د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هېواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا د لا ډېرو پروګرامونو پر رامنځته ټینګار کړی
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له مشرتابه پلاوي، پوهنځيو رییسانو او استادانو سره په ناسته کې د هغوی ستونزو او وړاندیزونو اوریدلو وروسته د دوي فعالیتونه ستایلي او وړاندیزونه یې ورته منظور کړي دي.

مولوي ندا محمد ندیم له افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال په هېواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا د لا ډېرو پروګرامونو پر رامنځته ټينګار کړی.
نوموړي د دغه لیدنې په ترڅ کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له مشرتابه پلاوي، د پوهنځيو له رئیسانو او استادانو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي او د هغوی کړنې يې ستایلي دي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ياد پوهنتون مشرتابه ته سپارښتنه کړې، چې د هېواد په داخل کې دې نورې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه رامنځته کړي.
ښاغلي ندیم همدارنګه ډاډ ورکړی، چې د فوق لېسانس پروګرامونو په رامنځته کولو او د محصلینو او استادانو لپاره د معیاري لوړو زده کړو زمینې برابرولو په برخه کې یې هر ډول ملاتړ کوي او اسانتیاوې به ورته برابروي.