ادب

د پښتو « ننني ليکوال » اثر چاپ شو

نوري دغه اثرد دوو ادبي ستورو استاد قيام الدين خادم او پوهاند صديق الله رښتين اثر دی چې د کندهار پوهنتون د استاد پوهنمل مطيع الله روهيال پر سريزې، زياتونې او تعليقاتو او د څېړنپوه سيدنظيم سيدي پر اهتمام د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا په ښکلي صحافت چاپ شوی دی.

 

نوري

دغه اثرد دوو ادبي ستورو استاد قيام الدين خادم او پوهاند صديق الله رښتين اثر دی چې د کندهار پوهنتون د استاد پوهنمل مطيع الله روهيال پر سريزې، زياتونې او تعليقاتو او د څېړنپوه سيدنظيم سيدي پر اهتمام د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا په ښکلي صحافت چاپ شوی دی.

په دغه کتاب کې زموږ د ادب د اسمان دوو ستورو د خپلو هم مهالو ليکوالو او شاعرانو پېژندنه او د اثارو بېلګې راوستي چې آن نن هم دا خبرې نوې او د کټنې وړ دي. دوی په خپل وخت کې له ممکنه منابعو څخه کټنه کړې چې ځينې ليکوال او شاعران يې په تفصيل او ځينې يې هم په لنډ ډول معرفي کړي دي .په ټوله کې ويلاي شو چې دا کتاب درې سترې برخې لري: لومړۍ برخه يې د متن پر معرفۍ او د ليکوالانو پر هر اړخيزې پېژندنې چورلي، د فرهنګي ژوند ټول اړخونه يې را سپړي او برياليتوبونه يې په ګوته کوي او بالاخره په پاي کې يې د همدغه متن ارزښت او اهميت په ډاګه کوي.

دويمه برخه يې اصلي متن دی چې زموږ دوو سترو ليکوالو په بېلابېلو مقالو، کالنېو او مجلو کې چاپ کړي او دلته د مدون له خوا په کټ مټ بڼه را اخيستل شوي او بيا پرې تبصره شوې ده.د کتاب درېيمه برخه تعليقاتو ته ځانګړې شوې چې دا برخه د مدون په مرسته د نويو سرچينو په رڼا کې بشپړه او د ضروري اړخونو يادونه يې شوې ده چې پر همدې اساس دغه کتاب د ادب مينه والو په ځانګړې توګه ادب تاريخ او ادبي تذکرې ليکوالو ته د لومړي لاس منابعو په توګه کار ورکوي او بې له شکه تر دې دمه چې په دې برخه کې کومې ستونزې او نيمګړتياوې وې، هغه بشپړولای شي. د افغانستان دعلومو اکاډيمۍاوادبي ټولنو د دغو دوو شخصيتونو د ژوند په هکله معلومات وړاندي کړي،چې ستاسې درنو لوستونکو پاملرنه ورته رااړوو.

ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين په ۱۲۹۸ لمريز کال دمومندودغازي آباد کلي دمرحوم مولوي تاج محمد ((مهتمم)) په روحاني او منوره کورنۍ کې دنياته سترگي روڼي کړې . پوهاند رښتين لا ډير وړوکۍ و چې دپلار دمهر اومحبت سيوري يې له سره کم سو. دده مور دهغه روزنې ته زياته پاملرنه وکړه دهغي برکت و چې ده او دده وروڼودښوونې پر ور پل کښېښود . هغه په وړکتوب کښې لومړنۍ مذهبي زده کړه په خصوصي ډول په خپل کور کې تر سره کړيده .له لومړنيو ديني زده کړو وروسته په ۱۳۱۱ لمريز کال دننگرهار دهډې په نجم المدارس کښې شامل شو ،په دغه مدرسه کې تر درې کالو تيريدو وروسته په ۱۳۱۵لمريز کال دکابل په دارالعلوم کې داخل او هلته يې زده کړه وکړه .پوهاند رښتين دتعليم تر څنگ يې دمطبوعاتو سره هم مينه او علاقه پيداسوه ،داصلاح داخبار لوستلو ته یې مخه کړه چې دهغه دذهنيت په روښانه کولواو هڅولوکې يې زيات

مثبت رول لوبولی دی .رښتين په ۱۳۱۸ لمريز کال له کابل دارالعلوم څخه دمتوسطې ددورې اعلي شهادتنامې په تر لاسه کولو سره دهمدغه کال دسنبلې دمياشتي په لومړۍ ورځ دادبي چمن او پښتو ټولنې په غړيتوب ومنل سو. د۱۳۲۰ لمريز کال دزمري (اسد) په مياشت کې دپښتو ټولنې دقواعدو دڅانگي مدير وټاکل سو ،يو کال وروسته دوري (حمل) په مياشت کښې دپکتيا د((وړانگي دجريدې )) لومړی مؤسس او چلوونکې و،دهمدې کال دثور په مياشت کې دپښتو ټولنې مرستيال کفيل ،دلغاتو او قواعدو دڅانگي مدير دنده یې پر مخ وړه. په ۱۳۲۲ کال دپښتو دايرت المعارف دژباړودڅانگي دمشر په توگه وټاکل سو ،په ۱۳۲۶کال دميزان په مياشت کښې دفراه په ولايت کښې د((سيستان)) دجريدې مؤ سس او لومړ خپرونکی و ،يو کال وروسته په سنبله کې دپښتو ټولنې مرستيال او دپښتو دايرت المعارف امر وټاکل سو . د۱۳۲۹کال دزمري په مياشت کښې يې پر پورته ويل سوو دندو د((هيواد )) اخبار چلوونکې و، او هم یې دادبياتو په پوهنځي کښې محصلينو ته دتدريس چاري پر مخ بيولې او هلته استاد و.په ۱۳۳۰ کال دپښتو ټولنې لوی مدير مقرر سو ،او په ۱۳۳۱ کال د((زيري)) داخبارددوهمي دورې مؤسس و،د ۱۳۳۴ کال دحمل په مياشت کې دپښتو ټولنې دمشر او وروسته بياد ۱۳۳۵کال په سر کې دښووني وزارت پښتو مشاور اودادبياتو دپوهنځي داستادۍ رسمي دنده ور وسپارل سوه ، چې همدا دنده یې تر ۱۳۳۶کال پوري سرته ورسول . په ۱۳۵۲ کال یې تقاعد پانه تر لاسه کړه ؛ هغه دژوند تر وروستيو سلگيو پورې يې بيادولتي دنده سرته نه ده رسولې او نه يې هم دکوم دولتي نشراتي ارگان سره دليکني مرسته وکړه . پوهاند رښتين پر رسمي هڅو سر بيره يو شمير مطبوعاتي او فرهنگې دندي هم تر سره کړي دي ، دبيلگي په توگه هغه په ۱۳۲۸ – ۱۳۲۹ کښې دشپې لخوا دکابل راډيوديوې ځانگړي خپرونې دچلوونکې په توگه کار کړيدی. همدا ډول له ۱۳۳۳ نه تر ۱۳۳۷ کال پوري دمازديگر لخوا په کابل راډيو کې ديوې ځانگړې خپروني دپښتو کميټي غړی و او بياد۱۳۳۶نه تر۱۳۴۰کال پوري دکابل راديو درنگارنگ خپرونو دچلوونکې دنده په غاړه لرل؛د۱۳۴۳نه تر ۱۳۴۸کال پوري يې دکابل راډيو دادب دوږمو پروگرام پر مخ بېول . پوهاند رښتين ديو لړ علمي او ادبي ليکنو اوخپرولو وروسته په ستاينليکونو او نښانو نو نما نځل سويدی اوتر۱۵ يې زياتي جايزې هم تر لاسه کړي دي . د پوهاند رښتين مورنۍ ژبه پښتو وه ولې په فارسي ، اردواو عربي ژبو یې هم اثار ليکلي ،له عربي او اردو نه يې يو شمير ژباړنې کړ يدي .دپوهاند صديق الله رښتين ۲۶۵ رسالې او کتابو نه چاپ سوي دې ،رښتين دخپل عمر په اوږدو کې په يو شمير بهرني او داخلي ټولنو او غونډو کې برخه اخيستې ده .دغه استاد دنړۍ ځينو هيوادو لکه پخواني شوروي اتحاد ،ايران،مصر ،هندوستان، او پيښور ته سفرونه کړيدي . زموږ دهيواد ددې وتلي څيرې په هکله اکاديميسين پوهاند ډاکټر محمد رحيم الهام ليکې : استاد رښتين يو غښتلي او په خپله برخه کې پوخ ليکوال ،محقق او مدرس و ، دي دپښتو دودې په تحقيقي ،تخليقي او تدريسي برخه کښې په هسکه غاړه زموږ دمخکښانو په قطار کې ولاړ دي .

پوهاند رښتين دپښتو ادب پنځم ځلاند ستوری نومول سويدی ،دې لوی عالم داوږدې ناروغۍ له کبله دپيښور دليډيريډنگ روغتون دبولټن بلاک په لسمه کوټه کې په ۱۳۷۷لمريز کال له فاني دنيانه دابد لپاره سترگې پټې کړې . درښتين ليکنې او هڅوني نه يوازي داچې دافغان ولس لپاره لويه علمي خزانه ده بلکې دلويو علمي وياړونو ځلاند نمونه هم ورته ويلای شو.همدارنګه مرحوم قيام الدين خادم په ۱۲۸۶لمريز کال دکامي ولسوالۍ په يوي روحاني کورنۍ کښې دنياته سترگې پرانيستي دي . د خادم پلار مرحوم ملا حسام الدين اخوند پخپله سيمه کښې يو مشهور او پوه عالم و .قيام الدين خادم لومړنۍ زده کړي پخپل کور کښې دخپلو والدينو څخه تر سره کړيدي . خادم داسلامي علومو زيات شمير کتابونه لوستي وه ؛ هغه صرف ،نحوه ،منطق حکمت ،فقه ،حديث ، تفسير اونور مروجه علوم یې هم لوستلي دي . هغه دديني پوهي دترلاسه کولو لپاره ۱۵ کاله دهيواد په داخل او له هيواد نه بهر سفرونه کړېدي .

ارواښاد خادم دلومړي ځل لپاره په ۱۳۰۴لمريز کال دکامې په ابتدائيه ښوونځي کښې دښوونکې په توگه دندې په سرته رسولو وگمارل شو. پس له څه مودې هغه هندوستان ته سفر وکړ تر سفر وروسته کله چې وطن ته وبېرته راوگرځيد دجلال آباد په يوه ښوونځي کې دښوونکې په توگه مقرر شو. خادم دوه نيم کاله په لواړگه کې اوسېده ،همدلته دشاعرۍ ،ليکوالۍ او ادبياتو سره دهغه مرموزي علاقي انکشاف پيداکړ ،همدلته په لواړگه کښې ېې کوژده او واده وکړ .خادم په ۱۳۱۲لمريز کال دلواړگي نه دکندهار ولايت ته ولاړ او هلته دکندهار دپښتو ادبي انجمن دغړي په توگه وگمارل شو. په ۱۳۱۴ لمريزکال داسد دمياشتي په ۲۵ نيټه دهغه وخت ددولتي اړونده چارواکو په امر او دستورد((پښتو ادبي انجمن ))له کندهار څخه کابل ته انتقال وموند ، چي په ۱۳۱۵ لمريز کال دغه انجمن په ((پښتو ټولنه )) ونومول شو . خادم درې مياشتي د((زيري )) داخبار دنشر ولو مسؤليت پر غاړه درلود . په ۱۳۱۸لمريزکال دتاليف او ترجمي دشعبې مدير مقرر شو ،اوپه ۱۳۲۰ لمريز کال دپشتو ټولنې دعمومي رياست مرستيال اوپه ۱۳۲۱لمريزکال داتحاد مشرقي مدير اوپه ۱۳۲۴لمريزکال ددايرت المعارف دترجمې مدير مقرر شو. په ۱۳۲۵لمريز کال دتعاوني ډيپو دتفتيش لوي مدير وټاکل شو ،څه وخت وروسته دهرات ولايت ته ولېږل شو . په ۱۳۲۹ لمريزکال دکندهار دطلوع افغان مدير په توگه وگمارل شو . په ۱۳۳۰ لمريزکال دکابل مجلې دچلوونکې دنده ورپه غاړه شوه ،په ۱۳۳۱لمريز کال دسروبي دبرېښنا دفابريکې دکوپراتيف لوي مدير مقرر شو.په۱۳۳۲لمريزکال خادم  د((اصلاح)) دورځپاڼي دمسؤل مدير په حيث وټاکل شو. دی په مختلفو دولتي دندو گمارل شوی اوپه مختلفو ځايونو کښې يې دندې سرته رسولې دي ،دبيلگې په توگه داصلاح دورځپاڼې دمدريت ددندې تر سرته رسولو وروسته هغه څوکاله دپښتو ژبې دکورسونو مدير او په عين وخت کښې د((زيري)) داخبار دچلوونکې دنده هم پر غاړه درلوده . ارواښاد استاد قيام الدين خادم د پښتو ژبي او ادب يو پياوړى ليكوال، شاعر او پوه عالم و، او پدې لاره کښې يې زيات زيار ايستلی دی. خادم په رښتيا سره دپښتو ژبې او ادب خادم و ،په همدې دليل هغه د پښتو ژبي او ادب د ځلانده آسمان يوله رڼو ستورو څخه گڼل کېږی . استاد د پښتو ژبي او ادب په باب پوره او په زړه پوري منظوم او منثور آثار ليكلي اويوه ښه علمي ذخيره يې زموږ دهيواد راتلونکې نسل ته پرې ايښې دي، چې اوس د پښتو ژبي او ادب ليوال ورباندې وياړي .د ارواښاد استاد خادم د منظومو او منثورو آثار وډېر په زړه پوري کتابونه ليکلي او څورلس ځانگړي اثار یې چاپ شوېدي چې دهغه جملې نه يې يو شمير لکه دکوچنيانو اخلاقي پالنه،روهي گلونه، دمر غلرو اميل ،نوی ژوند، مکارم الاخلاق،،پښتونولي،بايزيد روښان ، خيالي دنيا دشريف سرگذشت او نبوغ  دچاپ بخت موندلي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن