د کابل ولایت امنیتي تصفیوي کمېسیون د اونيزو ناستو په اوږدو کې پرون د کابل ولایت مرستیال والي الحاج ملا محمد يونس مخلص تر مشرۍ لاندې معاونیت کې، په داسي حال کې ناسته تر سره شوه چي، د دې ولایت د امنیه قومندانۍ مرستيال، داستخباراتو رئيس، دنظامي محکمې ، علماٶ شورا ، مرکزي قول اردو او د فرامينو او حکمونو د څارنې استازو هم ګډون درلود.
پرونۍ ناسته د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه، په پيل کې د مجلس د تېرو موضوعګانو تعقیب او په اړه یې د ترسره شوو کړنو راپورونه شریک شول. چې د کابل ولایت ښاري امنيتي حوزو او ټولو ولسوالیو کې د امنیت د لا ټینګښت په موخه اړین ګامونه اخیستل شوي دي. په ولسوالیو او امنيتي حوزو کښې د امنیت د لا ټينګښت په برخو کې پر اړینو اقداماتو ټینګار وشو او هم یې د کمېسیون غړو ته په بېلابېلو برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.
د کابل مرستـیال والي الحاج ملا محمد يونس
مخلص وويل؛ چې په تېره غونډه کې د کابل د امنیتي ، قضايي او پراختیايي برخو کلنۍ راپور غوښتل ؤ چې د ننۍ غونډې په ترڅ کې ترتيب او بحث پريې وشو.
د کابل ولايت ټولو امنيتي او ملکي اورګانونو تر منځ پوره همغږي شتون لري ، چي د نوي هجري لمریز کال د راتګ لپاره پوره امنیتي چمتووالی نيول شوى دى.
همدارنګه له ټولو مسٶلينو وغوښتل شول چې د ولس او ښاريانو لپاره په امنيتي ، ملکي او نورو چارو کې اسانتياوې برابرې کړي