فرهنگی

پښتو ضمیرونه 

نومځرى يا ضمير د نوم ځايناستى وي او د نوم د تکرار مخه نيسي، ځکه چې تکرار په کلام کې بېخوندي پيدا کوي.

استاد اجمل ښـکلی

لوړی برخه

نومځرى يا ضمير د نوم ځايناستى وي او د نوم د تکرار مخه نيسي، ځکه چې تکرار په کلام کې بېخوندي پيدا کوي.

په پښتو کې نومځري، شخصي، ګډ (اشتراکي)، ملکي، ناټيک (مبهم) او اشاري دي.

ليکوال چې ځير نه وي، يا نااشنا وي، کېداى شي، د ضميرونو په ارزښت او ځاى (موقعیت) پوه نه شي او د يو بل پرځاى يې وکاروي، د کمزورو ضميرونو ځاى غښتليو او د اشتراکي ضمير ځاى اشاري ضمير ته ورکړي. د پښتو ليکنو او رسنيو د مصنوعيت يو لامل دا هم دى.

شخصي او ملکي ضميرونه دواړه په دوو ډلګيو ويشل کېږي، چې غښتلي او کمزوري ورته وايي.

په غښتليو شخصي ضميرونه کې، زه(اوښتې بڼه ما)، موږ، ته (اوښتې بڼه تا)، تاسې (تاسو)، دى (اوښتې بڼه: ده)، دا (اوښتې بڼه: دې) او دوى راځي او په غښتليو ملکي ضميرونو کې، زما، زموږ، ستا، ستاسې يا ستاسو، د ده، د دې او د دوى او په کمزورو شخصي او ملکي دواړو ضميرونو کې، مې، مو، دې او يې راځي.

کمزوري شخصي (مې، دې، يې او مو) ضميرونه په روانه زمانه يا اوسمهال کې د مفعول ځايناستي او په تېر مهال کې د فاعل ځايناستى وي. لاندې بېلګې وګورئ:

– محصل قلم ډکوي.

– محصل يې ډکوي.

څرنګه چې (قلم) مفعول دى؛ نو په دويمه بېلګه کې يې (يې) ځاى ډک کړى دى؛ خو د (محصل) ځاى-چې فاعل دى- کمزورى شخصي ضمير(مې) نه شي نيولاى. په تېرمهال کې:

_ محصل قلم ډک کړ.

-قلم يې ډک کړ.

د محصل ځاى-چې فاعل دى- کمزوري شخصي ضمير(يې) نيولى دى؛ خو د قلم پرځاى نه شي راتلاى.

همدا (مې، مو، دې او يې) ضميرونه د کمزورو ملکي ضميرونو په توګه هم کارېږي؛ خو د کمزورو شخصي ضميرونو پرخلاف پکې د مهال توپير نه راځي او په فاعليت او مفعوليت نه ويشل کېږي. يواځې ملکيت ښيي:

– قلم مې ډکوم.

-قلم مې ډک کړ.

غښتلي ضميرونه فشار اخلي؛ خو کمزوري ضميرونه فشار نه مني. د جملې پر هر ټوک چې فشار راشي، هغه تر نورو مهم وي؛ نو که پر ضمير فشار راشي، ضمير زيات موخن او ارزښتناک دى. په دې حالت کې پښتانه غښتلي ضميرونه کاروي؛ خو پر ضمير چې فشار نه وي، کمزوري ضميرونه کاروي. پښتانه ليکوال دې توپير ته ډېر نه ګوري. تل د کمزورو ضميرونو حق غښتليو ته ورکوي:

– ما کار وکړ.

دلته پر (ما) فشار دى. يانې بل چا نه ما کار وکړ؛ خو په لاندې بېلګه کې چې پر (ضمير) فشار نشته دى؛ نو کمزورى شخصي ضمير کارېدلى دى.

-کار مې وکړ.

همداسې په اوسمهال کې وګورئ:

-زه تا ګورم.

پر (تا) فشار دى؛ خو په لاندې بېلګه کې چې پر دغه ضمير فشار نشته دى؛  نو د مخاطب کمزورى ضمير(دې) کارېدلى دى:

– زه دې ګورم.

دا بېلګه هم وګورئ: زه هېواد جوړوم/زه يې جوړوم.

پاتی لری

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن