افغانستان

د وطني غالیو او کورنیو تولیداتو د صادرولو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې دي

مالیې وزارت، د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د وطنـي غاليـو د صادرولو په تړاو وروستي خپاره شوي راپورنه بې بنسټه بللي او رد کړي یې دي.

مالیې وزارت، د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د وطنـي غاليـو د صادرولو په تړاو وروستي خپاره شوي راپورنه بې بنسټه بللي او رد کړي یې دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي دي: په دغو وروستيو کې ځينو رسنيو او بنسټونو داسې راپورونه خپـاره کـړي، چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت د وطنـي غـاليـو پر صادرولو بندیز لګولی دی، د ماليې وزارت دغـه راپورونه بې بنسټه بولي او په کلکه يې ردوي. یاد وزارت ډاډ ورکړی چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه  د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست، د کورنيو توليداتو د ملاتړ په موخه د وطنـي غـاليـو پـه ګډون د نورو کورنيو توليداتو د صادراتو لپاره د تېر په پرتله زیاتې اسانتياوې برابـرې کړي او د ګمرکي پړاوونو آسانه کولـو تـه يـې لومړيتوب ورکړی دی.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې؛ یوازې «وړۍ» چې د غاليـو او نورو اوبدونکو توکـو خـام مـواد چمتـو کـوي؛ د کورنيو توليداتو د لا ودې پـه مـوخـه یې پـر صادرولو بنديز لګول شوی دی.

همدا رنګه، ماليې وزارت لـه ټولـو رسنيو څـخـه غوښتنه کړې؛ د هغـو راپورونو له خپرولو دې ډډه وکړي چې د عـامـه ذهنيتونو د مخشوشولو لامل کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *