اسلامیمقالات

دروژې په مبارکه میاشت کې د ناداره هیواد والو لاسنیوی وکړی

 

په 18 هجري چې 639 ميلادي سره سمون خوری جزيره عرب کي قحطي راغله ، بارانونه د نشت سره برابر وه. د خوراکي موادو په قيمتونو کي اضافه والي راغي، حيوانات او مالدارۍ سخت زيانمند  شول، حالات دومره خراب شول چې چا به کومه بزه او مال حلال هم کړ په هغه کي به غوښه نه موندل کيده..

دغه قحطي او خوشک سالي ته ،، عام الرماده ،، خطاب کيږي.

جزيره العرب کي خلک له کليوالو سيمو څخه ښارونو ته مهاجر شول. يواځې د مدينې خواو شاه د څلويښتو نيولي تر شپيتو زرو خلکو خيمې وهلي وي..

چي د هغوي د خوراک او خدمت کارونو سرپرستي خپله حضرت عمر رضي الله تعالی عنه کوله..

حضرت رضي الله تعالی عنه يو ورځ په يوه کليوال سترګې ولږيدي وږي ورته ښکاره شو ، هغه راوغوښت او خپله ورته غوړي ، کتغ او ډوډي کيښوده ، هغه کليوال په ډير شوق او ليوالتيا هغه ډوډي وخوړه ، حضرت عمر رضي تعالی عنه تري پوښتنه وکړه داسي ښکاري چې تا ته غوړي ندي ميسر شوی ؟

هغه کليوال وويل: هو همداسې ده ما له څو ورځو سپوره خوړلي او غوړي مي ندي خوړلي!

دغه خبرو سره د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه سترګي له وښکوو ډکي شوي او سوګند ياد کړ تر څو چي رعيت ته دا ټول ميسر نه وي زه به غوښه ، غوړي او شيدي نه خورم..

د وخت تيريدو سره حالات په ښه کیدو شو ، بازارونو کي خوراکي مواد موندل کيدل پيل شول

يو ورځ د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه خادم اسلم له بازار څخه شيدي، غوښه او غوړي په څلويښت ديناره واخيستل او په خوشحالۍ د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه لوري ته پدي طمعه روان وو چې اوس د امير المومنين قسم پوره شو او دا شيان  خوړلي شي! هغه چې کله د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه حضور ته حاضر شو وويل: اي امير المومنين: ستا قسم پوره شو اوس بازار کي شيدې ، غوښه او غوړي موندل کيږي او ما په څلويښت دیناره واخيستل…

حضرت عمر رضي الله تعالی عنه ځواب ورکړ: تا په لوړ قيمت اخيستي ، لاړ شه دا د الله په’ لار کي صدقه کړه زه نه غواړم چې د اسراف لمړي وخورم..

او له هغه ورسته يي خپل دا مشهور کلمات وويل: زه به د رعيت درد څرنګه محسوس کړم چې خپله د هغوي حالت پر ما رانشي!

د حضرت اسلم رحمة الله علیه څخه روایت دي چې په عام الرماده کي د نه خوراک له امله د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه رنګ زيړشو ، له سترګو يي توري نښي تاوي شوي او کمزوري دومره زياته شوه چې مونږ کي ويره پيدا شوه چې د کمزوري ، زيات کار او مسلمانانو غم له وجې وفات نشي….

نو محترمو ورونو:

په روژه کی هغه هيوادوال له مرستو  مه هيروي چې هغوي ته هغه څه ندي ميسر چې ستاسو دسترخوان پر سر موجود وي ، ورسره شريک يي کړي..

ليکنه: عبدالحمید جليلي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *