افغانستان
سربیا کې د افغان پناهغوښتونکو جسدونه موندل شوي
د شمالي مقدونیې د ګمرک مامورینو د ۹ افغان، پاکستاني او سوري کډوالو جسدونه موندلي دي. اسوشېټېډ پرېس وایي تر اوسه څرګنده نه ده، چې په دغو کډوالو کې څومره افغانان دي.
د شمالي مقدونیې د ګمرک مامورینو د ۹ افغان، پاکستاني او سوري کډوالو جسدونه موندلي دي. اسوشېټېډ پرېس وایي تر اوسه څرګنده نه ده، چې په دغو کډوالو کې څومره افغانان دي. سرچینه زیاتوي: دغه پناه غوښتونکي په یوه لارۍ کې پټ شوي وو او غوښتل یې د یونان له لارې سربیا ته لاړ شي. افغان کډوال غربي اروپا ته د رسیدو لپاره له سربیا څخه کار اخلي.تر دې وړاندې د ايټاليا په اوبو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۶۰ ډېر افغان کډوال ډوب
شوي.
همدا شان، څه موده وړاندې په بلغاريا کې په يوه لارۍ کې د ۲۰ افغان کډوالو مړي موندل شوي وو.
په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین، له هېواده د سلګونه زره افغانانو د وتو د هڅو سبب شوي.