افغانستان

په غور کې د پولیسو روغتیايي مرکز د رغولو چارې بشپړې شوې

د غور سیمه ییز مسئولین وايي چې په دغه ولایت کې د پولیسو روغتیايي مرکز د رغولو چارې بشپړې شوې دي.

د غور سیمه ییز مسئولین وايي چې په دغه ولایت کې د پولیسو روغتیايي مرکز د رغولو چارې بشپړې شوې دي.
د غور د پولیسو ویاند مولوي عبدالرحمن بدري د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه کلینیک د کورنیو چارو وزارت له بودجې څخه د ۱۶ میلیونه ۶۳۳ زره افغانیو په لګښت جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
له بلې خوا په غور کې پولیسو ویلي چې د یاد کلینیک په جوړېدو سره به د دوی روغتیايي ستونزې لرې او نور اړ نه دي چې د درملنې لپاره له ولایت څخه بهر لاړ شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *