افغانستان

له ازبیکستان سره د سوداګریزو اړیکو «نوي فصل» پیل شو

د حیرتان بندر د افسوتر ریاست له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د نوي فصل تر سرلیک لاندې، د افغانستان د سوداګریزو توکو څلور لارۍ چې مېوې او سبزیجات په کې شامل دي ازبکستان ته صادر کړل.

د حیرتان بندر د افسوتر ریاست له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د نوي فصل تر سرلیک لاندې، د افغانستان د سوداګریزو توکو څلور لارۍ چې مېوې او سبزیجات په کې شامل دي ازبکستان ته صادر کړل.

د افسوتر ترانسپورتي شرکت عمومي مدير عاشق الله عصمت باختر آژانس ته وویل، چې د دغه شرکت د بهرنيو فعاليتونو په دوام د هېواد په سوداګريزو بندرونو کې د هېواد د سوداګرو د کارګو څلور ۲۵ ټنه کانټينرونه د حیرتانو بندر له لارې ازبکستان هېواد ته صادر کړل.

عصمت زیاته کړه، چې اسلامي امارت هڅه  کوي له آسيايي هېوادونو سره د ترانزيت له لارې وصل شي او د سوداګرۍ په ډګر کې يو نوی فصل راولي.

په ورته وخت کې د افسوتر ټرانسپورټي شرکت مشر بیا وايي، چې دغه شرکت ۹۳ بار وړونکي موټر لري چې په داخلي او خارجي چارو بوخت دي.

د یادوڼې وړ ده، چې د افسوتر ټرانسپورټي شرکت تېر کال د هېواد لومړنۍ سوداګریزه جوپه د ۴ باروړونکو موټرو په وسیله ازبکستان ته انتقال کړې وه، چې دا د هېواد د سوداګرو دوهمه سوداګریزه جوپه ده، چې د ځمکني ترانسپورټ له لارې د بار وړونکو لاریو په مرسته ازبکستان ته استول کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *