گزارش

کانونو او پټرولیم وزارت:  د لویو کانونو د استخراج لپاره د هېواد دننه پروسس اساسي شرط دی

مخکي ایراني چارواکو ویلي وو، چې د افغانستان له بامیان ولایت څخه دغه هېواد ته زر ټُنه زینک یا روی ډبره صادره شوې ده.

مخکي ایراني چارواکو ویلي وو، چې د افغانستان له بامیان ولایت څخه دغه هېواد ته زر ټُنه زینک یا روی ډبره صادره شوې ده.

په دغارون بندر کې د ایران د ګمرکونو لوی مدیر سید حسن رحیمزاده څرګنده کړې وه، چې دغه ډبرې لومړی له بامیان څخه هرات او وروسته له هغه ځایه ایران ته صادر شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو که څه هم د سید حسن رحیمزاده دغه څرګندونې په کلکه رد نه کړې خو ویې ویل، چې د اسلامي امارت له لوري د زینک په ګډون د قیمتي ډبرو او نورو کانونو د قرارداد لپاره د هېواد دننه پروسس لومړی او اساسي شرط دی.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان انیس ورځپاڼې ته وویل:«تر دامهاله چې د زینک او لویو کانونو څومره تړونونه شوي دي، لومړی شرط یې دا دی چې پروسس یې باید سل په سلو کې په کور دننه وشي او کوم چې د اکتشاف په مرحله کې دي، له استخراج وروسته چې بهره بردارۍ ته سپارل کېږي داخل د افغانستان به وي».

هغه ایران ته د زر ټُنه صادر شوې زینک ډبرې په اړه د ایراني چارواکي له خولې خپاره شوي خبر په تړاو وویل، چې د اسلامي امارت له راتګ مخکې په ځینې ځاینو کې د خلکو له لوري په غیر قانوني بڼه د روی یا زینک ډبرې په ګډون سرب او جست ایستل شوي او د دې امکان شته چې اوس د سوداګرو له لوري صادر شوي وي.

ده زیاته کړه: «له پخوا څخه د زینک، سرب او جستو معدنونه خلکو ایستلي په غیر قانوني ډول، نو چون کې مقدار یې کم دی، هغو ته د پروسس فابریکې نه جوړېږي او امکان لري تجارانو ایران ته صادر کړي وي، هغه هم له اصولي لارې نه چې خپل ټول قانوني مراحل دې یې طۍ کړي وي».

د افغان په وینا، په ټوله کې د اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د کانونو او پټرولیم وزارت پالیسي دا ده، چې اومه توکي بهر ته پرې نږدي.

نوموړي دا هم وویل، چې تر دا مهال له ایران سره د قیمتي ډبرو د کانونو په استخراج  او نورو برخو کې هیڅ ډول قرارداد نه لري.

افغانستان د قیمتي ډبرو پراخ کانونه لري خو د لسیزو جګړو له امله ناقانونه کیندل کېدلې او شخصي صادرېدلې.

د همدغو قیمتي ډبرو بهر ته د قاچاق، چې وروسته به د نورو هېوادونو په نومونو یادېدلې، د مخنیوي لپاره د کانونو وزارت چارواکو شرکتونو ته جواز ورکړی او په قراردادونو کې یې هم شرط پرې لګولی، چې تر صادرولو مخکې قیمتي ډبرې پروسس کړي.

تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور ویلي وو، که د افغانستان د قیمتي ډبرو مارکېټ ښه مدیریت شي د صادراتو ګټه به یې تر یو میلیارد ډالرو ورسېږي.

د یادولو وړ ده، چې روی یا زینک هغه قیمتي ډبره ده چې د فلزاتو د زنګ وهلو د مخنیوي په موخه د برېښنايي پوښ ورکولو لپاره کارول کېږي.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *