جهان
اېکوادور کې مړه بلل شوې ښځه له تابوت ژوندۍ راووته
اېکوادور کې د زړې ښځې د جنازې ګډونوال هغه وخت هک پک شول چې هغه ژوندۍ ده او ساه اخلي. ۷۶ کلنه بېلا مونتویا تېره اوونۍ د مشکوکې مغزي سکتې له امله مړه اعلان شوې وه.
اېکوادور کې د زړې ښځې د جنازې ګډونوال هغه وخت هک پک شول چې هغه ژوندۍ ده او ساه اخلي. ۷۶ کلنه بېلا مونتویا تېره اوونۍ د مشکوکې مغزي سکتې له امله مړه اعلان شوې وه. نوموړې د جمعې پر ورځ خاورو ته سپارل کېده، خو د جامو بدلولو پر مهال یې د خپلوانو ور پام شوی چې لا ساه اخلي. اغلې مونتویا بېرته روغتون ته لېږدول شوې ده. د اېکوادور روغتیا وزارت د دې پېښې څېړلو لپاره کمېټه جوړه کړې ده. د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دې ښځې زړه او ساه درېدلي وو او د ژوندۍ پاتې کېدا هڅې یې بې ګټې وې او نوکریوال ډاکتر هم د هغې مړینه تایید کړې وه.