سخن انیس

همیشني سوله د هېوادوالو په ملاتړ ټینګېداي شي     

جوته ده چی يو لړ مافيايي کړۍ او اشغالګر لوي غوښتونکې هېوادونه نه غواړي چې سرلوړي، آزاد، خپلواک او په ځان بسيا افغانستان وويني همدا وجهه ده چې په مختلفو لارو د اسلامي امارت په وړاندي ستونزي زيږوي او د هغو لارو په لټون بوخت دي کوم چې د سولي د ټينګښت او رامنځ ته کېدو په وړاندي خڼډ وي. افغانانو چې د شل کلن ناورين څخه خلاصون ومند تمه لري چې د سولي او ثبات په رڼاکې به د هېواد وراني ويجاړي راجوړي او په هغو زخمونو به د ملهم پټي ولګول شي کوم چې د جګړييزو ناخوالو له امله رامنځ ته شوي.

جوته ده چی يو لړ مافيايي کړۍ او اشغالګر لوي غوښتونکې هېوادونه نه غواړي چې سرلوړي، آزاد، خپلواک او په ځان بسيا افغانستان وويني همدا وجهه ده چې په مختلفو لارو د اسلامي امارت په وړاندي ستونزي زيږوي او د هغو لارو په لټون بوخت دي کوم چې د سولي د ټينګښت او رامنځ ته کېدو په وړاندي خڼډ وي. افغانانو چې د شل کلن ناورين څخه خلاصون ومند تمه لري چې د سولي او ثبات په رڼاکې به د هېواد وراني ويجاړي راجوړي او په هغو زخمونو به د ملهم پټي ولګول شي کوم چې د جګړييزو ناخوالو له امله رامنځ ته شوي.

اسلامي امارت چې د جګړي د ناخوالو په رغاونه بوخت دي هيله لري چې د هېواد او خلکو د دښمنانو هر ډول دسيسي او ناوړه هدفونه به دي ته پري نه ږدي چې یو ځل بيا د افغانانو له پاره اوږدمهاله جګړه رامنځ ته شي. ډيري وسله والي ډلګي چې د اسلامي امارت د واکمني راوروسته د امنيت د ګډوډولو هڅي يي وکړي له مینځه يوړل شوي. او هغه څوک چې بياهم د امنيت د ګواښووني هڅي کوي هيڅکله به د اسلامی امارت د مرګونو ګوزارونو څخه په امن کې پاتي نه شي. هېوادوال بايد ډاډمن اوسي چې د اسلامي امارت وسله وال ځواکونه شپه او ورځ د هغو ډلو په څارنه او کشف بوخت دي کوم چې زموږ بي ګناه هېوادوال په شهادت رسوي. ځکه اسلامي امارت د سوله ييز دريځ له مخي نه غواړي چې وسله والي افراطي ډلي زموږ په هېواد کې د راټوليدو ځاي ذګي پيدا کړي او د خپلو بادارانو په لمسون زموږ سوله ييز ژوند د خطر سره مخامخ کړي.

هېوادوالو چې د يوه اوږده جګړييز ناورين څخه د سولي په لورګام پورته کړي بايد د اسلامي امارت سره د هغو ډلو ټپلو په څارنه او راپيداکېدو کې مرسته وکړي کوم چې په مختلفه بڼه امنيت ګواښوي. ښه به وي چې هېوادوال د راپيدا شوي امنيت د خونديتوب له پاره د اسلامي امارت سره مناسبي لاري ومومي ترڅو هميشني او تل پاتې سولې ته لار هواره شي. پوهيږو چې افغانان د تيرو جګړييزو کلونو په اوږدو کې هغه ډلي پيژندلي کومي چې په هېواد کې مستعميراتي ځواکونو ته لاري هوارولي. هغوي چې هېواد د داسي جګړييز ناورين سره مخ کړ چې اوس هم د هغوي تالي څټو له خوا نه دي آرام. ښه به وي چې هېوادوال د اوسنيو جګړه غوښتونکو په وړاندي مناسب قضاوت وکړي ځکه اسلامي امارت په دي وتوانيده چې هېواد له اشغال څخه خلاص او په هېواد کې اسلامي نظام رامنځ ته کړي نو دويلو ده چې د اسلامي امارت په وړاندي جګړه او زموږ د بي ګناه او مسلمانو خلکو مرګ ژوبله د کوم هدف له پاره رامنځ ته کېږي. اسلامي امارت خو د واک له لومړي ورځي په هېواد کې د ټولو افغانانو د راټوليدو او په هېواد کې د جګړي د پاي ته رسيدو له پاره غيږ پرانستي پريښي هر وخت يي په هېوادوالو غږ کړي چې ګیلي ګوزاري او وړاندويني سره شريکوو راشي چې لاس ته راغلي فرصت له لاسه ورنه کړو ځکه بهرنيانو له خوا د راتپل شوي جګړي پرمهال هېواد وران ویجاړ شوي او په پوره شميرنه هېوادوال په شهادت رسيدلي له دي کبله افغانان يوي هميشني سولي ته اړتيا لري بايد ټول سره لاسونه ورکړو او د يوي دايمي سولي له پاره چې هېوادوال ورته د کلونو کلونو انتظار و ټينګښت ومومي او په تل پاتي سوله کې د هېواد د پرمختګ له پاره په ګډه ګامونه پورته شي. پوهيږو چې افغانان د هېواد ساتني له پاره هر ډول ستونزي زغمي اوس هم د تيري کوونکو او لاس وهونکو په وړاندي به د يوه اوسپنيز ديوال په توګه پاتي شي او د هر ډول ستونزو په زغملو سره به دښمن ته ددي وخت ورنه کړي چې يو ځل بيا پردي پالي د واک په ګدي کښني. هيله ده چې لاس وهونکې او ترهګري کړۍ په دي وپوهيږي چې د اسلامي امارت ځواکونه به ډير ژر د دوي هر ډول ناوړه پلانونه د خاورو سره خاوري کړي او هيڅ وخت به جګړه غوښتونکې ډلي په دي ونه توانيږي چې تراوږد مهاله امنيتي ستونزي رامنځ ته کړي هېوادوال دي ډاډه اوسي چې هر هغه څوک چې د هېوادوالو ملاتړ ورسره نه وي هيڅ وخت به لاس ته راوړني ونه لري. اسلامي امارت د خپلو خلکو په ملاتړ او الهي نصرت ددي توان لري چې هېوادوالو ته د هوسايني لار هواره او د هېواد د پرمختګ له پاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن