اخبارافغانستان

د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د برېښنا انرژي د سپما په هکله د پوهاوي ورکولو برنامه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت له لوري د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د برېښنا انرژي د سپما په هکله د پوهاوي ورکولو برنامه، د یاد وزارت د کارمندانو په ګډون ترسره شوه.

د انرژي تحفظ آمر انجنیر   فضل الرحیم سلطاني او د انرژي د مثمریت آمر انجنیر احمد ضیا فیروز د انرژي د سپما د ارزښت او د انرژي د سپما د لارو چارو په هکله ګډونوالو ته د یو پرزنتیشن په ترڅ کې معلومات وړاندې کړل او ددغه برنامې د ترسره کولو موخه یې د برېښنا انرژي د سپما او د انرژي څخه غوره او موثره ګټې اخیستنې ته د وده ورکولو په هکله پوهاوی ورکول وبالهٔ.

د یادونې وړ ده، چې دغه ډول برنامې د اوبو او انرژي وزارت له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکې کې به هم دوام ولري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *