اخبارافغانستان

کابل ښار کې نږدې ۵ زره کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شوي

 

کابل ښاروالۍ د پلازمېنې کابل ښار له دوکانونو څخه د نږدې ۵ زره کیلوګرامه بې کیفیته توکو د راټولولو خبر ورکړی دی.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ښار اړوند د ۱۳مې ناحیې د مسوولینو د څارنو په لړکې، د دې ناحیې له بازارونو څخه ۴زره ۶۸۶ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي، چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز یو شمېر لوډسپیکرونه، چې غږیزه ککړتیا یې رامنځته کړې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دغو توکو کې غوړي، مکروني، چاکلیټ، شیدې، ملايي، مربا، د لوبیا کنسرو، بیسکویټ، ترشي، پاپړ، د څښاک او مینځلو مواد شامل دي.

کابل ښاروالۍ له ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې د خپلې اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال دې د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *