اجتماعیمقالات

 د کتاب اومطالعې سره د ماشومانو لېوالتيا د هغوی د ودې لامل ګرځي

 

د وري ۱۴ مه،چې د زېږديز کال له دويمې سره سمون لري دماشوم کتاب نړيواله ورځ ده.دغه ورځ هرکال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پرتمينو غونډو په ترسره کولو سره لمانځل کېږي.د نن ورځې ماشومان ځوانېږي او د هېوادراتلونکې په دوی پورې تړاو پيداکوي.که چېرې د ماشومانو روزنې اوښوونې ته پاملرنه وشي هرومرو په راتلونکې کې خپل هېواد د ښوو اوسنجول شويو پلانونو په رڼا کې هوسا او آبادولی شي.د کتاب اومطالعې سره د ماشومانو لېوالتيا دهغوی د ودې لامل ګرځي.د ماشومتوپ په پړاوکې ماشوم کولی شي په زرهاوو کليمې زده کړي؛خو لويان دا توان نه لري،ځکه د ماشوم ذهن او ماغزه د زده کولو لپاره غښتلي وي.د ماشوم دکتاب نړيواله ورځ هم د همدې لپاره منځته راغلې،چې ماشوم معياري زده کړه او مطالعه وکړي،چې د راتلونکې زده کړې لپاره ورته لاره هواره شي.دا،چې ماشوم د ودې ، زده کړې اومطالعې سره لېوالتياپيداکړي د لومړي ځل لپاره ماشوم ته دکيسې ويلو فکر ليکوال هانس ګريستن اندرسن ۱۸۳۵ـ۱۸۷۲ له خوا منځته راغی؛خو په۱۹۶۷ زېږديز کال کې د ماشوم کتاب نړيواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ومنل شوه.له يادتاريخ وروسته د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دماشوم کتاب نړيواله ورځ د غونډو په جوړولو سره لمانځل کېږي.ژبې ته پراختياورکول له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده،چې پرته له هغې موږ نه شوکولی پرمختګ وکړو.هغه په دې برخه کې ډېرزحمتونه وګالل او په دې بريالی شو،چې څوټوکه کتابه دماشوم د ودې په هکله وليکي.د ماشوم نړيواله ورځ د ماشومانو او تنکيوځوانانو په منځ کې د کتاب لوستلو،سولې او تفاهم ته رسېدل د هغوی د ادبياتو ښه کول او د نورو ولسونو له ادبياتو سره بلدکېدلو پرمحور راڅرخېږي.زموږ په هېواد کې هم د ماشومانو کتاب نړيواله ورځ په ځينو ښونځيو کې لمانځل کېږي؛خو څرنګه چې د ماشومانو هيله او غوښتنه ده هغسې نه لمانځل کېږي.د پوهنې وزارت دنده لري،چې د ماشومانو د ښې ودې لپاره ګټور او د نننۍ زمانې د غوښتنو سره برابرپلانونه جوړ او يو په بل پسې يې پلي کړي.د دې لپاره،چې يوه ټولنه وده او پرمختګ وکړي اړينه ده،چې د ماشومانو د روزولو لپاره ښه شرايط منځته راوستل شي.څرنګه،چې زموږ هېواد څلورلسييزو جګړو ځپلی او ماشومان يې وروسته پاتې شوي دي، له کتاب اومطالعې سره لېوالتيا کمزورې شوې ده.د ماشوم کتاب نړيواله ورځ موږ ته داراښيي،چې دولتونه او خصوصي سکتور،چې د دولت سره موازي کاراوفعاليت کوي ماشومانو ته پاملرنه واړوي،چې له کتاب اومطالعې سره لېوالتيا پيداکړي.که چېرې موږ د ګاونډيو هېوادونو پوهنيزسيستم ته څيرشو په خپلو ټولو ولايتونو کې يې خپلو ماشومانو ته پرمختللي او د عصرله غوښتنې سره سم کتابتونونه د مطالعې لپاره برابرکړي دي.ماشومان په مينې سره دغو کتابتونونو ته د مطالعې اولوستلو لپاره ورځي او خپل معلومات او پوهه ډېروي، هېره دې نه وي،چې د خپلو کورنيو او ښوونکو په هڅونه سره داکارترسره کېږي.اوس زموږ په هېواد کې تعليم اوتحصيل د ګاونډيو هېوادونو په پرتله کمزوری روان دی،ځکه دماشومتوب په پړاوکې درنو کورنيو او ښوونکو د ناوړه اقتصادي او نورو شرايطو له امله د ماشوم زده کړې ته پاملرنه نه ده کړې.داحقيقت هم له نظرڅخه نه شو غورځولی،چې ښه او پوه ښوونکي،زده کوونکي او محصلين لرو،چې دوی ډېرزياراېستلی اوځانونه يې د پوهې اوتجربې لوړپوړ ته رسولي او اوس په مهمو ځايونوکې دنده ترسره کوي،خو د دغو عزيزانو شمېر لږ دی .بياهم موږ خپله خبره تکراروو،چې هغه مهال هوساينې او پرمختګ ته رسېدلی شو،چې دخپل هېواد دماشومانو لپاره د معياري اوستندرد تعليم زمينه برابره کړو.زموږ ګاونډيو هېوادونو،چې پرمختګ کړی دی له ماشومتوبه يې خپلو زامنو اولوڼو ته شرايط اوامکانات برابرکړي دي.له دغه پړاو وروسته ماشومان د زده کړې لاره خپله پيداکولی شي او کله،چې له ښوونځيو فارغېږي لوړو پوهنتونونو ته لاره پيداکوي.اوس مهال علوم په سلهاوو برخو ويشل شوي دي،چې سړی کولی شي يوازې په يوه مسلک کې ځان ورسوي؛خو تاریخ مونږ ته نیسي چې پخوا داسې کسان هم شتون لرل،چې په څو برخو کې د تيوري څښتنان وو لکه ابوريحان البيروني،سيدجمال الدين افغاني،خوشحال خان،ابوعلي سينا او همداسې په سلهاوو نورپوهان.دغه پوهان د ماشومتوب په دوره کې د خپلو کورنيو له خوا د علم د زده کولو اومطالعې ته تشويق او هڅول شوي او د ځوانۍ مرحلې ته،چې رسېدلي په لويو عالمانو بدل شويدي.زموږ په هېواد کې همدا اوس په سلهاوو زره ماشومان د لوږې او بېوزلۍ له امله له زده کړې او تعليم څخه بې برخې دي او په ښارونو کې درانه کارونه ترسره کوي،چې وږي پاتې نه شي.زموږ په هېواد کې مغرضوبهرنيانو ډېر ناوړه شرايط پرخلکو تپلي دي،چې يو ه بېلګه يې د ماشومانو بېوزلي او د تعليم څخه بې برخې کېدل دي.ستونزې اوخبرې ډېرې دي،خو موږ په همدغو څو ټکو بسنه کوو.اسلامي امارت د بېوزلۍ د له منځه وړلو او اقتصادي پرمختګ لپاره زيارباسي او په پلازمېنه کابل او ولايتونوکې،چې کومې پروژې يې پيل کړي اويا يې پلي کوي ډېرارزښت لري.که خدای کول د دغو پروژو په پشپړېدو سره به زموږ په هېواد کې وږي ماشومان ماړه او د تعليم له نعمت څخه برخمن شي.د ماشومانو د ښې اومسلکي روزنې لپاره بايد شرايط او اسانتياوې برابرې شي،چې زموږ ګران ماشومان د نورو هېوادونو د ماشومانو په څېر د خوښۍ او غروراحساس وکړي.

نوري

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن