف خونو او زندانونو کې نیول شوي ټول کډوال د دې لپاره ساتي، چې مالي امتیاز پرې تر لاسه کړي.

له افغانستان څخه د بېلابېلو لاملونو له وجهې تښتېدلي او اروپا ته د ښه ژوند او پیسو ګټلو په لټه کې د ډېری افغان کډوالو د مهاجرت اصلي لار ایران او بیا ترکیه ده خو ډېری کسان یې له نیمې لارې بېرته راشړل کېږي.

عبدالمطلب حقاني وویل، چې د کډوالو او بهرنیو چارو وزارتونو په ګډه همغږۍ که څه هم د تېر کال په لومړیو کې له ترکیې د کډوالو راشړلو لړۍ تر څه وخته ځڼډېدلې وه خو یوازې د تلې/میزان له میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۳ زره افغانان له ترکیې څخه په جبر او زور راایستل شوي دي.

ترکیه له خپل هېواده د ناقانونو کډوالو د ایستلو لوی دلیل د خپلو پولو خوندي کول بولي او وايي، چې د دې کار لپاره به د غیر قانوني کډوالۍ پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي او د یو عمومي پروګرام پر بنسټ به د افغانانو په ګډون ټول ناقانونه کډوال وباسي.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *