د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز جوړل غوره اقدام دی
په هېواد کې د وړ با کیفیته او معیاري روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی په حقیقت کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هر میشت قدرمن هېوادوال ستره هیله او اساسي غوښتنه ده، خو دریغا چې په هېواد کې دګڼ شمیر دولتي او خصوصي روغتونونو، روغتیایي مرکزونو او کلینیکونو د شتون سره سره بیا هم قدرمن هېوادوال په دې برخه کې دمګړۍ له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي او نن سبا ډیری هېوادوال خپل ناروغان د ښې درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته وروړي، چې واقعاً دا یو خواشینوونکی حالت دی ځکه له یوه پلوه د هېوادوالو پیسي بهرنیو ملکنو ته ور انتقالیږي او هم هېوادوال بهرنیوهېوادونوته د ورتلو په لړ کې له ګڼ شمیرستونزو سره مخامخ کېږي.

البته دې ټکې ته موهم باید پام وي چې اوس مهال د روغتیا پالنې په برخه کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې میشت هېوادوال د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه د دې تمه او هیله لري چې په ټولیزه توګه د هېواد دولتي او خصوصي روغتونونه په جدي او دوامدار ډول و څاري، ترڅو له روغتیایي معیارونو سره سم په با کیفیته توګه خپلو مظلومو هېوادوالو ته په پوره ایماندارۍ، بشپړ زړه سوي او صله رحمي د خدمت جوګه شي ترهغو چې قدرمن هېوادوال د هر ډول ناروغۍ په صورت کې په هېواد کې دننه تداوي شي او په دې اړوند بهرنیو ملکونو ته په هیڅ صورت کې د ورتلو اړتیا دوی ته پیدانه شي.
هیره دې نه وي، له نیکه مرغه په دې وروستیو کې ویل شوي چې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه د ۴۲۹ میلیونو افغانیو په لګښت د کابل د طبي علومو پوهنتون د علې آباد په تدریسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې د ۲۵۰ بستریز مرکز د رغولو چارې پیل
شویدي.
د لوړو زده کړو وزارت د ویاند په وینا ددغه تشخیص او درملنې مرکز د جوړولو او بیارغونې پروژه په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په مالي مرسته پیل شوې وه، خو دستونزو او د بودیجې د نشتوالي له امله ددغه مرکز کار په ټپه دریدلی وو، د ویلو ده چې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز په هېواد کې یوازینی د تشخیص او درملنې مرکز دی، چې له هېواده بهر د زرګونو سرطاني ناروغانو د تګ مخه نیسي، د یادونې وړ ده چې اوس مهال د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو په داخله څانګه کې ۱۴ متخصصین شتون لري، چې ځوانو ډاکترانو د تدریس ترڅنګ د سرطان ناروغانو ته هم روغتیایي خدمات وړاندې کوي.
له شک پرته چې د کابل د طبي علومو پوهنتون د علې آباد په تدریسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې د ۲۵۰ بستریز مرکز د رغولو چارو د پیل اقدام د قدر وړ دی او په ټولیزه توګه هېوادوال هم دیاد اقدام هرکلی کوي او دزړه له کومې یې ستایي، په دې هیله چې د کابل د طبي علومو پوهنتون د علې آباد په تدریسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ۲۵۰ بستریز مرکز ژر تر ژره جوړ او عملآ د د قدرمنو هېوادوالو د استفادې وړ وګرځي ترڅو دهېواد په کچه د سرطان پرناروغۍ داخته کسانو شته روغتیایې ستونزې په اساسي ډول حل او په کوردننه یې په ښه ډول درملنه وشي.