فرهنگی

د (جم ، جام ) دحقیقي اوفولکلوریکو روایاتوپه رڼا کې

افغانستان پنځه زره کلن زوړتاریخ لري او ورسره جوخت په خپله سینه کې دماضي ډیرې کیسې اوافسانې هم خښې لري داسې کیسې چې په اورېدلواویا د تاریخ په پاڼوکې په لوستلویې دهراوریدونکی اولوستونکی په ذهن کې کټ مټ دهغه زمانې تصورات راغبرګیږي چې دا کیسې پکې واقع شوې دي ، دا کیسې زیاتره افسانوي بڼه لري ځکه داسې عجایب اوغرائیب پکې غږول شوي وي چې د لوستونکي اواورېدونکي ذهن یې په آسانۍ سره منلوته نه وي تیار، خوبیا هم ترلوړه بریده واقیعتونوته ځکه ورلنډې وي چې دماضي شاعرانوهم دخپلوشعرونوپه فردونوکې دهغه واقیعتونوته اشاره کړې وي .

افغانستان پنځه زره کلن زوړتاریخ لري او ورسره جوخت په خپله سینه کې دماضي ډیرې کیسې اوافسانې هم خښې لري داسې کیسې چې په اورېدلواویا د تاریخ په پاڼوکې په لوستلویې دهراوریدونکی اولوستونکی په ذهن کې کټ مټ دهغه زمانې تصورات راغبرګیږي چې دا کیسې پکې واقع شوې دي ، دا کیسې زیاتره افسانوي بڼه لري ځکه داسې عجایب اوغرائیب پکې غږول شوي وي چې د لوستونکي اواورېدونکي ذهن یې په آسانۍ سره منلوته نه وي تیار، خوبیا هم ترلوړه بریده واقیعتونوته ځکه ورلنډې وي چې دماضي شاعرانوهم دخپلوشعرونوپه فردونوکې دهغه واقیعتونوته اشاره کړې وي .

له دغه عجایباتوڅخه یوهم د (جم ، جام) دی چې نوم یې نه یوازې په کتبي اوشفاهي روایاتوکې زموږ ترزمانې رارسېدلی بلکې د شاعرانوپه شعرونوکې هم د تشبهاتوپه بڼه زښته ډیرذکرشوی دی چې په دې توګه دیاد (جام) په اړه یې په ذهنونوکې یورېښتني تصویرراغبرګ کړی ځکه خصوصیات یې په بشپړډول په خپلوشعرونوکې واضح کړي دي .خو اصلا د جم جام یوه لرغونې اود آریایانود زمانې را پاته یوه نادېره اوحیرانونکې اختراع ده چې نه یوازې د شاعرانو په شعرونو بلکې د فولکلوراواساطیري روایاتو(هاله ) هم ترې راچاپیره ده نوځکه یې د افغانستان د لرغونې تاریخ په پاڼوکې نورعجیب اوغریب خصوصیات هم بیا ن شوې دي .

د (جم جام ) لکه د نامه نه یې چې څرګندیږي د جمشید (یما ) با چا په زمانه کې موجود واوپه هغه باچا پورې یې اړه درلوده ، سره له دې چې دآریایانوروایتونه څرګندوي چې دغه جام اصلا د کیخسرو،  و ، خوڅنګه چې لومړنی جوړونکې اومخترع یې جمشید و اوده په لومړنۍ بڼه را منځ ته کړې و نوځکه د هغه په نامه یادیږې ، دا باچا په اوستا کې د (ییمه ) اوپه ویدا کې د (یمه) په نامه یاد شوې شاهنامو او د اسلامي دورې مآخذونو له دې نامه څخه (جم) جوړکړی دی او(شید) یې چې د (روښان)  په مانا دی د یما له صفتونوځنې دي ورسره ضمیمه اودده له نامه سره یوځای ذکرشوی دی اوپه دې توګه له دې اسم او صفت څخه د جم + شید (جمشید)  نوم تسمیه شوی دی .

د جام جم تر څنګ یما څونامتویادګاري څیزونه نورهم درلودل چې دده د واکمنۍ نښې ګنل کېدې ، لومړې د واکمنۍ امسا ، دوهم د ټول واکۍ غمې ، درېیم د سرو زروسسپار، څلورم توره او پنځم (جام ) و چې په جا م کې ټوله دنیا لیدل کیدله . لکه دمخه چې وویل شول داسې روایتونه هم شته چې ده دا جام ساده جوړکړې و خو(نړی ښود ) جام بیا د کیخسرو په زمانه کې ترې جوړشو ځکه کیخسرو دغه جام ته تکاملې بڼه  ورکړه .

د (جم جام) هندسي کرښې درلودې  اوددې کرښوشمیرنو د ( اصطرلاب)  ددایروله مخې د ستورو لوړوالې له یوبل سره واټن اوپه دې اړه نورمعلومات هم څرګندول ، همدا رازپه دې جام کې د وخت پیښې څرګندېدلې او معلومېدلې ، دا جام د ( جام جم ، جام جمشید ، جام جهان نما ، د جم پیاله ، د سلیمان پیاله یا آئینه  ) په نومونوهم یاد شوې دی ، همدا راز دا جام د (جام جهان آرا ) جام جهان بین اونوروپه نومونوهم یاد شوې دی ، وایې چې په دغه جام کې د نړۍ  ښه اوبد ټول له ورایه معلومېدل اود اوو فلکونو رازونه پکې لیدل کیدل .د(جام جم) دهغه زمانې یوه عجیبه پدیده او د خپل وخت د حیرانۍ وړلوښې و ، له همدې کبله له (جمه تر دې دمه ) یې یادونه تاوده اوتازه ساتل شوې  اود افغانستان په اساطیرو کې لوی او لوړځای لري اوهمدارنګه د پښتو او دری ادب تراوسه په دې رنګین جام کې اوبه چښي او ګڼو شاعرانو دا جام د (تلمیح ، کنایو او د تشبیه ) په توګه هم یاد کړی دی .

عبدالرحمن بابا وایي :

هغه زړه چې خدای روښان کا جام د جم شې

په دا جام کې ورښکاره تمام عالم شې

لسان الغیب حافظ شیرازې په یوه شعر کې د جم جام داسې را اخیستی دی

سالها دل طلب جام جم زما میکرد

آنچه خود داشت زبیګانه تمنا میکرد

ننې علم هرڅه را منځ ته کړې خو داسې څه یې نه دې را منځ کړې چې د جام جم سره ورته والې او یا ورسره سیالي وکړای شي که څه هم تلویزیون په  دې برخه کې (جام جم ) ته یوڅه ورته والې لري خوپه تلویزیون کې هغه څه لیدلای شو چې د تلویزیون مرکزیې په خپله خوښه خپرول غواړې ، په جام جم کې هرڅه د لیدونکې په خوښه و یانې څه به یې چې غوښتل او یا به یې معلومات ترې حاصلاوه په جام جم کې به ورته معلومېدل  .

دشاعر په قول :

دا بې مثله زړه مې جام لکه د جم شو

پکې وینم اوه ځمکې ، سماواته

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن