جهان

آسیا ته جو بایډن سفر نیمګړی پرېښود

د امریکا ولسمشر جو بایډن هوډ وکړ چې آسیا ته سفر رالنډ او امریکا ته د امریکايي پورونو په تړاو بحث کې ځان کانګرس ته ورسوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هوډ وکړ چې آسیا ته سفر رالنډ او امریکا ته د امریکايي پورونو په تړاو بحث کې ځان کانګرس ته ورسوي. په پام کې وه چې نوموړی به مخکې له دې چې پاپوا ګیني او اسټرالیا ته ولاړ شي، جاپان کې د ۷ سترو هېوادونو سرمشریزه کې ګډون وکړي. په پام کې ده چې ولسمشر بایډن په جاپان کې له سرمشریزې ختمېدو وروسته ژر واشنګټن کې کانګرس ته راستون شي. کانګرس کې د پورونو په اړه باب د بحث او خبرو ناکامي به ددې لامل شي چې امریکا د پورونو په ورکولو ونه توانېږي.‌ جاپان کې د ۷ سترو هېوادونو سرمشریزه ددغه هېواد په هیروشیما کې د مې له ۱۹ تر ۲۱ مې جوړېږي، چې په کې د اقلیمي امنیت په اړه خبرې کېږي او په پام کې وه چې بایډن به بیا اسټرالیا ته د هند، جاپان او اسټرالیا له مشرانو سره په څلور اړخیزه سرمشریزه کې ګډون کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *