اخبارافغانستان

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د تاشکند له دیني مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ الحدیث سر محقق دوکتور مولوي نور محمد ثاقب او مل پلاوي ازبیکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د پلازمېنې تاشکند ښار له دیني او اسلامي مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي ثاقب پرون په تاشکند ښار کې د امام بخاري رحمه الله له مدرسې او ښوونیز مرکز، د کتاب نندارتون او کتابتون څخه د لیدنې ترڅنګ د دغې مدرسې له تدریسي بهیر، د حضرت عثمان رضی الله عنه په عصر کې له  لیکل شوي قرآن کریم او مصحف له نندارتون او یاد ښار له ګڼو دیني بنسټونو څخه لیدنه وکړه.

سرچینې زیاته کړې، چې یاد پلاوي د تاشکند ښار د اسلام اباد په جامع جومات کې د تراویح لمونځ هم اداء کړ.

د یادونې وړ ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ازبیکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ستر مفتي سره هم کتلي وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *