اجتماعی

له لمریزې بریښنا د استفادې په موخه هراقدام د قدر وړ دی

سرلوړی افغانستان  دټولو میشتو ورونو قومونو گډ کوردی او دغه جگړه ځپلی هېواد چې د تیرو کابو څه باندې څلور نیمو لسیزو په لړ کې د پردیو په لمسون  دتحمیل شوې جگړې په ترڅ کې په بیلابیلو برخوکې سخت زیانمن شوی دی، نو نن سبا یې واقعاً د آبادولو، رغولو، سمسورتیا او ښیرازي په برخه کې هر پتمن هېوادوال ځانگړی مسوولیت لري او ددې ترڅنگ د اسلامي امارت اړوند مسوول ارګانونه هم په مختلفو برخو کې لومړیتوبونو ته په پاملرنې سره په منظم ډول لنډمهال، منځ مهال او اوږدمهال پروگرامونه  ترلاس لاندې لري ترهغه چې په ټول هېواد کې په انډولیزه توگه په هراړخیز ډول پرمختیایي، رغنیزې او بنسټیزې پروژې پلې کړي.

شاه محمود درویش

سرلوړی افغانستان  دټولو میشتو ورونو قومونو گډ کوردی او دغه جگړه ځپلی هېواد چې د تیرو کابو څه باندې څلور نیمو لسیزو په لړ کې د پردیو په لمسون  دتحمیل شوې جگړې په ترڅ کې په بیلابیلو برخوکې سخت زیانمن شوی دی، نو نن سبا یې واقعاً د آبادولو، رغولو، سمسورتیا او ښیرازي په برخه کې هر پتمن هېوادوال ځانگړی مسوولیت لري او ددې ترڅنگ د اسلامي امارت اړوند مسوول ارګانونه هم په مختلفو برخو کې لومړیتوبونو ته په پاملرنې سره په منظم ډول لنډمهال، منځ مهال او اوږدمهال پروگرامونه  ترلاس لاندې لري ترهغه چې په ټول هېواد کې په انډولیزه توگه په هراړخیز ډول پرمختیایي، رغنیزې او بنسټیزې پروژې پلې کړي.

هیره دې نه وي چې افغانستان اوس مهال یو له هغو هېوادونو څخه دی چې که چېرې واقعاً په هراړخیزه توگه کورني او بهرني پانگه وال په بیلا بیلو برخو کې په کې پانگونې وکړي، نو اړوندو لورو ته به هم بې له شکه چې بې گټې نه وي، ځکه چې افغانستان ډیرښه امکانات لري، یعنې د طبیعي  زیرمو اوکانونو لکه: طلا، اوسپنې، مسو، تیلو، گازو او نورو قیمتي ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز پراخې طبیعي زیرمې، پریمانه اوبه، ځلانده لمر، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري، چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي، له نیکه مرغه چې په دې وروستیو کې دلمريــزې برښــنا په اړوند داوبــو او انرژۍ وزارت مســئولينو ويــلي، چې دلمريــزې برښــنا پنځه کلن پلان به په هرات، فــراه، ننګرهار، پکتيــا، پکتيــکا او نيمــروز کــې عملــي شي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په هرات ولايــت کــې د ۱۰۰ ميګاواټــه او نيمــروز ولايت کــې د ۵۰ ميګاواټه لمريزې برښــنا دتوليد پروژې په پام کې نېول شــوي دي او دلمريزې برښنا توليد برخه کې له ځينــو ترکي او افغــاني شرکتونو سره هوکړې هم شوي دي.

همداشان په سروبي کې دلمريزې برښــنا دتوليديوه پروژه ده ، چې ۴۰ ميګاواټه ده، له پانګوالو سره خبرې شــوي دي، چې څنګه دا پروژه پلې شي.

دغه رازداوبــو او انــرژۍ وزارت د مسوولینوپه وينا: اوســمهال افغانســتان د ۲۲۰ زره ميګاواټه لمريزې برېښنا دتوليد وس لري، خو تر اوســه په دې برخه کې لازمه پانګونه نه ده شوې.

داقتصادي چارو يو شمېر شنونکي بيــا دلمريــزې برښــنا دتوليد لپاره افغانستان ډېر مناسب ځای ګڼي او په دې برخه کې پر پانګونه ټينګار کوي. د یاددښت وړ ده چې داوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ويلي چې دراتلونکو پنځو کلونو لپاره يې دڅلور ميليارده ډالرو په ارزښــت دبرېښنا دوه سوه پروژې په پام کې نيولې دي.

هیره دې نه وي چې تردې وړاندې یو شمیر بهرنیو هېوادونو هم په افغانستان کې د لمریزې بریښنا په برخه کې د پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلې وه.

بنآ دې ټکي ته مو باید پام وي چې د بریښنا ترڅنګ په مختلفو برخو کې اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسوول ارگانونه دنده لري چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرني پانگه وال دیته وهڅوي چې په پراخه کچه پانگونې وکړي.

له شک پرته چې په ټوله کې د بریښنا دبندونو رغاول، جوړول او هم دلمریزې بریښنا څخه د استفادې په موخه  د پروژو تطبیق هغه څه دي چې له یوې خوا په کور دننه موږ د اړتیا وړ بریښنا ترلاسه کولی شو، ددې ترڅنگ د ښه مدیریت په لړکې کولای شو چې خپله اضافي بریښنا نوروهېوادونو ته هم صادره کړو، نو دمگړۍ واقعاً چې داوبو او بریښنا د بندونو د جوړولو، رغاولو او دلمریزې بریښنا  دپروژو دپلي کېدو په برخه کې د پنځه کلن پلان تطبیق، همداشان  د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو د مشرتابه پالیسي او هڅې دقدر وړ دي، پاک الله (ج) دې دوی ته لاهم ددې توان، توفیق او همت ورکړي چې په ټول هېواد کې رامنځته شوی نظم، ثبات او ډاډمن امنیت لاپسې ښه ټینگ کړي، ځکه چې واقعاً دا د هرجگړه ځپلي افغان لومړنۍ غوښتنه او یوازینۍ هیله ده، ددې ترڅنگ د اسلامي امارت اړوند مسوول ارګانونه باید د قدرمنو هېوادوالو دلومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره د دوی دهراړخیزو ستونزو دحل په موخه ډول ډول پروژې دهېواد په گوټ گوټ کې طرحه او پلې کړي ترڅو دهرډول پروژو په بشپړیدو سره دهېواد والوستونزې حل او په ټولیزه توگه دهېواد ملي اقتصاد پیاوړی شي او دقدرمنو هېوادوالو د ژوند په هوساینه کې هم په عملي ډول اغیزمنې مثبتې پایلې پرځای پریږدي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن