افغانستان

د نښتې ځای ته د حقیقت موندونکي پلاوي پر لېږلو دافغانستان او ایران موافقه

  د افغانستان او ایران په پوله کې د وړمې ورځې له نښتې وروسته دواړو خواوو موافقه وکړه چې د حقیقیت  د معلومولو لپاره سیمې ته ګډ پلاوی ولېږي.

د افغانستان او ایران په پوله کې د وړمې ورځې له نښتې وروسته دواړو خواوو موافقه وکړه چې د حقیقیت  د معلومولو لپاره سیمې ته ګډ پلاوی ولېږي.

د افغانستان د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې وړمه ورځ ماسپښین مهال په نښته کې ۲ ایراني او یو افغان پوله ساتی وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

ایران وايي، دا نښته د ساسولي، حاتم او ماککي د کلیو په شاوخوا کې شوې او په لړ کې یې له درنو او سپکو وسلو کار اخیستل شوی دی.

خو ایران وايي چې له توغندو یې کار نه دی اخیستی.

له نښتې وروسته د افغانستان او ایران د سفارتونو او د دوو خواوو د دفاع وزارتونو ترمنځ تماسونه نیول شوي او همداراز په کابل کې د ایران سفیر او مرستیال یې له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

د ایران د سرحدي ځواکونو قومانداني وايي چې په دې نښته کې د دوی یو پوله ساتی وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي. خو  د ایران د فرنټ پېج په شمول ځینو ایراني رسنیو وېیلي چې ۲ ایراني پوله ساتي وژل شوي دي.

له بلې خوا د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي اسیا د سیمې عمومي مدیرسید رسول موسوي پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د افغانستان او ایران خلک او نخبګان دې هوښیار وي چې هر ډول نښته د دواړو هېوادونو په زیان ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *