افغانستان

په کابل کې د دولتي مسلخونو پنځمه استازولي پرانېستل شوه

د دې لپاره چې خلکو ته د څارویو د غوښو له لارې د لېږدېدونکو ناروغیو مخه ونیول شي، حکومت په ښارونو کې د معیاري مسلخونو جوړول پیل کړي دي.

د دې لپاره چې خلکو ته د څارویو د غوښو له لارې د لېږدېدونکو ناروغیو مخه ونیول شي، حکومت په ښارونو کې د معیاري مسلخونو جوړول پیل کړي دي.

پر همدې بنسټ چهارشنبه (د مرغومي ۱۳مه) د پلازمېنې کابل په لسمه ناحیه کې د شمس ترین ګروپ او د ختیځ زون د کرنیزو تولیداتو او پروسس کمپلکس د دولتي مسلخونو پنځمه استازولي پرانسته.

که څه هم په نورو هېوادونو کې د دولتي معیاري مسلخونو شتون کومه نوې خبره نه ده خو د کرنې او مالدارۍ وزارت د دفتر د رئیس مولوي خورشید اکبر په وینا، اسلامي امارت په خپل نوښت ولس ته د سالمې غوښې د عرضه کولو لپاره په افغانستان کې د مسلخونو د جوړېد ډبره کېښوده.

مولوي خورشید وویل:«مخکې به د غوښې کارولو لپاره په دودیز ډول د لښتیو او کوڅو پر سر څاروي ذبحه کېدل، حفظ الصحه به یې په نظر کې نه نیول کېده. له فتحې وروسته چارواکي متوجه شول چې خلکو ته د څارویو ډول ډول ناروغۍ پیدا شوي نو یې د مخنیوي لپاره د معیاري مسلخونو جوړول غوره وبلل».

هغه وویل، د دې لپاره چې په افغانستان کې مسلخونه دود نه وو، په لومړیو کې د قصابانو له اعتراض سره مخ و خو زیاته یې کړه، چې دوی به په نړیوالو معیارونو برابر په ټول هېواد کې مسلخونه دود کړي.

نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې خصوصي شرکتونو ور ته د مسلخونو د جوړولو په برخه کې د ۵ میلیونه ډالرو د پانګونې ډاډ ورکړی، چې د کابل ښار په هره ناحیه کې به استازولۍ پرانېزي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په دغو مسلخونو کې د حلالېدونکو څارویو هر اړخیزه معاینه کېږي او له هغه وروسته بازار ته عرضه کېږي.

نوموړي د تازه پرانستل شوې استازولۍ په اړه وویل، چې په یوه شپه ورځ کې د ۱۰ ټنه غوښې د تولید وړتیا لري.

د دغه مسلخ لپاره د دولتي تفتیش ټیم غړي ډاکټر سمیع الله ستانکزي انیس ورځپاڼې ته وویل، چې د حلالېدونکي څاروي د روغتیا په اړه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره له حلالېدو مخکې او وروسته د دوی له معاینې اوځي او که چېرې په کوم څاروي کې له حلالېدو وروسته هم ناروغي ثابته شي دوی یې ردوي او له منځه یې وړي.

د نوموړي په وینا یوازې په هغه صورت کې چې د تفتیش ټيم یې د روغتیا په اړه پوره ډاډمن شي له ټاپه کولو وروسته خرڅلاو ته وړاندې کېږي.

د یاد مسلخ د مشرانو په وینا، د دې لپاره چې نور قصابان له دغو مسلخونو متضرر نشي، دوی د ښاروالۍ لخوا د ټولو قصابانو په شان د ټاکلې بیې پر بنسټ غوښه خرڅوي.

عام ولس هم خوښ دی، چې حکومت ور ته د پاکې او د روغتیا له پلوه د ډاډمنې غوښې تر لاسه کولو لپاره معیاري مسلخونه جوړ کړي دي.

د یادې سیمې وکیل حاجي عبدالسلام وویل، خوښ دی چې دغه ډول مسلخونه جوړ شوي، ځکه چې د بازار په پرتله د روغتیایي کتنو په رڼا کې چمتو شوې غوښه تر لاسه کوي.

د کابل یو بل اوسېدونکي امان الله هم ورته نظر څرګند کړ، هغه وویل، سره له دې چې یو شمېر هېوادوالو ته په کې د کار زمینه برابره شوې تر څنګ یې کولی شي چې په ډاډه زړه له ناروغیو پاکه غوښه واخلي.

په داسې حال کې، چې حکومتي چارواکي دا مهال د کابل تر څنګ بلخ، هرات او مزار شریف کې د غوښې د تولید معیاري دولتي مسلخونو له شتون خبر ورکوي خو وايي، چې خلکو ته د باکیفیته او روغې غوښې رسولو لپاره جوړ شوي مسلخونه بسنه نه کوي، بلکې دوی په دې لټه کې دي، چې د کابل په هره ناحیه کې له یوې ډېرې او همدا شان په ولایتونو کې په معیار برابر مسلخونه جوړ کړي.

نذیر منیب- اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *