اجتماعی

ټاپي د هیلو او ناهیلیو منځ کې یو ځل بیا هیلې زرغونې کړې

د ۱۴۰۲لمریز کال د لیندۍ د میاشتي په ۲۵مه د هیواد په غرب هرات ولایت کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یوه ورځنۍ دوه اړخیزه ناسته تر سره شوه. په دغه ناسته کې د ترکمنستان د پلاوی مشري د دغه هیواد د کابنې مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف کوله چې په څنګ کې ورسره دترکمنستان د ترانسپورت رئیس محمد خان چاقایف، د ترکمن ګاز د دولتی شرکت رئیس مقصد بابایف، د ترکمنستان د ریلپټلۍ ریس ښاغلی آزاد آتامر ادوف د ترکمنستان ، افغانستان او پاکستان د بریښنا د انتقال رئیس مراد ارتیکوف په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف او ځينو نورو چارواکو برخه درلوده.

د ۱۴۰۲لمریز کال د لیندۍ د میاشتي په ۲۵مه د هیواد په غرب هرات ولایت کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یوه ورځنۍ دوه اړخیزه ناسته تر سره شوه. په دغه ناسته کې د ترکمنستان د پلاوی مشري د دغه هیواد د کابنې مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف کوله چې په څنګ کې ورسره دترکمنستان د ترانسپورت رئیس محمد خان چاقایف، د ترکمن ګاز د دولتی شرکت رئیس مقصد بابایف، د ترکمنستان د ریلپټلۍ ریس ښاغلی آزاد آتامر ادوف د ترکمنستان ، افغانستان او پاکستان د بریښنا د انتقال رئیس مراد ارتیکوف په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف او ځينو نورو چارواکو برخه درلوده.

د افغانستان له اړخه هم یو لوړ پوړی هیئت چې مشري یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقي کوله  او په څنګ کې ورسره د تجارت وزیر نورالدین عزیزي ،د معدن او پترولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور ، د ترانسپورت وزارت معین ملا عبدالسلام حیدری  د بریښنا شرکت د برنامو رئیس انجنیر محمد نجیب شریفي ، د اوسپنې پاټلۍ رئیس بخت الرحمن شرافت ، په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر فضل محمد او ځیني نور فني کسان ور سره وو په دغه دوه اړخیزه ناسته کې برخه واخیسته.

د دې دوه اړ خیزي ناستې محوري موضوعات د بریښنا انتقال، ریلپټلۍ، ترانسپورت، تجارت او د دې ترڅنګ زیات بحث د ټاپي په پروژه را وڅرخید.

د غونډی په پیل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په خپله افتتاحیه وینا کې وویل: زمونږ او ستاسو هیوادونه په بیلابیلو برخو کې د پرمختګ لپاره ښه فرصتونه لري او زمونږ ستاسو په ګډو هڅو سره هیله من یو چې په نږدې راتلونکي کې لویې پروژې پیل کړو چې بې له شکه د دواړو هیوادونو او ولسونو په ګټه دي، د افغانستان اسلامي امارت د ټاپي  په تخنیکي او پاتې برخه کې ټول چمتووالی لري.

ترکمنستان د ۱۹۹۱ کال په ډسمبر کې د پخواني شوروي اتحاد له جلا کېدو وروسته جنوبي اسیا ته د ګازو د لېږد هڅې پیل کړې، کله چې اسلامي امارت په ۱۹۹۶ میلادي کال کې واک تر لاسه کړ، له ترکمنستان سره یې د ټاپي پروژې د عملي کولو لپاره رسمي خبرې پیل کړې، دا چې دا پروژه د اسلامی امارت په تیر دور کې عملي نه شوه علت یې د روسیې او امریکا ترمنځ رقابتونه وو.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشرانو په ۲۰۱۰، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو کې درې ځلې د ټاپي په اړه سلا مشورې وکړې.

وروستۍ ناسته په ۲۰۱۸ کال کې د هرات په کوربه توب ترسره شوې وه، په دې غونډه کې د ټاپي پروژې د پیل تر څنګ د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد، د اورګاډي پټلۍ او فایبر نوري پروژې هم پیل شوې، خو د ټاپي پروژه لا نه ده بشپړه شوي.

ټاکل شوې وه چې د ټاپي پروژه په ۲۰۲۰ کال کې ګټي اخیستني ته وسپارل شي ، خو تر اوسه په دې برخه کې عملي ګامونه نه دي پورته شوي ، په هرات کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ تازه دوه اړخیزي ناستي یو ځل بیا د ټاپي په اړه د هیلو او ناهیلو منځ کې یو ځل بیا هیلې رازرغونې کړې.

همدارنګه  په تازه دوه اړخیزه ناسته کې افغاني لوري هیله څرګنده کړه  چې د هرات په ولایت کې د نورالجهاد په نامه د بریښنا سب سټیشن کار را تلونکي میلادي کال د مارچ تر میاشتې بشپړ شي او ګټي اخیستني ته چمتو شي.

په هرات کې د نورالجهاد سب سټېشن د پروژې په بشپړېدو سره به په دغه ولایت کې د برېښنا د کمبود  ستونزه په اساسي توګه حل شي او  د بریښنا په برخه به تر ډیره اړتیاوې پوره شي، په ياده  پروژه اته ميليونه څلور سوه نهه اتيا زره درې سوه شپږ پنځوس ډالره لګښت راځي چې د بریښنا شرکت له بودجې څخه ورکول کيږي.

په ناسته کې افغان لوري دا هم وویل چې  د افغانستان او ترکمنستان تر منځ دوه اړخیزه سوداګري او ترانزیت یو بل ښه فرصت دی چې د دواړو هېوادونو او ولسونو ته ګټه رسوي، موږ د تل په څیر، ټینګار کوو چې په افغانستان کې جګړه اوس پای ته رسیدلې ده سرتاسري امنیت راغلی دی او یو مسئول او همکار حکومت را منځته شوی دی ، دا د ترکمنستان لپاره یو ښه فرصت دی چې د سوداګرۍ او ترانزیټ د زیاتولو په برخه کې ګډ کار وکړو.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په خپل وار په ګڼو برخو کې د افغانستان او ترکمنستان د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا هراړخیزې خبرې وکړې. رشید مُرَدوف له خپلې خوا هم په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار د پیل په اړه خپل چمتووالی وښود.

مُرٙدوف وویل، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید دواړه لوري یوه جامع لارنقشه رامنځ ته او پلې کړي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې غواړي چې افغانستان سره ګډه سوداګري تر یو میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي. مُرَدوف په عشق اباد کې د افغان توکو د نندارتون په اړه هم تیاری وښوده.

د افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیزي ناستي په څنډه کې د دولت دکابینې غړو د هرات د خلکو په یوه ستره ولسې غونډه کې هم ګډون وکړ دا ستر غونډه د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نامه په دوه زره کسیز تالار کې را بلل شوي وو.

ولسي غونډي ته په پیل د معدن او پترولیم وزارت سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور وینا وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې وویل: هرات د اسلام په تاریخ کې ځانګړی ځای لري او د سترو سترو علماوو کور او مدفن دی، زه خوشحاله یم چې د علماوو په کور کې له خپل ولس سره د امن، آزادي او له فسادڅخه پاکه  فضا کې ناسته کوم ، موږ د خپل ولس په مرسته خپل استقلال او آزادي تر لاسه کړي ده، د اسلامی امارت په راتګ سره د قدرت جزایر له منځه وړل شوي دي، قومي ،مذهبي او سمتي تبعیضونه د محوه کیدو په حال کې دي، ډلي او ټپلي ختمي شوي دي، اوس یو مرکزی حاکمیت را منځته شوی، مرکزي حاکمیت یو ستر نعمت دی چې کلونو کلونو له موږ څخه اخیستل شوی وو خو اوس الحمد لله واحد حاکمیت لرو د واحد حاکمیت ګټه دا ده چې ټول ولس په یوه غولي را ټول وي، واحد حاکمیت چې چیرته نه وي هغه هیوادونه پاشل کیږي ، که په کوم ځای کې له کوم چا سره ظلم کیږي یا بي عدالتي ورسره کیږي یا یوڅوک فساد تر سره کوي دا د نظام عمل نه بلکي یو فردي عمل دی او عامل به یې خدای رسوا او شرمنده کړي ، دا نظام موږ په آساني نه دی تر لاسه کړی،  په دې لار کې سترې سترې قربانۍ ورکړل شوي دي.

دلاور د اقتصاد په برخه کې وویل: په دوو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري هرات ته خاصه توجه شوي ده ، دلته دمعدنیاتو ستر ستر قرار دادونه تر سره شوي دي ، د اوسپني د معدن قرارداد ډیر په دقت سره ترسره شوی ، هڅه کوو چې هرات د اوسپني په ستر صادراتي مرکز بدل کړو چې په دې سره به د هرات را تلونکي  نسلونه  له اقتصادي ستونزو وژغورل شي، د ترکمنستان له هیئت سره مو تیره ورځ د ټاپي په اړه مفصل مجلسونه وکړل په لومړي سرکې به د هرات خلکو ته ګاز وویشل شي په دې برخه کې له شخصي شرکتونو څخه هیله کوو چې د هرات په ښار کې د ګازو شبکې د غځولو په قرار دادونو کې پانګونه وکړي. هرات او غور به سره وصل کړو ۳۵۰ کیلو متره سرک به له هرات څخه تر غوره په اساسي ډول د معدنیاتو له عوایدو څخه ورغول شي اوهمدا راز د هرات حلقوي سړک چې ۱۷۰ کیلومتره اوږدوالی  لري هم د معدنیاتو له عوایدو څخه ورغول شي.

غونډي ته د تجارت او صنعت وزیر هم خبری وکړی هغه زیاته کړه چې په نږدې را تلونکي به تاسو ته ډیر ښه اقتصادي زیري  ولرو ، سترې سترې پروژې تر کار لاندي، د دې ملت یوه روپۍ هم بي ځایه نه مصرفېږي، ملي عواید په پوره امانتداري د دې ملت په ګټه مصرفېږي. موږ غواړو چې زموږ را تلونکي نسلونه آرام او سوکاله ژوند وکړي ، په هرات کې  په بین المللي سټندردونو برابر یو صنعتي ښار ګوټي جوړول په نظر کې نیول شوی  چې  دا د هرات د خلکو لپاره یو ستر زیری دی . په راتلونکي نږدي کې به موږ د خود کفایي پر لور ګړندي ګامونه واخلو ترڅو د نورو  له احتیاج څخه  نجات پیدا کړو . د تجارت وزیر داهم وویل چې داسلامی امارت ټول مخارج  له مشروع لارو پوره کیږي او ټول سودي او ربوي سستمونه له منځه تللي دي.

د غونډی په پای کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي خبري وکړې او زیاته یې کړه : هرات په افغانستان کې یو ځانګړی ځای لري ، همدا راز هرات د امارت د مسولینو په آذهانو کې هم ځانګړی ځای لري ، تاسو شاهدان یاست چې په دې ولایت کې سترې سترې پروژې پرانستل کیږي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره مو د ریل پاتلۍ د غځولو په برخه کې خبري وکړي ، همدا راز مو د ټاپي د پروژي د پیلیدو په اړه خبری وکړي او همدا راز د برق په اړه.

د اقتصاد په اړه متقي وویل: زموږ د هیواد پیسه د ګاونډیانو په نسبت ورځ تر بلې ورځي لوړیږي او د جهان په سطحه یوازنۍ کرنسي ده چې د ډالر په مقابل کې پورته روانه ده. د شفافیت په برخه کې افغانستان ۴۴ قدمه مخته تللی دي، نرخونه کنټرول شوي دي ، امارت ټولو تاجرانو او صنعتګرانوته ډاډ ورکړي چې په هره برخه کې پانګونه وکړي، له ګاونډیانو سره زموږ ټول بندرونه پرانستي دي دا د اقتصاد او د نرخونو په را ټیټولو کې مهم نقش لري، د نفتو د استخراج کار جریان لري، قوشتیپه ګټې اخیستو ته نږدې شوي ده. سالنګونه د افتتاح په درشل کې دي

کله چې استعمار ګران وغواړي چې یو هیواد اشغال کړي نو د ولس مشران په فساد اخته کوي او کشران یې د مواد مخدرو توکو په استعمال.  اوس مخدره مواد له منځه تللي او معتادین تر درملنه لاندي دي او دا ډېر ستر تحول دي.

د دیپلوماسي په برخه کې د بهرنیو چارو وزیر وویل: په اکثرو هیوادونو کې د چین، روسیې او ترکیې په شمول زموږ سفارتونه پرانستي دي او ځیني نور بیا له موږ سره په تعامل کې دي چې دا یو سیاسي پرمختګ دی ،تاسو په جریان کې یاست چې چین خپل رسمي سفیر را ولیږل او زموږ رسمي سفیر یې ومنل، موږ الحمد الله په داسي انزاو کې  هم نه یو لکه دا ځیني چې تبلیغات کوي.

ځيني کسان  د ټول  شموله حکومت پر تشکیل ټینګار کوي، که د ټول شموله معنی دا وي چې د ټولو اقشارو وګړي، د ټولو قومونو او مذاهبو وګړي دي حکومت کې برخه ولري نو زموږ په کابینه کې د ټولو اقوامو او اقشارو خلک ګډون لري او که یې معني دا وي چې د استخباراتي  پروژو کسان دي په حکومت کې برخه  ولري دا محاله ده.

د بهرنیو چارو وزیر پخواني جنګسالار قومندان اسماعیل خان ته هم ګوته وروړه او په خپلو خبرو کې یې وویل: قومندان اسماعیل خان ته مي د آرام ژوند ډاډ ورکړ، په ډیر عزت مي خپل کورته ورساوه، غوښتنه یې را څخه وکړه چې ناروغ یم ایران ته ځم په ډیر عزت مي ایران ته ولیږه، خو بد بختانه زموږ احترام یې له پامه و غورځاوو او یو ځل بیا یې پر مخالفت خوله پرانسته، تاسي تجربه لرئ که ټول پخواني تنظیمونه هم سره یو ځای شي بیا هم د افغانستان د کنټرول توان نه لري مجبور دي چې د خپل ځان د ساتلو په خاطر یو ځل بیا خارجیان را وغواړي خو  د خارجیانو بیا ځلي راتګ ، خواب است، خیال است ، محال است و جنون؛ نن هیڅوک د دې جراات نه لري چې افغانستان ته کاږه را وګوري.

د خوښي ځای دا دی چې په هرات کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوه اړخېزه ناسته د کامل او ډاډمن امنیت په فضا کې پایته ورسیده، د سوکاله، آرام او آباد افغانستان په هیله.

رحمت الله فیضان

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن