افغانستان

د خوست- کابل د دویم لین سړک د مالومونې چارې پیل شوې

د خوست ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د خوست- کابل د دویم لین سړک د مالومونې چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

د خوست ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د خوست- کابل د دویم لین سړک د مالومونې چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې یاد سړک د ۷ کیلو مترو په اوږدوالي او ۲۱ مترو په سور جوړېږي چې لګښت یې د ښاروالۍ ریاست له عوایدو څخه ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه:« اوس په خوست ښار کې ۸ پروژې ترکارلاندې دي چې د ښاري ښکلا ترڅنګ به ورسره د ولسونو ګنې ستونزې حل شي».
همداراز مولوي حبیب د حیدرخیلو قوم په استازیتوب وویل، موږ د خپل امر او د هر امر تابع یو او غوښتنه یې دا ده چې په یاد سړک کې راغلي ملیتونو دې لومړۍ براورد وشي او خلکو ته دې د ملکیتونو بدل ورکړل شي اوهم دې د استملاک مسئله خلاصه شي.
په ورته وخت کې د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت وویل، چې ولایتي اداره د خپلو ولسونو په همکارۍ هڅه کوي چې د یاد ولایت مېشتو ولسونو د هوساینې په موخه ټولګټې پروژې پلې کړي او په تېرو دوو کلونو کې دا ثابته شوې چې اسلامي امارت د هېواد بیارغونې ته ژمن دی.
قومي مشر او د علماو شورا غړي توريالی منګل بيا وايي چې دغه سړک ملي شتمني ده چې نه يوازې دا چې د ګڼې ګوڼې په کموالي کې به مهم رول ولوبوي بلکې د خوست په اقتصادي حالت به هم مستقيم اغیز ولري او د خوست ولسونه د بیا رغونې پروژې د پلې کېدو ملاتړ کوي او موږ د اسلامي امارت ترڅنګ هر ډول قربانیو ته چمتو یو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *