افغانستان

نیمروز والي د رباط سرحدي کنډک له مسولینو او مجاهدینو سره لیدنه وکړه.

نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد رباط ته د سفر په ترڅ کې د رباط د سرحدي کنډک له مسؤلینو او مجاهدینو سره لیدنه وکړه.

نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد رباط ته د سفر په ترڅ کې د رباط د سرحدي کنډک له مسؤلینو او مجاهدینو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې نیمروز والي د رباط کنډک مسؤلینو او مجاهدینو ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
شیخ محمد قاسم خالد په دې سفر کې همدارنګه د سرحدي ځواکونو له پوستو څخه د لیدنې پر مهال د هېواد د دفاع په برخه کې د دوی کار نامې او سرښندنې ستایلي او په اړوندو چارو کې یې ورته لازمې سپارښتنې کړې دي.
نیمروز والي د هېواد د پولو ساتنه د عبادت یوه برخه ګڼلې او له مجاهدینو یې غوښتي، چې دغه دروند او سپېڅلی مسولیت په اخلاص، ایماندارۍ او تقوا سره ترسره کړي.
د رباط سرحدي کنډک مسؤلینو او مجاهدینو په دې لیدنه کې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد ته ډاډ ورکړی، چې د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې به د اسلامي نظام او د دې هېواد د پولو ساتنه کوي.
دوی ویلي؛ هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *