سیاسی

په استضعاف کې استعماري دامونه!

نن سبا استکباري ځواکونه او خوځښتونه په اسلامي نړۍ کې عجیبي  نقشې جوړوي او د خپلو استکباري اهدافو د لاسته راوړلو لپاره لارې هواروي، داسې چی هم یې نقشې پلې شي او هم هغه لوري چې په دغسې استکباری او استخباراتی منافقانه لوبو کې لوبول کېږی، اصلاً په خپل ځان هم پوه نشي چې له مخکې د دښمن له خوا په یوه جوړه شوې او فرمایشي لوبه کې لوبول شوی دی، یعنی هم په لوبه کې لوبول کېږی او هم دومره قوی اغفال کیږی چې اصلاً نه پوهېږی چې دا لوبه چا رامنځته کړیده او فکر کوي چې لوبه یې هم خپله ده.

روان

نن سبا استکباري ځواکونه او خوځښتونه په اسلامي نړۍ کې عجیبي  نقشې جوړوي او د خپلو استکباري اهدافو د لاسته راوړلو لپاره لارې هواروي، داسې چی هم یې نقشې پلې شي او هم هغه لوري چې په دغسې استکباری او استخباراتی منافقانه لوبو کې لوبول کېږی، اصلاً په خپل ځان هم پوه نشي چې له مخکې د دښمن له خوا په یوه جوړه شوې او فرمایشي لوبه کې لوبول شوی دی، یعنی هم په لوبه کې لوبول کېږی او هم دومره قوی اغفال کیږی چې اصلاً نه پوهېږی چې دا لوبه چا رامنځته کړیده او فکر کوي چې لوبه یې هم خپله ده.

له دغو استکباري لوبو څخه یو ډول لوبه هم داده چې کله ګوری چې مخالف لوری یې په ډېر قوی مورال د دوی پرضد ولاړ دی، به لومړی سرکې د استضعاف  نقشې ورمخې ته کوی، ترڅو خپل رقیب او یا دښمن د قوت او وحدت او لوړ مبازراتی مورال له رینګ څخه راوباسي او سخت یې ضعیف او منزوی او تنها او ګواښې ته کړی اوځای یې د هغه رقیبانوته تحلیه کړی او کله چې رقیبانو د هغه ځای وینو بیا نو لږ صبر کوی، ترڅو د هغه قوت او استقامت عناصر له منځه یوسي او څه موده په یواځیتوب او عضف کې تېره کړی او له څه مورې ضعف او کمزلت او محرومیت وروسته ورځی او ورسره د زړه خواله شروع کوي او د پرون ورځې قوت او د حال ضعف وریادوي او ورته یادوي چې ګواکي د قوت مهال یې د دواړو لوریو پّ ګټه و او اوس چې هغه مهال زیانیدی او ننګول شوي دی، نو په دغه وضعیت خفه یوو او باید له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره باید خپلې هڅی سره شریکې کړو او له دغه ناخوښ وضعیت څخه ځان وباسو.

داکار ددې لپاره کوي چې بل څوک د هغوی دښمن د هغوی پرضد استخدام نه کړی او د هغوی د سیاسی او اقتصادی ګټو پر وړاندې ونه کارول شی، یعنې دا چې بل څوک یې د دوی پرضد تمویل، مسلح او استخدام نه کړي، په دغه صورت کې په ډېر مهارت او په اصطلاح د دوستۍ او خواخوږۍ په فضا کې په ظاهرا دوستانه الفاظو او ژستونو سره له هغه سره خبرې اترې پیلوی او پېرته یې هماغه پخوانی رنګ ته ورنتباسی. ددې نقشې او کار هدف داوي چې پرون یې د قدرت او عظمت او قوت په حالت کې د دښمن پر وړاندې د شخصیت احساس کاوه او د دښةن هیڅ خبره یې هم نه منله، خو اوس (دتجرید او تنهایۍ او ضعف) په حالت کې حاضرېږی چې هره ومني او د خپل پخوانی هویت د نسبي او څو فیصده لاسته راوړلو لپاره آن پرخپلو ایډیالونو هم معامله وکړی او دغه خبره غنیمت وګڼی چې «لږ څه ته تش لاسه ښه دی» او کېدای شي په کرار کرار پېرته پخواني حالت ته ګرځی. په دغه شان کې د دښةن نقشې ته استضعافی لوبه یا سیاست وایی، یعنی لوړی د دښةن ضعیفول او بیا پری هرڅه منل او را په واقعیت کې ډېر خطرناک سیاست دی چی ددښمن د منافقت په دایره کې ترسره کېږی، داسې چې که څو ځلی هم دغه لوبه تکرار شی، ضعیف او په دام کې ښکېل رقیب نه پرې پوهیږی او به وار وار هم په دغه دام کې ښکېل کېږی او موږ او تاسو د خپل وخت په استکباري لوبو کې ډېرې داسې لوبې ګورو. دغسې لوبې د هغو کسانو په منځ کې او پر هغو کسانو ډېرې پلې کېږي چې په فکري او عقیدوي لحاظ ضعیف وي او همدا رازیې هم سیاسي ټولنپوهنه  او نړۍ پېژندنه هومره قوی نه دی او د کاری استعداد له وجې نه، بلکی د بېلابېلو زمانی عواملو په نتیجه کې مطرح شوي وي او د خپلو ایډیانو او تاریخ او فرهنګ په ترسیم شوی او یا مقتضی لاره د سفر کولو جوګه نه اوسي او له فکري او عقیدوي او هم عملي انحرافتو سره لاس او ګرېوان دي او یا هم د خپلو ایډیالونو پّ اړه ناسم او یا سرسري او جعلی او غیر حقیقي تاویلات لري او فکر کوي چې حقایق هماغه وي چې دوی یې په اړه فکر کوي او لهدی خدای له دوی پرته بل چاته هدایت نه دی کړی او دغسی خلکو او ټولنو ته «د جهل په منځ کې د هوښیارۍ د توهم پوهان» وایي.

اوس مهال چې لویه اسلامی نړۍ په کوچنیو کوچنیو استعمار جوړ کړیو ټوټو وېشل شوې ده، ترډېره په دغسې استعماری نقشو کې ښکېل دی او ترڅو چې د دوی ترمنځ د یو عام او یا ښی عام تفاهم نړۍ رامنځته نشی او که په ټولو ملی او نړیوالو مسایلو کې د بشپړ تفاهم جوګه کېدای نشي او یقینا چې په را اوسنی ذهنیت کېدای هم نشی او د ناممکن او محال دایرې ته ورننوتی دی، اقلا په ځینو مسایلو کې خو څه ناڅه سرونه او غږونه سره نږدې کړی. ددغه کار لپاره د ۲۲ عربی هېوادونو اتحادیه او د خلیجی هېوادونو اتحادیه او همدا راز د 57 اسلامی هېوادونو د جمهوری کسانو کنفرانس. رابطه العالم الاسلامی او داسې نور تشکیلات هم شته چې کېدای شی په لږ څه خاص فعال کولو سره ترې ګټه واخیستل شی او د اوسني زار او شرمیدلي وضعیت په کنټرول کې ګټور تمام شی.

ددغه وضعیت د اصلاح په اړه د اسلامی نړی ټول لویان او کشران د اسلامی ورورولۍ د مسولیت له مخی منده لری چې هر یویې په خپل موقف او ځای کې د اصلاح هڅی وکړي او که همداسې ټوټه ټوټه او یو تربله په تضاد او بی توپیرۍ او محافظه کارۍ کې واوسو، پرته له شکه چې داسی یو حالتبه دښمن ته زموږ پرضد د بلوسېدلو نوری جرئت  هم ورکړی او موږ به همداسې په مړو سترګو ورته ګورو او هیڅ به مو هم له لاسه نه کېږی.

ځکه توره په غیرت کې کېجري او غیرت هم په ودحت کې تامنیږي او په ضعف او محافظه کاريۍ کې اصلا د غیرت تش نوم هم نه اخیستل کېږی او دا هم د هرې ورځې په تېریدو سره د نویو بې غیرتیو او نامروتیو نوی جالونه غوړېږی او ولسونه او پرګې یې په جالونو کی ښکېل کېږی او دا د اسلام او مسلمانانو په تاریخ کې یو تور داغ راغلی چې هیله لرو لوی خدای یې په خپل فضل سره زموږ د ځینو او محدودو غیرتی مومنانو حتی الوسع غیرت او میړانې په برکت د اسلامی تاریخ له تندی لرې کړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *