جهان
حماس دوه نور اسرائیلي یرغمل خوشي کړي
اسرائیلۍ یوریشلم پوسټ لیکلي چې حماس د دوی دوه نور یرغمل هم خوشي کړي دي. دا یرغمل پرون دوشنبه، د اکتوبر پر ۲۳مه خوشي او د اسرائیلو پلازمېنې تل ابیب ته رسېدلي دي.
اسرائیلۍ یوریشلم پوسټ لیکلي چې حماس د دوی دوه نور یرغمل هم خوشي کړي دي. دا یرغمل پرون دوشنبه، د اکتوبر پر ۲۳مه خوشي او د اسرائیلو پلازمېنې تل ابیب ته رسېدلي دي.
اسرائیلو منلې چې له ۲۰۰ ډېرو یرغملو څخه یې دوې برمتې پرون دوشنبه ناوخته د مصر پر خوا خوشي شوي او دوی ته سپارل شوي دي.
دا دوې مېرمنې ۸۰ کلن نوریت کوپر او ۸۵ کلن یوشیوید لیفشیتز دواړه د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارل شوي. سره صلیب دا یرغملې د رفح بندر خواته بوولي او اسرائیلو چارواکو ته یې په واک کې ورکړي. د یرغملو شویو کورنۍ وایي چې دوی یې لیدو ته بې صبره دي، خو اسرائیلو دوی یوه روغتون ته وړي او هلته به د روغتیاپالانو تر څارنې لاندې وي.