اجتماعی

ماشومانوته لومړني اړین درسونه

یو اعرابي خپل زوی ته وویل: ای زویه! کوښښ وکړه چې ښه عمل کوونکی او صالح شئ، چې د قیامت په ورځ له تانه پوښتنه کوي چې عمل دې څه دی؟ داپوښتنه نه کوي چې پلاردې څوک دی؟

یو اعرابي خپل زوی ته وویل: ای زویه! کوښښ وکړه چې ښه عمل کوونکی او صالح شئ، چې د قیامت په ورځ له تانه پوښتنه کوي چې عمل دې څه دی؟ داپوښتنه نه کوي چې پلاردې څوک دی؟

خپلو ماشومانوته له درې کلنۍ څخه ترڅلورکلنۍ پورې باید دا لاندې درسونه ورزده کړئ:

د چا بنده یئ؟ د الله بنده یم. د چا امت یې؟ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په امت یم. د چا په مذهب یې؟ د امام اعظم صاحب ابو حنیفه«رح» په مذهب یم. د چا دوست یې؟ د څلورو یارانو. د څلورو یارانو نومونه دې یاد دي ؟ هو، ابوبکرصدیق، عمرفاروق، عثمان غني او علي حیدر رضوان الله تعالی علیه اجمعین.

څو کتابونه حق دي؟ څلور کتابونه حق دي. د څلورو کتابونو نومونه دې یاد دی؟ هو، تورات، انجیل، زبور او فرقان(قرآن کریم). قرآن کریم د چا کتاب دی ؟ قرآن کریم د خدای کتاب دی. خدای پاک کوم څیزونه پیدا کړي؟ خدای پاک ټول څیزونه پیداکړي دي. لکه اسمان، ځمکه، انسانان، حیوانات او داسې نور شیان. اول له چا سره زیاته مینه لرې؟  اول له خدای سره . دویم څوک زیات خوښوې؟ دویم حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، بیا پلارجان او مورجانه

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم ماشومان زیات خوښول او مینه یې ورسره کوله. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به له وړوکو هلکانو سره ساعت تیري کوله او ماشومان به یې په غیږ کې اخیستل.

که چیرته ماشومان« بسم الله الرحمن الرحیم. لا اله الا الله محمد رسول الله. اللهم صل علی محمد وآل محمد» ووایي، خدای پاک او رسول الله صلی الله علیه وسلم  زیات ترې خوشحالېږي. په کومو وختونو کې بسم الله الرحمن الرحیم وایئ؟ د ډوډۍ خوړلو په وخت کې، د اوبو څښلو په وخت کې، د قرآن لوستلو او نورو کارونو په شروع کې. د خوراک او څښاک په پای کې الحمدلله ویل او شکر ویستل په کار دي.

په کومو وختونو کې باید خبرې ونه کړو؟ کله چې څوک لمونځ کوي. د ډوډۍ خوړلو پرمهال، د تلاوت په وخت کې، (په تشناب یا بیت الخلاء کې) او دجومات په داخل کې.

څه وخت باید سلام واچوو؟ کله چې له خوب نه ویښېږو(او نوي له خلکو او کورنۍ سره مخامخ کېږو)، کله چې جومات ته ننوځو، کله چې مکتب ته ځو، کله چې خپل کورته راځو.

چاته باید سلام واچوو؟ له ځان نه لوی ته، پلارجان او مورجانې ته، هرڅوک چې ووینو باید سلام پرې واچوو.

سلام اچول څه شی دي، او ځواب یې څه شی دی؟ سلام اچول سنت دي او ځواب یې واجب دی.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وایي: سلام اچول دعاده، هیڅ مسلمان له دې څخه مه محروموئ.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وایي: رښتینی مسلمان هغه دی چې نورمسلمانان د ده دلاس او ژبې له ضرر څخه په امن کې وي.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وایي: که غواړئ چې دوستي او مینه مو په منځ کې زیاته شي، یوبل باندې سلام واچوئ.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وایي: (که دچا سره په لار کې روان یې) که ستاسو په منځ کې ونه(یا کوم بل حائل راغله، او د ونې هاخوا بیا سره یوځای شوئ) یوبل ته سلام وکړئ.

ستا تبسم خپل ورورته صدقه ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: څوک چې په خپل اهل او اولاد باندې مصرف کوي، که په دې کې له خدای پاک نه د ثواب نیت ولري، دا مصرف یې صدقه حسابېږي.

څه وخت باید خپل لاسونه پریمنځو؟ کله چې له بیت الخلا‌ء(تشناب) څخه بیرون وځو، له ډوډۍ خوړلو نه مخکې او له خوراک او ډوډۍ خوړلو نه وروسته.

د ډوډۍ خوړلو دعا مو یاده ده؟ هو، د خوراک په آخر کې«الحمد لله الذي اطعمنا وسقانا و جعلنا من المسلمین» او په شروع کې «بسم الله و علی برکة الله» اوکه مو له یاد څخه ووتله،  او بیا را په یاد شوه نو د خوراک په منځ کې «بسم الله اوله و آخره» وایو. ډوډۍ خوړل مو زده دي؟ هو، لومړی بسم الله وایو، خوراک ورو ورو کوو او ښه یې ژوو، د نورو له مخې یې نه خورو او له خپلې مخې  یې خورو.

کله چې ماړه شوئ څه وایئ؟ وایو چې«الحمد لله» خدایه شکرچې مونږ ته دې خواړه را کړل.

دروغ څوک وایي؟ شیطان او خراب انسانان.

څوک چې دروغ ووایي څه جزا لري؟ دوزخ ته به ځي.

دوزځ څه شی دی؟ دوزخ ډیر خراب ځای دی، په دوزخ کې سخت اور، ماران او لړمان دي.

څوک چې دروغ نه وایي او ښه هلک او ښه نجلۍ وي، چیرته به ځی؟ جنت ته به ځي.

جنت څه شی دی؟ جنت ډیر ښه ځای دی، په جنت کې باغونه، ګلان، د شیدو او شاتو ویالې، میوې او ټول ښه شیان شته دي.

د اسلام پنځه بناوې مو یادې دي؟ هو، «ک» کلمه، «ل» لمونځ، «ر» روژه، «ز» زکات، «ح» حج د بیت الله شریف.

له ویده کیدلونه مخکې څه باید وکړئ؟ خپل غاښونه وینځو(اوپاکوو)، یا مسواک او برس وهو، خپله کلمه وایو، که خوب نه راتلو نو الحمد لله او قل هو الله احد زیات وایو.

واړه سورتونه ماشومانو باندې زده کړئ.

مسلمانان باید د فلق، ناس، انا اعطینا، والعصر، تبت یدا، قل یا ایها الکافرون او ځینې نور سورتونه وړو ماشومانوته زده کړي، که د میندوهم زده نه وي یوځای دې له خپلو ماشومانو سره زده کړي، له ماشومانو سره دې تکرار کړي، چې هم له ماشومانو سره مرسته وشي او پخپله یې هم زده کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *