افغانستان

ذبيح الله مجاهد: اړوند ارګانونه دې له سېلاب ځپلیو سره مرستې وکړي

اسلامي امارت په هېواد کې د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله له ځپل شویو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ له یادو کورنیو سره د مرستې لپاره اړوندو ارګانونو ته د ټولو امکاناتو د کارولو امر کړی دی.

اسلامي امارت په هېواد کې د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله له ځپل شویو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ له یادو کورنیو سره د مرستې لپاره اړوندو ارګانونو ته د ټولو امکاناتو د کارولو امر کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې (په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د میدان وردګو ولایت جلریز او د کابل ولایت پغمان ولسوالیو او ځینو نورو سیمو کې د سېلابونو له امله زموږ ګڼ شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.)

مجاهد زیاته کړې، چې (د مالوماتو له مخې یوازې د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې زموږ۱۲ تنه هېوادوال شهیدان او تر ۴۰ پورې نور نادرکه شوي دي او یو لړ مالي زیانونه هم اوښتي دي.)

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې اسلامي امارت د دې پېښې له امله د تلف شويو کورنیو او خپلوانو ته تسلیت وايي، شهیدانو ته جنة الفردوس او ټپيانو ته عاجله شفا غواړي.

سرچینې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت اړوند ارګانونه او مرسته کونکي مؤسسات دې د یادو سیمو خلکو ته په عاجله توګه خپلې مرستې ورسوي او د متضررینو د درملنې او سرپنا پیدا کولو لپاره دې خپل ټول امکانات وکاروي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *