میدانوردګ کې پر ۵۰۰ بېوزله کورنیو مرستې ووېشل شوې
د میدانوردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسئولان وایي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان/IOM له لوري دغه ولایت کې پر ۵۰۴ بېوزله او سېلابځپلیو کورنیو باندې نغدي او غیرخوراکي توکي وېشل شوې دي.
د میدانوردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسئولان وایي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان/IOM له لوري دغه ولایت کې پر ۵۰۴ بېوزله او سېلابځپلیو کورنیو باندې نغدي او غیرخوراکي توکي وېشل شوې دي.
د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس فیضالله جلالي ویلي چې هرې کورنۍ ته ۱۴۸۰۰ افغانۍ، درې تختې کمپلې او د ماشومانو ۱۸ قلمه البسه جامې ورکړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې یاده مرسته سېلابځپلیو او بېوزله کورنیو ته ځانګړې شوې وه او په وینا یې، هڅه روانه ده چې ورته مرستې د میدانوردګ په پاتې ولسوالیو کې هم پر بېوزله خلکو ووېشل شي. د میدانوردګ بېوزله او سېلابځپلې
کورنۍ هم خوښې دي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان/IOM له لوري ورسره د نغدو پیسو او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه، خو ټینګار کوي چې دغه مرستې دې دوامداره شي.