صحت

د بیوزله ناروغانو درملنه او لاس نیوی

شاه محمود درویش له نیکه مرغه په دې وروستیو کې ویل شوي چې د افغــاني سرې مياشــتې ټولنــې دسوري زړه پر ناروغۍ داخته ماشــومانو يوه بله ډلــه هم په پلازمېنه کابل کې دريو کورنيو روغتونونــو تــه ددرملنــې په موخــه ور پېژندلې ده. سرچينې ديــوې خبرپاڼــې پــه خپرولو سره ويــلي، ۷۸ ماشــومان چې اوســمهال دســوري زړه لــه ناروغــۍ کړېــږي، پــه دغو روغتونونو کې بــه تر درملنې لاندې ونيول شي چې لګښــت يــې دافغــاني سرې مياشــتې له لوري ورکــول کېږي.

 

شاه محمود درویش

له نیکه مرغه په دې وروستیو کې ویل شوي چې د افغــاني سرې مياشــتې ټولنــې دسوري زړه پر ناروغۍ داخته ماشــومانو يوه بله ډلــه هم په پلازمېنه کابل کې دريو کورنيو روغتونونــو تــه ددرملنــې په موخــه ور پېژندلې ده. سرچينې ديــوې خبرپاڼــې پــه خپرولو سره ويــلي، ۷۸ ماشــومان چې اوســمهال دســوري زړه لــه ناروغــۍ کړېــږي، پــه دغو روغتونونو کې بــه تر درملنې لاندې ونيول شي چې لګښــت يــې دافغــاني سرې مياشــتې له لوري ورکــول کېږي.

ديادونې وړ ده، چې په تېرو ۱۸ مياشــتو کې افغاني سرې مياشتې دسوري زړه پــر ناروغۍ اختــه ۲ زره ۸۳۱ ماشــومان ددرملنې اوعملياتو لپــاره دهېواد دننــه بېلابیلوروغتونونو ته ورپېژندلي دي.

البته په ټوله کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د انسان پالنې او خواخوږۍ د مفکورې په لرلو تل د غریبو او بې چاره ناروغانو خدمت ته وردانګلي او په زیاترو اړمنو او بیوزلو کورنیو باندې یې هم د امکان تر بریده خپلي بشرپاله مرستې ویشلي دي، چې دا وقعآ غوره اقدام دی.هیره دې نه وي چې د افغانی سرې میاشتې عمومي رئیس څه موده وړاندې د خپل ولایتي  سفر په ترڅ کې هم داسې ویلي وو، چې غواړي خلکو ته پرمرستو سربیره دکاري فرصتونو زمینه برابره کړي، د نوموړي په وینا، له بیلابیلو مرسته کوونکو څخه یې غوښتنه کړې چې اړمنو کسانوته د مرستو پرځاي هغوئ ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه زمونږ خلکو ته یوازې په مرسته څه نه کېږي، راځئ زمونږ خلک ډیر کاریګر دي خلکو ته باید د کار زمینه برابره شي، یا ورته باغچې جوړ کړو او یا ورته په نورو برخو کې د کار زمینه برابره کړو، نوموړی داهم ویلي چې دا مهال په افغانستان کې په میلیونونه اقتصاد ځپلي خلکو ته په یوازې سر ځان رسول ناشوني دي او باید په دې برخه کې ورسره نړیوال او خلک همکاري وکړي،  دغه راز نوموړي داهم ویلي چې د دوئ لومړنۍ هڅه اړمنو خلکو ته د بشري مرستو رسول دي او ترڅنګ یې غواړي چې په ټول هېواد کې خلکو ته د کار زمنیه برابره کړي.

له شک پرته چې هېوادوالوته د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د کاري فرصتونو او زمینې برابرول یو لومړیتوب دی، ځکه همدا اوس زمونږ ګڼ شمیر هېوادوال د ځوانانو په شمول بیکاره او بې روزګاره دی او ورځینې ژوند یې هم له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دی، چې په دې برخه د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو او د سرې میاشتې ریاست ترڅنګ نورو داخلي او بهرنیو خیریه بنسټونو او مرستندویه هېوادونو ته ښایې چې د اړمنو افغانانو د لاسنیوي په موخه له دوئ سره د بشري مرستو ترڅنګ په ټوله کې بیکاره او بې روزګاره هېوادوالو ته د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د کار زمینې برابرې کړي، ځکه مرسته خو لنډ مهاله وي او د کاري زمینې برابریدل بیا په منځ مهال او اوږدمهال کې د دوئ د ستونزو په حل او کمښت کې مثبت اغیز لرلی شي.

د یادونې وړ ده چې په ټوله د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د انسان پالنې او خواخوږۍ د مفکورې په لرلو تل د جنګ او جګړې د معیوبینو او غریبو ناروغانو خدمت ته وردانګلي او په زیاترو اړمنو او بیوزلو کورنیو باندې یې خپلي بشرپاله مرستې ویشلي دي، دغه خیریه ټولنې په دې وروستیو څو کلونو کې دشته ناڅیزه امکاناتو په لرلو سره بیا هم توانیدلې چې د هېواد په یو شمیر سیمو کې چې د کال په مختلفو موسمونو کې هېوادوالو ته د سیلابونو د راوتلوله امله زیان ور اوښتی، کورونه یې ړنګ شوي، د امنیتي ستونزو له کبله له کوره بې کوره شوي اویاهم ډول ډول مصیبتونو ځپلي، بیړنیومرستو او لاس نیوي ته اړ شویدي، نو په مناسبو وختونو کې د سرې میاشتې ټولنې له خوا له دوئ سره هم لازمې مرستې شویدي، همداشان دغه خیره ټولنې دهېواد بیوزلو او اړمنوهېوادوالو سره د مرستې ترڅنګ په دې هم توانیدلې، هغه شمیر ماشومان چې د زړه سوري په ناروغۍ اخته دي په هېواد کې دننه د خصوصی روغتونونو په همکارۍ د درملنې ترڅنګ، د همدغې ټولنې د هلو ځلو له کبله دیو منظم مهال ویش پراساس په ګروپي ډول د پام وړ شمیر د بیوزلو کورنیو ماشومان د درملنې په موخه له هېواد څخه بهرلکه: المان … او ځینو نورو هېوادونو ته لیږل شوي او د لازمې درملنې څخه وروسته بیرته هېواد ته را ستانه شویدي او دا لړۍ لاهم دوام لري .

بناً په ټوله کې د اسلامي امارت ترڅنګ اړینه ده چې د هېواد ملي پانګه وال، ملي سوداګر او نور له مالي پلوه شتمن او توان لرونکي هېوادوال باید هڅه وکړي چې د خواخوږۍ او بشرپالنې دنیک احساس او انسان پالنې د غوره مفکورې له مخې د سرې میاشتې ټولنې سره بسپنه او لازمه مرسته وکړي ترڅو دغه ټولنه لاهم په خپلو پښو ودریږي، مالي بنسټ یې پیاوړی او یوه اندازه امکانات دوئ ته په لاس ورشي ترهغه چې د کال په مختلفو موسمونو کې چې زمونږ کوم شمیر هېوادوال له ډول ډول مصیبتونو او ستونزو سره مخامخ کېږي او بیړنیومرستو ته اړتیا پیداکوي، په مناسبو وختونو کې له دوئ سره لازمې لومړنۍ مرستې وشي ترڅو زمونږ دغه مصیبت ځپلي او بیوزله هېوادوال له شته ستونزو څخه وژغورل شي، نوبې له شکه چې زمونږ ددغه ملي پانګه والو، ملي سوداګرو او نورو شتمنو او له مالي پلوه توان لرونکو هېوادوالو دغه بشرپاله انساني مرستې چې د سرې میاشتې د ټولنې له طریقه یې د هېواد بیوزلو خلکو او اړمنو کورنیو سره یې کوي، پاک الله (ج) به سره له دې چې ددوئ په مال کې خیر او برکت واچوي، دوئ ته به عظیم اجر اوثوابونه هم ور په برخه کړي.

همداشان د یاددښت وړ ده چې اړمنو هېوادوالو سره د بشري مرستو په برخه کې د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو او د سرې میاشتې ریاست ترڅنګ نورو ټولو کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو او مرستندویه بشرپاله هېوادونو هم ته ښایې چې د اړمنو او بیوزلو افغانانو د لاسنیوي په موخه له دوئ سره د بشري مرستو ترڅنګ په ټوله کې  بیکاره او بې روزګاره هېوادوالو ته د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د کارې زمینو په  برابرولو کې خپل بې دریغه همکاري و نه سپموي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *