سیاسی

دعوت ګر د مقاومت پر ضد

لیکنه: احسان الفقیه د توبې سورت ته د فاضحې سورت هم وایي ،ځکه چې د منافقینو کارونه او صفتونه پکې ښکاره شوي دي،اوس غزه هم همداسې ښکاره کوونکې ده سر ټیټوونکي یې ښکاره کړل،خپلې لیکې یې له منافقینو پاکې کړې او له غزې یې خندقونه تاو کړل.

 

لیکنه: احسان الفقیه

د توبې سورت ته د فاضحې سورت هم وایي ،ځکه چې د منافقینو کارونه او صفتونه پکې ښکاره شوي دي،اوس غزه هم همداسې ښکاره کوونکې ده سر ټیټوونکي یې ښکاره کړل،خپلې لیکې یې له منافقینو پاکې کړې او له غزې یې خندقونه تاو کړل.

په دغو کټګوریو کې راغلي عناصر چې د غزې په جنګ کې رابرسېره شول یوه ډله یې هغه عالمان دي چې اسلام ته منسوب شوي دي، نو یو عالم که د دې لقب وړ وي باید د پوهې لاره یې لارښوونه وي نه ګمراهي.باید د حسابونو له تصفیې، د دنیا له مرداریو او د پاچاهانو له غوړه مالي ځان وباسي، ځکه چې دی د الله ج او د هغه د رسول ص یو مبلغ دی او په اوږو یې د ناپوهۍ د ختمولو او د حق د بریا مسؤلیت دی.

دغې ډلې د فلسطین د روانو پېښو په اړه یو نا اشنا دریځ نیولی چې د مقاومت په غندلو او په غزې د روان یرغل او بمبار ملامتي په مقاومتي ډلو وراچوي.

په هغه وخت کې چې دوی په مقاومت تورونه لګوي او خپل شیطنت کوي ته به د غزې د نیمایي کورونو د نړېدو او د ۲۷ زره ولسي وګړو د شهادت په اړه د دوی دریځ و نه وینې. دوی په صهیونیستانو پسې پټه خوله دي او جرمونه یې نه غندي د دوی یوازینی مهم کار دا دی چې له حماسه راکاږه شي. د دې ډلې خطر دا دی چې د دین په نوم غږیږي،په ناسمو ځایونو کې په قراني او نبوي متنونو استدلال کوي دوی هغه ساده ګان چې له  شریعت سره کار نه لري په دې خبرو تېر باسي او دا ورته وایي چې د دین خبرې یوازې د دوی کار دی. هغه کار چې دوی پرې تل بړیږي هغه د حماس ګوند په فساد او د غزې د لسګونه زرو وګړو په وژلو تورنول او مقاومت د روانو پېښو په نه پام کې نیولو او د مصلحت د نه مراعات کولو له امله غندل دي، دوی وایي چې مقاومت اسرائيلي پوځ د غزې وژلو ته راوپاراوه نو اوس باید د وینو توېېدو مسؤلیت په خپله واخلي دوی خلکو ته دا آیت وایي او پرې غلطوي یې:[ ولا تلقوا بأیدیکم اٍلی التهلکة](بقره:۱۹۵آیت)ژباړه: په خپلو لاسونو ځان مرګ ته مه اچوئ!

زه په دې ځای کې هغه عالم نه یم چې د نورو رایې رایې نقد کړي خو دلته کار د امت په یوې داسې قضیې پورې تړلی دی چې د فتواوو له لارې نور هم سختیږي خو زه به درنو لوستونکو ته د دې آیت سم تفسیر وړاندې کړم څرنګه چې صحابه وو وړاندې کړی ځکه هغوی د قران کریم د نازلېدو شاهدان دي.

په ابن کثیر کې راغلي چې اسلم بن عمران وایي:له مهاجرینو څخه یو قسطنطنیې ته ننوت او د دښمن لیکې یې څیرې کړې،ابو ایوب انصاري رض هم راسره و،ځینو خلکو وویل:خپله یې ځان مرګ ته واچاوه،ابو ایوب وویل:موږ د دې آیت په معنی پوهيږو ځکه په موږ کې نازل شوی موږ د رسول الله ص ملګري و له هغه سره په ډېرو ځایونو کې بریالي شوي یو، کله چې اسلام راښکاره او ډېر خپور شو؛ موږ څو تنه انصار سره راټول شولو او ومو ویل: الله ج د هغه د رسول ص په ملګرتیا او بریا درنښت راکړ تر دې چې اسلام عام شو او خلک یې تابع شول موږ خو د خپلو کورنیو، شتمنیو او اولادونو په وسیله قرباني ورکړې اوس خو جنګ هم نشته

راځئ چې خپلو کورنیو او اولادونو ته ورشو او ژوند ورسره وکړو، نو دلته دا آیت نازل شو[و أنفقوا في سبیل الله ولا تلقوا بأیدیکم اٍلی التهلکة] ګوروچې د تهلکة معنی له کورنیو او اولادونو سره ژوند او د جهاد پرېښودل دي.

تهلکة مخکې کېدلو او د نیواکګر په شړلو کې زړورتیا ته نه وایي.هیڅکله هم د ځواک توپیر له یرغلګرو سره په مخامخ کېدو کې د ماتې په معنی نه ده، د بدر او احد په غزاګانو کې د مشرکینو شمېر د مسلمانانو درې چنده و.د موته په معرکه کې د صحابه وو پرمختلونکی ۳۰۰۰ پوځ له دوه لکه روميانو سره مخ شو دغو داعیانو ته به دا آیت هم یاد وي:[کم من فئة قلیلة غلبت فئة کثیرة باٍذن الله و الله مع الصابرین](البقرة:۲۴۹)

ژباړه:   دغه د پوهې دعوتګران د مقاومت د بدنامولو لپاره د رسول الله ص دغه خبره راخلي:(د دنیا زوال الله ج ته د یو مسلمان سړي له وژل کېدو کم دی.)

خو په دې اجماع ده چې دلته له وژل کېدو مراد په ظلم وژل کېدل دي،څرنګه چې جرم په قاتل ورځي نو آیا مقاومت له خپل ځان، خپل ولس او خپلې خاورې څخه په دفاع او د غاصب او نیواکګر د شړلو لپاره په مبارزې کې ظلم کړی؟ دغه پوښتنه مو دې حدیث ته ورولي:(څوک چې په خپل دین ووژل شو شهید دی، څوک چې په خپله وینه ووژل شو شهید دی، څوک چې په خپله شتنمۍ ووژل شو شهید دی او څوک چې د خپلو خلکو لپاره ووژل شو شهید دی) نو دغه داعیان ولې له دغو متنونو تښتي؟

د شریعت له مخې د یوې سیمې په خلکو دا واجب ده چې له خپلې ځمکې به دفاع کوي. که په دوی بسنه و نه شي ګاونډي هېوادونه به یې مرسته کوي. نو علم ته په منسوبو دغو عالمانو خو لومړی دا فرض ده چې مسلمانان د غزې مرستې ته رادعوت کړي؛ نه دا چې په هغه چا پسې شیطانت وکړي چې د امت په استازیتوب له کبرجن دښمن سره مبارزه کوي دا عالمان د مقاومت په وړاندې خپله مشهوره وسله کاروي چې دوی خو اخوانیان دي،دا په لاندې دلیلونو د کم عقلو خلکو خبرې دي:

لومړی دا چې حماس سره له دې چې فکري ریښې یې د اخوان دي خو مخامخ یې ځکه د اخوان المسلمین له تنظیم څخه نه شو بللی چې په ستراتیژي کې یې د فلسطین له سرحدونو بهر د صهیونیزم پر ضد فعالیت نشته.

دویم لامل یې دا چې که حماس د اخوان له دعوته سرچینه اخلي نو د یو ولس قضیه او مقدسات یوازې د دې لپاره پرېښودل شي چې اخوانیان دي؟ دا به نو څوک ومني؟ که کوم انسان لږ غوندې هم فکرولري دا به ونه مني.

دغه ډله ځان له هغو رژیمونو سره یو ځای کوي چې د اخوان کلکه څارنه کوي دوی، د دې رژیمونو هغه توکي دي چې د دې ډلې پر خلاف یې کاروي په دې اساس له حماس سره د دوی د دښمنۍ لامل همدا دی. سره له دې چې حماس د صهیونیستی رژیم په ضد کار کوي. دا عالمان سره له دې چې له واقعیت سره ناپوهي کوي؛ بیا هم حماس په دې تورنوي چې واقعیت په نظر کې نه نیسي او د مصلحت له پامه غورځوي. خو بیا هم دا متل تکراروي چې اهل مکة أدری بشعابها( یعنې د مکې خلک له خپلو درو سره ښه بلد دي.

بل لور ته قانون دا وایي چې )الحکم علی الشيء فرع عن تصوره( معنی دا چې په یو څه حکم کول پر هغه د ګومان برخه ده، دوی په داسې اوضاع حکم کوي چې خپله نه دي ورسره بلد، په داسې حال کې د نالیدلې اوضاع په اړه فتوی ورکوي چې په کوچونو ناست وي او اي سي ورته لګېدلی وي، په مقاومت به بریدونه کوي او د اسرائیلو د جرمونو په اړه به د مړو په څېر چوپ وي. هیڅ غږ به یې وانه ورې خو په مقاوت به داسې بریدونه کوې چې ته به وایې شیخان نه دي حاخامان دي. دوی د آزادۍ په معنی نه پوهیږي نه هم د دې په معنی پوهیږي چې د وطن خاوره دې له دښمن سره بندي وي او نه یې هم د آزادۍ لپاره د مبارزې په ارزښت پوهیږي دوی له حقیقته په دې خبرې تښتي چې په آزادۍ کې موږ هم ژوبلیږو دا هم نه درسره مني چې له خپلې ځمکې دفاع له دین څخه دفاع ده او د دې هدف لپاره سرښندنه د قانون، پوهې او منطق له لوري ستایل شوې ده،تاریخ به د دوی سپک دریځ او سپکوونکی وضعیت هېر نه کړي والله غالب على أمره ولكن أكثر الناس لا يعلمون.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *