تبصره

افغانانو په یوه پېړۍکې درې زبر ځواکونه راڅملول !

ځينې روڼ اندي په دې باور و چې شاهي مطلقه دې ختمه شي او مشروطه دې پیل شي. هماغسې وشول، سردار محمد داوود خان او شاهي کورنۍ له لوړو څوکیو لرې شول. افغان ملت هم د دیموکراسۍ لسیزه تجربه کړه او څو صدراعظمان یې ولیدل (په وروسته پاتې هېوادونو کې ولسواکي نه چلیږي، نور نظامونه چلیږي.)   

لیکنه: محمدعلي عظمت

ځينې روڼ اندي په دې باور و چې شاهي مطلقه دې ختمه شي او مشروطه دې پیل شي. هماغسې وشول، سردار محمد داوود خان او شاهي کورنۍ له لوړو څوکیو لرې شول. افغان ملت هم د دیموکراسۍ لسیزه تجربه کړه او څو صدراعظمان یې ولیدل (په وروسته پاتې هېوادونو کې ولسواکي نه چلیږي، نور نظامونه چلیږي.)

په لس کلنه دیموکراسي کې سردار محمد داوود خان هم په کور ناست و خو پټ په پټه یې فعالیتونه کول. د ۱۳۵۲ هـ.ش د سرطان په ۲۶مه یې کودتا وکړه او داسې کودتا یې وکړه چې د چا پوزه هم پکې وینې نه شوه. پاچا په روم کې پاتې شو او خپل پرېښلیک (استعفی لیک) یې راولېږه. داودخان جمهوریت اعلان کړ، له نوموړي سره کمونیستانو په کودتا کې همکاري وکړه، نو ده هم ځينې کمونیستان په کابینه کې شامل کړل.

چې څوک له دین او ایمان څخه تېر شي په هغوی کې د وفا شمع هم مړه شي، نو بناءً سره کمونیستان د پاچا ظاهرشاه له زمانې راپیدا شوي وو. منظم شوي وو، ان د هغه تر اردو رسېدلي وو، په ولسي ادارو کې یې هم په فعالیت لاس پورې کړی و. سره کمونیستان لومړی د خلق او پرچم په نوم ووېشل شول، په همدې نومونو یې نشرات کول، د خلق مشر نور محمد تره کي او د پرچم بانډ مشر ببرک کارمل و. ولې د شورویانو د لاسوهنې په اساس انشعاب په اتفاق واوښت، بېرته دواړه سره متحد شول، فعالیتونه یې ګړندي کړل او په ټولو ډګرونو کې یې د اسلام خلاف تبلیغات کول. آن تر دې چې د اسلام په  رسول محمد صلی الله علیه وسلم پسې یې سپکې سپورې شروع کړې، د (مرد نه زنه) په نوم یې یاد کړ.

د ۱۳۵۷ هـ.ش میاشت وه، د کمونیستانو یو مشر میر اکبر خیبر ووژل شو، کمونیستان په ډېر درنښت د هغه تکفین او تدفین وکړل، د هغه جنازه د کابل له ډېرو واټونو تېره شوه او بالاخره هغه یې دفن کړ. د قبر په سر یې ډېر سخت تقریرونه وشول، د نوموړي د قتل تور په محمد داوودخان پورې شو، د هغه له لوري ځينې مشهورې څېرې زنداني شوې. سردار ته چا مشوره ورکړه چې ټول ووژنه، خو هغه د نه ځواب ورکړ، استدلال یې دا و خلک به وایي ،چې: جمهور رئیس د خپل رعیت وګړي وژني. (کاش چې ټول ګوډاګیان یې وژلي وای!)

د ۱۳۵۷ هـ.ش کال د غوایي په اوومه غوایانو کودتا وکړه، د سردار محمد داوودخان جمهوریت یې چپه کړ او داسې نظام یې جوړ کړ چې د شورویانو له رحم او کرم نه برخمن و. کابینه یې جوړه کړه او تره کی بې د هغه په رأس کې د جمهور رئیس په نوم سره واکمن  کړ، نوموړي په لږ وخت کې اته فرمانونه جاري کړل، چې کمونیسته څېره یې له ورایه په کې وبرېښېده، بل خوا مسلمان ملت هم چې د دوی هر څه ولیدل/ واورېدل، نو په دریمه ورځ یې د علماؤ کرامو په فتوی د هېواد په څو سیمو کې حکومتي اهداف په نښه کړل.

د کمونیستانو له اوږدو اوږدو د هورا له رمباړو سره ملت هم په جهاد لاس پورې کړ او د هغو ډېر عسکر یې د الله اکبر په چیغو ووژل، ټپیان کړل او یا یې ژوندي ونیول. همداراز یې ډېرې سیمې هم ترې پاکې کړې. د کمونیستانو ترمنځ لا له پخوا اختلافات وو، نو د نورمحمد تره کي وفادار شاګرد (امین) د خپل استاذ په خوله بالښت ورکېښود او هغه یې وواژه، حفیظ الله امین د کمونیست ګوند د خلق بانډ دوهم کس و چې له ډېرو القابو سره واکمن شو، د مجاهد ملت خلاف یې خپله جګړه لا ګړندۍ کړه، د ملت وژلو، تړلو، بندي کولو او شړلو ته یې ښه شدت ورکړ، د ۱۳۵۸ هـ.ش کال د عقرب په میاشت کې یې د ۱۲۰۰۰ بندیانو لیست په  داخله وزارت را وځړاوه چې نوموړي په شهادت رسولي وو.

هو! د حفیظ الله واک او ځواک هم ډېر دوام ونه کړ، د همدې کال د جدي په ۶مه سرو شورویانو د امین په کور یرغل وکړ، په ډېر بدحال یې د خپلو کمونیستي اهدافو قرباني کړ او ۱۲۰ زره عسکر له پرمختللیو وسلو سره د کابل په هوايي ډګر ښکته او بیا د هېواد په سمه او غره باندې خپاره واره شول. پټه دې پاتې نه وي چې شورویانو د پرچم ډلې مشر له تاشکند راډېو د کابل راډېو په څپو باندې راوغږاوه. خو دا هم باید ووایو چې په وفادار شاګرد امین یې د غربي ګوډاګي تور پورې کړ، ځکه نوموړی په امریکا کې زده کړې کړې وې، د شورویانو تجاوز وارساخېلو هم جائز وباله.

د شورویانو دا عادت دی

چې یې مردار کړي په غرب یې ورتپینه!

شورویانو یرغل وکړ، ناپيیلی هېواد یې اشغال کړ، چې د دوی یرغل د صلیبیانو د یرغل لامل شو. (الحمدلله چې دواړه مات شول) سرو شورویانو او د هغوی غلامانو به ویل:( تاریخ نه تکراریږي)، له نېکه مرغه چې افغانانو د دوی تاریخ ور تکرار کړ. (هم یې تاریخ تکرار شو او هم یې جغرافیه ورانه شوه)

شوروي یرغل زموږ هېواد ته ستر زیان واړاوه، ټول هېواد یې وران ویجاړ کړ چې تر اوسه لا ډېرې سیمې ورانې ویجاړې پرتې دي. شورویانو او لاسپوڅو یې شپاړس لکه افغانان په شهادت ورسول. زرګونه نور یې معیوب او بې شمېره یې تري تم کړل. متجاوزینو  لکونه شمېر بمونه او ناچاود توکي هم دلته پرېښودل چې اوس هم افغانان پرې شهیدانیږي او ټپي کېږي.

شوروي یرغلګرو زموږ تعلیمي نصاب را ګډ وډ کړ.

شورویانو او لاسپوڅو یې هر څه وکړل خو د افغانانو عزم، اراده، مبارزه او مجاهده یې کمزورې نه شوه کړای، بلکې د هېوادوالو جهاد یې لا قوي او زورور کړ. سره شورويان دې ته اړ شول، چې له افغانستانه پښې سپکې کړي او د خپلو متجاوزو عسکرو د مرګ مخه ډب کړي او نورې شورویانې بورې، ورارې او کونډې نه کړي. نو هماغه و چې [ ژنیو] تړون یې لاسلیک کړ او په ژوند کې یې تاریخ تکرار شو. د دلوې په ۲۶مه ځوړند سرونه، ټيټې سترګې د آمو په سیند پورې وتل او وروستي عسکر یې په حسرت بېرته بېرته را وکتل.

شورویان له افغانستانه لاړل ووتل، د ملګرو ملتونو د اصولو مطابق د افغانستان غرامت او تاوان د دوی په غاړه و، یعنې زموږ د هېواد جوړول د دوی په اوږو بار و، خو دوی غرامت رانه کړ او لا هم زموږ قرضدار دي.

باید شورویانو زموږ په هېواد کې ښخ کړي بمونه ویستلي وای او همدا شان چې کوم کسان دوی شوروي ته وړي وو، هغوی یې راسپارلي وای، شوروي یرغل د دې لامل شو چې صلیبیانو په افغانستان باندې یرغل وکړ، خو دواړه اشغالونه د مجاهدینو په مټ مات شول او دواړه ښکېلاکګر د تاریخ کندې ته وغورځېدل او د افغانانو په څه باندې یوه پېړۍ کې درې یرغلګر راڅملول!!

(لله الحمد) اوس په ګران هېواد کې نظام سل په سله اسلامي دی، حکومت او واک د هېواد د اصیلو بچیانو په لاس کې دی. هر څه په عادي حالت روان دي، اوس بهرنیان د سفارتکارو، پانګه والو او سیلانیانو په حیث را درومي. اشغالونه پای ته رسیدلي دي!

یو ټکی باید ذکر شي، هغه دا چې د شورویانو له تېښتې وروسته اتحاد جماهیر شوروي په کریملین کې هم ټينګ نه شو، له خېټې یې ۱۵ ازاد خپلواک هېوادونه را ووتل، نو آرزو مو دا ده چې د امریکا متحده ایالتونه هم په ۵۲ خپلواکو هېوادونو تبدیل شي. (د یوې داسې ورځې په هیله).

دا چا نه منله حتی نظامیانو هم نه منله چې شورویان به ماتې وخوري، خو افغانانو د شورویانو تاریخ او جغرافیه ور بدل کړل، له لوی شوروي څخه (روس) راووت او کمونیزم داسې ماتې وخوړه چې د یو شوروي دوه هېواده (روس او اوکراین) هم له دوو کلونو راهیسې سره په جنګ دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *