جهان

غزه کې د شهید شویو ملکي وګړو شمېر د اوکراین او عراق له جګړو هم زیات دی

غزه کې د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۵ زره ۱۲۵ تنو او د ټپیانو شمېر بیا ۶۲ زره ۶۸۱ تنو ته رسېدلی دی.

غزه کې د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۵ زره ۱۲۵ تنو او د ټپیانو شمېر بیا ۶۲ زره ۶۸۱ تنو ته رسېدلی دی.

د اسرایلو له لوري په وژل شویو دغو فلسطینیانو کې اکثریت ښځې او ماشومان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اشغالي فلسطیني سیمو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورټره اسرايیل د دې له امله پړه بولي، چې د تېر کال د اوکتوبر له اوومې نېټې راهیسې یې د عراق او اوکراین په جګړو کې تر وژل شویو کسانو یې هم ډېر کسان وژلي

او دا یې په روانه پېړۍ کې تر ټولو مرګونې جګړه بللې ده.

فرانچسکا البانیز د ټوېټ په یو پیغام کې ویلي، چې اسرایلو د غزې د ټول نفوس له ډلې ۱،۱ برخه وژلې ده، چې دا شمېر د عراق او اوکراین په جګړو کې د وژل شویو کسانو د شمېر په نسبت ډېر لوړ دی.

تر یونیم میلیون زیات د غزې اوسېدونکي بیا له خپلو مېنو بې ځایه شوي او اوس مهال په سختو حالاتو کې د ملګرو ملتونو اړوند او نورو پنډغالو کې له کړاوه د ډک ژوند شپې او ورځې تېروي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *