اخبارگزارش

کابل کې درې سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

انیس: کابل ښاروالۍ د نوي کال په پیل سره یو شمېر پروژې پیل او یو شمېر نورې یې بیا ګټې اخیستنې ته وسپارلې؛ چې تازه یې د کابل ښار په درېیو ناحیو کې سړکونو جوړول دي. دغه سړکونه چې د لسمې ناحیې اړوند تر هوایي سړکه پورې د قلعه فتح الله د سابقه دوام سړک، درېیمه ناحیه(کوټه سنګي) کې د سېلو درېیم سړک، ۱۴مه ناحیه(پغمان) کې د عیسی خېلو تر بازاره د قلعه زمان خان سړکه عبارت دي، د کابل ښاروال د مولوي عبدالرشید او د کابل ښاروالۍ ځینو نورو مسوولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دغو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د لا ډېرو مهمو او ملي پروژو د جوړېدو خبر هم ورکړ او له هېوادولو څخه یې د دغو پروژو په ساتنه کې مرسته وغوښتله.

د کابل ښاروالۍ ريیس مولوي عبدالرشید د لسمې ناحیې د سړک د پرانستې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل: د درېیو پروژو څخه یو هم همدغه د قلعه فتح الله سړک دی، چې له ډېر وخته څخه بند و، الحمدالله دا سړک اوس خلاص شو، موژ له ټول ملت څخه غوښتنه کوو چې زموږ سره تل په دغه کارونو کې مرسته وکړي.

د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو د تنظیم ريیس میر رحمان ناصري بیا د یادو سړکونو د معلوماتو ورکولو ترڅنګه وویل، چې د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ په هڅو تېر کال کې  ۲۰۹ پروژې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې او اوس مهال د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې زموږ په ۱۲۰ پروژو باندې کار جریان لري، چې په وینا یې دې کې لویې ملي او مهمې پروژې هم شتون لري. هغه دا هم وویل، چې د هېواد جوړول یوازې د ښاروالۍ نه، بلکې د هر افغان مسوولیت دی او همدا پیسې دي چې له هېوادوالو راټولېږي او د همدوی د سهولت لپاره ترې استفاده کېږي. هغه په راتلونکي کال کې د یو شمېر پروژو د تطبیق په اړه وویل، چې په عملي کېدو سره به یې د کابل ښار په معیاري ډول پراخه او ګڼه ګوڼه به یې له منځه لاړه شي.

د لسمې ناحیې اړوند سړک ۶ سوه ۱۰ متره اوږدوالی، ۱۶ متره پلنوالی، جوچې او پیاده لارې هم لري، ۱۱ اعشاریه ۵ میلیونه افغانۍ، د کوټه سنګي د سیمې اړوند سړک ۳ سوه ۷۵ متره اوږدوالی، څه د پاسه ۲۲ متره پلنوالی، پیاده لارې او پلچکونو هم لري، ۱۲ اعشاریه ۲۱ میلیونه افغانۍ او د پغمان سړک  ۱۴ سوه متره اوږدوالی، ۶ متره پلنوالی، چې پلچکونه او ویالې هم لري، ۱۰ اعشاریه ۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی، چې د مسوولینو په وینا په ټوله کې دغه پروژو باندې څه باندې ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت  راغلی چې د ښاروالۍ له بودیجې څخه ورکول شوې او څه باندې ۲ نیم کیلو متره سړک ورسره جوړ شوی دی.

له یادو پروژو څخه د کابل ښاریان خوښ دي، د ښاروالۍ دغه کارونه ستایي او په راتلونکي کې ترې د لا نورو چټکو او زیاتو کارونو غوښتنې کوي.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *